سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

عمران خان: د افغانستان کړکېچ په زور او جگړه نه اواريږي

په اسلام اباد کې د امریکا متحده ايالتونو سرپرست سفير جان هورو‎ ‎د انصاف غورځنگ له مشر ‏عمران خان سره

په اسلام اباد کې د امریکا متحده ايالتونو سرپرست سفير جان هورو  د انصاف غورځنگ له مشر او د پاکستان نوي ټاکل کېدونکي لومړي وزير عمران خان سره د دوو اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان په موضوع هم غږېدلی دی.

د امریکا سفير په اسلام اباد کې د عمران کور ته ورغلی و او له پاکستان سره يې د دوو اړخيزو اړيکو په غښتلي کولو سربېره د افغانستان کړکېچ په اواري له عمران خان سره غږېدلی دی.

عمران خان ويلي، چې هېواد يې تل په افغانستان کې د سولې غوښتنه کړې او ټينگار يې کړی، چې د افغانستان کړکېچ د زور او جگړې له لارې نه اواريږي، بلکې د دې لپاره يې په سياسي او ډيپلوماټيکو هلو ځلو ټينگار کړی دی.

د پاکستان ټاکل کېدونکي لومړي وزير عمران خان د امریکا سفير ته ويلي، چې د واشنگټن او اسلام اباد اړيکې له تاريخي پلوه له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوي او اوس مهال  هم د دواړو دولتونو اړيکې د باور له کمښت سره مخ دي.

د هغه په باور د وو اړخيزو اړيکو او افغان سولې لپاره د پاکستان او امريکا ترمنځ د باور فضا جوړول اړين دي او وړانديز يې کړی، چې هېواد به يې په افغانستان کې د روانې ناامنۍ او جگړو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې نه سپموي او د افغانستان امنيت او ټيکاو يې د خپل هېواد امنيت او ټيکاو بللی دی.

د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنگ د پاکستان په وروستيو پارلماني ټاکنو کې اکثريت گټلی او خپل يې گوند يې دی د پاکستان لومړي وزارت ته نوماند کړی او ټاکل شوې، چې په راتلونکو لنډو ورځو کې د لومړي وزير په توگه لوړه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون