پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

ایران: امریکا نړۍ ته زموږ د تېلو د صادراتو مخنیوی نه شي کولی

د ایران د بهرنیو چارو وزير جواد ظریف ‏

د ایران د بهرنیو چارو وزير ويلي، چې امریکا په نړۍ کې د دوی د تېلو مارکيټ مخنیوی نه شي کولی.

د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ایراني رسنيو سره په خبرو د ټرمپ وروستي ټويټر پيغامونه «خندوونکي» بللي او ټينگار يې کړی، چې امریکا د ایراني تېلو د صاداراتو او  نړيوال مارکيټ مخنیوی نه شي کولی.

وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران نوي بنديزونه ولگول او گواښ يې کړی، چې هر هېواد له ایران سره سوداگريزې اړيکې پالي، هغه هېواد له امریکا سره سوداگري نه شي کولی.

جواد ظريف ويلي، چې نړۍ په ټويټونو نه چليږي، نړۍ اوس د امريکا له چلنده تنگه شوې، د ټرمپ د تگلارې له امله د امریکا سوداگري او د زرگونو امريکايانو دندې له گواښونو سره مخ شوي دي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير ويلي: «نړۍ اوس په بېړنيو ټويټر پيغامونو نه چليږي، تاسې له اروپايي ټولنې، روسيې، چين او نورو لسگونو متحدينو وپوښتئ.»

جواد ظریف ويلي، د امریکا لپاره دا ناشونې ده، چې په نړۍ کې د ایراني تېلو د صادراتو مخنیوی وکړي او له کومو هېوادونو سره چې امريکا په دې اړه مذاکرات کوي، هغوی ورته ويلي، چې دوی به ایراني تېل پېري.

د اندېښنې خبره نه شته

د ټرمپ له لوري د بنديزونو په ځواب کې دایران مذهبي مشر ايت الله خامنه‌يي ويلي، چې د اندېښنې څه خبره نه شته او دغه بندیزونه پر ایران هېڅ اغېز نه شي کولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون