روغتيا او ژوند

دغه سبزیجات مو یوه اوونۍ کې خېټه ویلي کوي

ایا غواړئ د خیټې اضافي وزن مو کم کړئ؟ که ځواب مو هو وي نو له ځنډ پرته دغه خواړه چې لاندې ذکر شوي خپلو خوړو کې اضافه کړئ. دغه سبزیجات له وېټامینونو، منرالونو او فایبر څخه هم ډک دي.

تل په یاد ولرئ چې، هغه څه چې خورئ، په لوړه کچه ستاسې د خیټې پر اندازې اغېز لري.

 دلته مو له هغو سبزیجاتو سره چې د خېټې اضافي وازده ویلي کوي او اندازه يي کوچنی کوي معرفي کوو:

۱- گازرې

گازرې زیات شمېر باکتریا او مېکروبونو ضد خواص لري چې په مرسته يي د بدن دفاعي نظام غښتلی کيږي.  سربېره پر دې، په لوړه کچه فایبر هم لري چې د هاضمې سیستم روغ ساتلو لپاره تر ټولو مهم عنصر دی.

۲- بادرنگ

بادرنگ مختلفو روغتیايي او وزن کموونکو ځانگړنو له امله ډېر کارول کېږي. دغه سبزیجات ٪۹۵٫۲ اوبه لري، چې د لوږې له منځه وړلو کې مرسته کوي. له دې سربېره پوتاشیم هم لري کوم چې د وینې فشار ټیټوي. بادرنگ ډېره لږه کالوري لري. په بادرنگ کې په زیاته اندازه شته فایبر مناسب وزن ساتلو کې مرسته کوي. بادرنگ د خېټې وزن کمولو لپاره یو له تر ټولو غوره انتخابونو څخه دی.

۳- شنې پاڼې لرونکي سبزیجات

شنې پاڼې لرونکي سبزیجات مختلفې ځانگړنې او گټې لري چې له همدې امله د وزن کمولو لپاره تر ټولو مناسب خواړه دي. شنې پاڼې لرونکي سبزیجات زیاته اندازه فایبر او ډېره لږه کالوري او کاربوهایډرېټ لري.

۴- پیاز

پیازه ډېره لږه کالوري لري، چې له همدې امله د وزن کمولو لپاره تر ټولو غوره خواړه شمېرل کېږي. د اضافي وزن او خېټې کمولو لپاره پیاز په مختلفو طریقو کارولی شئ.

۵- کدو

کدو هم ډېره لږه کالوري او ډېر زیات فایبر لري. کدو د اضافي وزن کمولو کې د پام وړ مرسته کولی شي او زیات شمېر وېټامینونه او منرالونه هم لري.

۶- رومیان

رومي بانجان د کلسیم او وېټامین سي غوره سرچینه ده. د کلسیم او وېټامین سي یو ځای کارول د خېټې او د بدن د منځنۍ برخې وزن کمولو لپاره ډېر گټور دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون