افغانستان سلايډ (فيچر)

د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان د افغان سولې لپاره خپلې هڅې زیاتوي‌

افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر حسین اونی بوتسالي د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره کتلي او ژمنه یې کړې، چې یاد سازمان به د افغان سولې لپاره خپلې هڅې زیاتوي.

د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د افغانستان څانگې مشر ویلي، د دوی سازمان د افغانستان د سولې له بهیر او د ثبات له ټینگښت څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

نوموړي همداراز ژمنه کړې چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان به د افغان سولې لپاره خپلې هڅې زیاتوي.

دغه سازمان په وروستي ځل د سعودي په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو یوه ناسته را بللې وه او په هغه کې یې افغان جگړه حرامه وبلله.

دوی همداراز د افغان جگړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې سولې ته لومړیتوب ورکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر حسین بوتسالي ته ویلي‌،‌ چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې د افراطیت د را کمولو لپاره د پام وړ رول لوبولی شي.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي‌ دفتر خبرپاڼه همداراز زیاتوي، چې دواړو لوریو په دغې لیدنه کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون