ټکنالوژي

گوگل د انډرایډ عامل سیستم نوې بڼه معرفي کړه

گوگل کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو لپاره خپل د عامل سیستم انډرایډ نوې بڼه معرفي کړه. گوگل کمپنۍ د انډرایډ دغه بڼه پای (Android Pie) نومولی.

د گوگل کمپنۍ اکثره د انډرایډ عامل سیستم نوې بڼې د خوږو خوړو په نومونو وړاندې کوي او پای هم په نړیواله کچه مینه‌وال لرونکې خواږه خواړه ده.

گوگل کمپنۍ د انډرایډ ۹٫۰ نوم تېره ورځ اعلان کړه او د دغه عامل سیستم د دغې نوې بڼې ازمایښتي بڼه يي هم وړاندې کړه.

گوگل کمپنۍ وویل چې په پیل کې به د انډرایډ دغه نوې بڼه د گوگل کمپنۍ پکسل نومې ځیرکو موبایلونو کې وړاندې شي او له هغې وروسته به د ۲۰۱۸ تر پایه د نورو کمپنیو اوزارو ته هم وړاندې شي.

د انډرایډ عامل سیستم د دغې بڼې ازمایښتي بڼه د همدې کال د مارچ له میاشتې څخه وړاندې شوې وه چې زیات شمېر نوې ځانگړنې او اسانتیاوې هم په کې اضافه شوې وې.

انډرایډ پای کې د پرسنلایزیشن، بېټرۍ وخت سپمول او سمون او داسې نور اوزار چې د موبایل کارولو کې تېر شوی وخت معلوموي ځانگړنې اضافه شوي.

انډرایډ پای کې تر ټولو ستر بدلون د نیویگیشن سیستم دی او دا لومړنی عامل سیستم دی چې نوې ځانگړنې به يي د ځیرکو موبایلونو ډیزاین ته پام کې نیولو سره معرفي کېږي.

انډرایډ پای کې یو شمېر نور ستر او کوچني بدلونونه هم اضافه شوي چې د کاروونکو ډېرې ستونزې اسانولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون