افغانستان سلايډ (فيچر)

افغانستان ۲۶ کاله وروسته د خپل هوايي‌ حریم کنټرول په لاس کې واخیست

ولسمشر غني‌ نن د حامد کرزي نړیوال هوايي‌ ډگر کې د رادار نوی سیستم پرانیست او په دې سره افغانستان ۲۶ کاله وروسته د خپل هوايي حریم کنټرول په لاس کې واخیست.

تر دې وړاندې دا سیستم له بهرنیانو سره و، او افغانانو پر خپل فضايي حریم واک نه درلود.

د ارگ خبرپاڼه وايي، چې ولسمشر په دغو مراسمو کې ویلي، د هوايي‌ حریم د کنټرول په تر لاسه کېدو سره افغانستان د اسیا په څلور لارې د بدلیدو لپاره یو بل گام هم واخیست.

د غني په وینا تر دې وړاندې د افغانستان په فضا کې داسې هوایي دهلیز نه و، چې افغانان پرې واک ولري؛ خو اوس دا گام ترسره شو.

د ولسمشر په خبره ډیر ژر به په ځمکني‌ حریم کې هم داسې گامونه واخیستل شي، چې افغانستان د اسیا په څلور لارې بدل کړي.

د نوي‌ رادار په پرانیستو سره به د افغانانو هوايي‌ لگښتونه هم کم شي او د افغانستان په عوایدو کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

د افغانستان هوايي‌ حریم په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو له واکمنۍ سره سم له منځه ولاړ چې تر اوسه له بهرنیانو سره و.

افغانستان هر کال د نورو هېوادنو د الوتکو له تېریدو شاوخواو ۵۷ میلونه ډالر مالیه تر لاسه کوي، چې تر دې وروسته به دا کچه هم لوړه شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون