افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو پر غزني ښار ډله‌ييز بريدونه پيل کړي

وسله‌والو طالبانو تېره شپه دولس بجې د غزني ولايت په مرکز کې پر گڼو دولتي ودانيو بريدونه پيل کړي دي او نښته لا هم روانه ده.

 طالبانو تېره شپه رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې له خلکو غوښتي و، چې د کابل ـ کندهار لويه لاره به نن تړل شوي وي.

طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی او د گڼو دولتي ودانيو د نيولو ادعا يې کړې

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د دوی جنگياليو تېره شپه له څو خواوو د غزني پر پوځي او نورو دولتي ودانيو برید کړی او زياتوي، چې په دغو بريدونو کې يې تر اوسه امنيه قومندانۍ، شپږ پوستې، د پي ار ټي قرارگاه او گڼې نورې  دولتي ودانۍ نيولي دي.

د غزني چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون