سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

اردوغان: که له دوی سره ډالر دي، له موږ سره الله دی

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترکيې په المونيمو او سټيلو تعارفې دوه برابرې کړي، چې له امله يې د ترکيې لېرې ارزښت شل سلنه راپرېوتی دی.

ولسمشر ټرمپ په يوه ټويټ کې ويلي، چې «د ترکيې لېرا زموږ د ډالرو پر وړاندې کمزوری و او دا په داسې حال کې چې د ترکيې او امریکا اړيکې ترينگلې دي.»

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي، چې د امریکا دا گام د ترکيې مشرتابه پر ضد ناکامه دسيسې دي، چې په وينا يې بريالۍ به نه شي.

دی وايي: «که له دوی سره ډالر دي، له موږ سره الله دی.»

ترکيې امريکا ته گواښ کړی، چې د تعارفې د زياتېدو په ځواب کې به دوی هم ورته گامونه پورته کړي.

 د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوېش اوغلو ويلي، چې امریکا بايد په دې پوه شي، چې د دغه ډول فشارونو او بنديزونو په پایله کې له متحدينو سره د امريکا اړيکو ته زيان رسېدلی شي.

امريکا او ترکيې د ناټو غړي دي او د دواړو دولتونو ترمنځ د داعش پر خلاف د جگړې سربېره، په ترکيې کې د روسي توغنديو د نصبولو او په ۲۰۱۶ کې د ناکامې پوځي کودتا تورن فتح الله گولن په اړه اختلافات روان دي.

د ترکيې او امریکا د اړيکو د ترينگلتيا يو لامل په ترکيې کې د امريکايي مسيحي پاپ نيول دي.

ترکيه وايي، چې نيول شوی مسيحي د ناکامې پوځي کودتا، جاسوسۍ او له فتح الله گولن سره د اړيکو په تور نيول شوی، خو امریکا د دغه پاپ د خلاصون غوښتنه کوي او په مقابل کې يې امریکا پر دوو ترکي چارواکو بنديزونه لگولي دي.

د تېرو څلورويشتو ساعتونو پر مهال د لېرې په ارزښت کې شل سلنه کموالی راغلی او له تېر يوه کال راهيسې د لېرې ارزښت څلور سلنه غورځېدلی دی.

ولسمشر اردوغان ولس ته په ټلويزيوني وينا کې ويلي، چې دوی دې ډالر، نورې بهرنۍ کرنسي او سره زره په لېرې واړوي او پر خلکو يې غږ کړی، چې «دا ملي جگړه ده او بايد ټول ولس په کې برخه واخلي.»

اردوغان په دغه وينا کې ويلي: «که له دوی سره ډالر دي، له موږ سره الله تعالی دی.»

اردوغان د نوم له يادولو پرته وويل، چې ځينې هېوادونو د باغيانو ملاتړ کوي او د همدې ناوړه چلند له امله له دوی سره اړيکې ساتل ستونزمن دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون