سلايډ (فيچر) سوله

روسيه، چين او پاکستان د افغان سولې په اړه غونډه کوي

نړۍ نیوز – ۱۶ نومبر ۲۰۱۶

روسيه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه غونډه کوي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې مسکو غواړي افغان سوله کې پراخ رول ولوبوي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت مرستيال او افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې مسکو هڅه کوي د افغان سولې لپاره سيمه‌ييزه همکاري زياته کړي او راتلونکې مياشت په دې اړه مسکو کې د روسيې، چين او پاکستان درې اړخيزه غونډه وکړي.

ضمير کابلوف اناضول ترکي خبري اژانس ته وويل: «موږ له چين، ايران، هند او پاکستان سره د افغانستان په اړه ځانگړي بحثونه کوو، د ساري په توگه موږ پلان لرو، چې راتلونکي ډسمبر کې د روسيې، چين او پاکستان درې اړخيزه غونډه کې د افغان سولې په اړه بحث وکړو او د حل لاره ورته ولټوو.»

ضمير کابلوف وايي، چې هېواد يې له افغان طالبانو سره پټې او ژورې اړيکې لري.

د مسکو او طالبانو د اړيکو په اړه کابلوف وايي: «موږ له طالبانو سره د پټو کانالونو له لارې اړيکې لرو، له دې لارې هڅې کوو، چې جگړه پای ته ورسوو او افغان شموله سولې ته ورسېږو، دغه اړيکې په لوړه کچه دي، نه شم کولای، چې په دې اړه نور معلومات ورکړم.»

کابلوف دا هم وويل، چې د افغان طالبانو او روسيې گټې سره شريکې دي: «د ساري په توگه طالبان هم د داعش پر ضد جگړې کوي او روسيه هم داعش خپل دښمن بولي.»

دغه روسي ډيپلومات د افغانستان اوسنی وضعيت اندېښمنوونکی وباله او زياته يې کړه: «افغانستان کې درې ستونزې ډېرې مهمې دي، کمزوری اقتصاد، کمزورې حکومتي اداره او د غښتلي وسله‌وال ځواک نه شتون؛ له همدې امله افغانان او نړۍ د افغانستان راتلونکي ته هيله‌من نه بريښي.»

ضمير کابلوف وايي، چې د دغسې کړکېچنو حالاتو له مخې د افغانستان روښانه راتلونکی ستونزمن بريښي، ولې دوی به هڅه وکړي، چې طالبانو سره د مستقيمو اړيکو له لارې افغان جگړه پای ته ورسوي او دايمي سولې ته لاره اواره کړي.

کابلوف افغانستان کې د امريکا سياسي او پوځي شتون ناکام وباله او زياته يې کړه، چې تېرو پنځلسو کالو راهيسې امريکايي پوځيان افغانستان کې په جگړه بوخت دي، خو خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

کابلوف ويلي، د افغانستان وضعيت د سيمې هېوادونه هم اندېښمن کړي؛ ځکه چې دغه ډول ستونزو سره د روسيې په گډون د سيمې هېوادونو لپاره هم گواښونه پيدا کېږي.

دغه روسی ډيپلوماټ وايي: «د افغانستان بحران د امريکا او نړيوالو ځواکونو د شتون له امله زيات شوی، خو د دغو ستونزو حل هم شونی دی که څه هم څه موده وروسته وي. امريکا ادعا کوي، چې افغانستان کې يې له سل ميلياردو ډېر ډالر لگولي، خو دا بايد روښانه هم شي، چې چېرته او څنگه لگېدلي او پايلې يې کومې دي؟»

افغان سوله کې د چين د اهميت په اړه کابلوف وويل، چين عملا په افغانستان کې دخيل دی، پرېمانه اقتصادي پانگونه يې کړې او چين غواړي، چې د خپل اقتصاد او ورېښمنو لارې لپاره افغان سوله کې پراخ رول ولوبوي.

د روسيې او پاکستان اړيکې

د پخواني شوروي يرغل پر مهال د روسيې او پاکستان اړيکې ترينگلې وې، خو کابلوف وايي، چې اوس مهال يې له پاکستان سره اړيکې په لوړه کچه خوږې دي او پاکستان يې سره د افغان سولې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې او بحثونه کړي دي.

روسيې په داسې حال کې طالبانو سره اړيکې منلي، چې تېره مياشت گارډين برتانوي ورځپاڼې ويلي و، چې طالب استازو په قطر کې د امريکايي ډيپلوماټانو په منځگړيتوب له افغان چارواکو سره ليدلي دي.

تېره مياشت د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم لندن چاپ الشرق الاوسط ورځپاڼې ته ويلي و، چې د امريکا پر ضد د سيمه‌ييزې همکارۍ په لټه کې دي.

طالب وياند الشرق الاوسط ته ويلي و، چې د سیمه‌ییز تفاهم د رامنځ ته کولو لپاره طالبان د سیمې له گڼو هېوادونو سره اړیکې لري. مجاهد له روسي چارواکو سره د طالب استازو د لیدو راپورونه هم نه دي رد کړي؛ خو زیاتوي، «داسې لیدنې چې رسنیو یې راپورونه خپاره کړل، نه دي ترسره شوي»؛ دی وايي «موږ به له ټولو هغو سالمو او موثرو لارو څخه استفاده وکړو چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ چې د امریکايي اشغال د دوام د زیانونو په اړه اندېښنه لري، یو گډ دریځ رامنځ ته کړي.»

الشرق الاوسط د ذبيح الله مجاهد له خولې ليکلي: «موږ او د سیمې هېوادونه په گډه مسوولیت لرو چې خپل هېواد او ټوله سیمه له امریکايي دسیسو او شر څخه وژغورو.»

 دا لومړی ځل دی چې طالبان په ښکاره د سیمې له هېوادونو له خپلو اړیکو پرده پورته کوي. له څه مودې راهیسې داسې خبرونه ډېر خپرېږي چې طالب استازو له روسي او چینايي چارواکو سره لیدنې کتنې کوی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون