سلايډ (فيچر) نړيوالې

يو ايس نيوز ډاټ کام: ډونلډ ټرمپ د امريکا تر ټولو اوږده جگړه پای ته رسولای شي

نړۍ نیوز – ۲۵ نومبر ۲۰۱۶

د امريکا تاريخ کې تر ټولو اوږده امريکايي جگړه په افغانستان کې روانه ده، خو لا هم په رښتينې توگه په دې موضوع بحث نه دی شوی، چې دغه جگړه بايد پای ته ورسول شي.

د تېرې يوې نيمې لسيزې جگړې افغانستان کې د ۲۳۰۰ امريکايي ځواکونو ژوند اخيستی، لسگونه زره افغانان په کې ووژل شول، ميلياردونو ډالر پرې ولگېدل، چې زور به يې له راتلونکو نسلونو وځي او هغوی به يې جبيره کوي، خو موږ لا هم دې پوښتنې سره مخ يو، چې دغه جگړه به کله پای مومي؟

سږ کال موږ وليدل، چې طالبانو د پخوا په پرتله تر ټولو زياتې سيمې لاندې کړي، موږ هره ورځ د خپلو ځواکونو او افغانانو ژوند له گواښ سره مخ کړی او لا هم موږ د جگړې د پای ته رسولو په اړه پاليسي نه لرو.

د کانگريس نوي غړي او سپينه ماڼۍ بايد له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه وکړي، چې افغانستان کې د امريکا ناسم شتون او جگړې ته د پای ټکي کېښودل په خپلو لومړيو انتخابونو کې وبولي او د دغه بې گټې جگړې د پای ته رسولو په اړه دې جدي گامونه پورته کړي.

د عملي سياست او گټور نظر له مخې د ټرمپ لپاره دا ډېره اړينه او اسانه ده، چې ژر تر ژره دغه جگړه پای ته ورسوي. د افغانستان او ليبيا جگړې د بارک اوباما ميراث دی، چې نوي ولسمشر ته پاتې دی او دی يې بايد پای ته ورسوي. د ټرمپ نژدې ملگرې کټرينا پايرزن په حقه وه، چې په يوه غونډه کې يې پر اوباما نيوکې وکړې، چې افغانستان يې اشغال کړی دی، خو نوی ټاکل شوی ولسمشر کولای شي، چې د بارک اوباما او جارج بوش جگړې پای ته ورسوي.

په تېرو وختونو کې بارک اوباما د عراق جگړې په اړه ويلي و، چې «د عراق جگړه پای ته رسوي» او د افغانستان جگړې په اړه يې ژمنه کړې وه، چې «دغه جگړه بايد وگټل شي» خو دا هر څه په ځای پاتې شول، اوس ټرمپ دا چانسونه لري، چې له هېواده بهر د امريکا اشغال او جگړې پای ته ورسوي او خپله پاملرنه د پرديو هېوادونو پر ځای د امريکا ساتنې او ځواک ته واړوي. نوي ولسمشر کولای شي، چې دغه بې گټې او زيان رسوونکې پروژه پای ته ورسوي، د امريکايي ولس د ماليې بې ځايه لگولو مخه ونيسي او د يو سالم سياست او سټراټيژي له مخې له افغانستانه خپل سرتيري راوباسي.

هغه وخت را رسېدلی، چې موږ څرگنده بې گټې او عبث پروژې پای ته ورسوو، افغانستان کې زموږ له مداخلې سره له تېرو پنځلسو کالو راهيسې تر اوسه د افغان امنيتي ځواکونو ټول لگښت د امريکايي ماليه ورکوونکو له پيسو ورکول کېږي او په عمومي توگه د افغان حکومت له اتيا تر نوي سلنه مالي بوج هم د امريکا پر غاړه دی. تر دې هم خطرناکه خبره دا ده، چې زموږ لس زره سرتيري لا هم «د امپراتوريو په هديره» کې پراته دي او د هر يو يې د کال څلور ميليونه ډالر لگښت راځي. د جگړې قرارداديان افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د وژنو او مالي زيان په اړه امريکايي ولس ته ناسم معلومات ورکوي او امريکايان لا هم نه پوهېږي، چې افغانستان کې روانه جگړه د څه لپاره ده او ولې پرې امريکايي سرتيري او پيسې لگول کېږي.

د څلوېښت زرو امريکايانو ژوند لا هم له گواښ سره مخ دی، ميلياردونه ډالر په توره تياره کې بې گټې لگول شوي، لا يې هم درک نه دی معلوم، په تېرو پنځلسو کالو کې د امريکا دوو ولسمشرانو تل هڅه کړې، چې خپل ولس ته هر څه په هر ځای کې مثبت او سم وښيي، خو ټرمپ، چې سوداگريز فکر لري، بايد هر څه د ځمکنيو حقايقو له مخې وڅېړي، د پايلو په اړه يې له خپل ولس سره معلومات شريک کړي او دغه گران بيه جگړه پای ته ورسوي.

راپور ليکونکې بوني کريسټن د امنيتي چارو څېړونکې امريکايي ژورنالېسته ده
راپور ليکونکې بوني کريسټن د امنيتي چارو څېړونکې امريکايي ژورنالېسته ده

د امريکا پاليسي جوړوونکې ادارې کولای شي، د دود خلاف اعلان وکړي، چې افغانستان پرېږدي؛ ځکه تر څو به امريکايي چارواکي د طالبانو او القاعده د گواښونو په نوم افغانستان او نورو هېوادونو کې خپل سرتيري په جگړو کې بوخت ساتي، امريکا خو د ټولې نړۍ د امنيت ټېکه نه ده نيولې، چې هر ځای جگړه وي، امريکايي پوځيان به يې پر مخ وړي. سپينه ماڼۍ او کانگريس بايد په دې اړه جدي پرېکړې وکړي.

سپينه خبره دا ده، چې موږ خپلې ښکلې پيسې د بدرنگو څېرو پر لاسونو په ناسم ځای کې لگوو او پايله يې دا ده، چې امريکايان له دغې سټراټيژي زړه توري دي. يو ځل له ډونلډ ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، چې ايا امريکايي سرتيري به د ممکنه گواښونو له امله د راتلونکو دوو سوو کلونو لپاره په افغانستان کې پراته وي؟ ده ځواب ورکړ، چې «نه». ټرمپ بايد د ولسمشر په توگه خپله خبره په ياد ولري، د امريکايي تاريخ تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسوي او دی يې کولای شي.

راپور ليکونکې بوني کريسټن د امنيتي چارو څېړونکې امريکايي ژورنالېسته ده، له تېرو څو کالو راهيسې ټايمز او گڼو نورو رسنيو په امنيتي او سياسي چارو ليکل کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون