سلايډ (فيچر) نړيوالې

«د طالبانو مشران له پاکستانه افغانستان ته اوښتي»

نړۍ نیوز – ۲۶ نومبر ۲۰۱۶

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په یوه تازه مطلب کې خبر ورکړی، چې ښايي د طالبانو ځینې مشران له پاکستانه وتلي وي او افغانستان کې مېشت شوي وي. دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د تېرې اکټوبر میاشتې په وروستیو کې له پاکستانه ځینو سرچینو نړۍ نیوز ته ویلي و چې پاکستان طالبانو ته گواښ کړی که د سولې خبرو کې گډون نه کوي، دغه هېواد دې پرېږدي.

دا لا نه ده څرگنده چې د طالب مشرانو وروستی اقدام به د پاکستان د فشارونو له امله شوی وي او که په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو پرمختگونو له امله طالبانو دغه پرېکړه کړې وي. پاکستان تېره میاشت د طالبانو د رهبري شورا غړی، مولوي حمدالله نانی هم ونیو. ویل کېږي، ناني له ځینو افغان چارواکو سره د سولې خبرو کې برخه اخیستې وه.

نیویارک ټایمز لیکي، که د دغه خبر پخلی وشي، دا اقدام به د امریکا پر مرستو ولاړ حکومت پر وړاندې پر جگړه د دوی باور زیات کړي. دغه راز ورځپاڼه لیکي، چې دغه اقدام به د طالبانو یوه هڅه وي، چې ځانونه له پاکستانه لرې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې رهبري شورا «څو میاشتې وړاندې» افغانستان کې خپل ځای بدل کړی. خو مجاهد نه دي ویلي چې د طالبانو د شورا ځای له کوم ځایه چېرته بدل شوی.

نیویارک ټایمز د کوم طالب چارواکي له خولې لیکي، چې شورا سویلي هلمند ته لېږدول شوې ده. سږ کال اوړی هلمند د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنگیالیو ترمنځ د سختو نښتو او جگړو مرکز و. طالبانو هڅه وکړه، چې د لښکرگاه ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ خو په ښار کې دننه له څو ورځنۍ جگړې وروسته ونه توانېدل چې ښار په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي.

نورې طالب سرچینې وايي د طالبانو د عدلیې، جلب او جذب او دعوت او ارشاد کمېسیونونه سویلي افغانستان ته لېږدول شوي. خو تر دې دمه د دغه خبر پخلی نه دی شوی.

د ولسمشر غني ویاند وايي دغه خبرونه تر دې دمه نه شي تاییدولی. هارون چخانسوري وايي «هېڅ داسې استخباراتي معلومات دا نه تاییدوي، چې د طالبانو شورا دې افغانستان ته لېږدول شوې وي». چخانسوري زیاتوي «موږ لا هم باور لرو، چې دوی [طالبان] له افغانستان دباندې له خپلو خوندي ځایونو جگړه رهبري کوي».

طالبانو سږ کال اوړي کې د کندوز، هلمند او اروزگان ولایتونو پر مرکزونو د جگړې فشار زیات کړ؛ خو د لنډ وخت لپاره یې وکولی شول چې د کندوز او ارزوگان مرکزونو ته ننوځي. د طالبانو ځینو باوري سرچینو نړۍ نیوز ته ویلي و، چې دغه ډله هڅه کوي، خپل مشران او ځینې کمېسیونونه له کوټې اروزگان ته ولېږدوي.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر، فرانز مایکل میلبین نیویارک ټایمز ته ویلي «په افغانستان کې د طالبانو دایمي شتون د دوی پلویانو او جنگیالیو ته دا پيغام ورکوي، چې دغه ډله ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري او نور به د امنیتي ځواکونو له خوا بې ځایه نه شي».

د طالبانو رهبري شورا ۱۶تنه غړي لري چې په افغانستان کې د دوی فعالیتونه څاري. د طالبانو مشر، مولوي هبة الله اخوندزاده د ملا محمد عمر زوی، مولوي محمد یعقوب او د جلال الدین حقاني زوی، سراج الدین حقاني د خپلو دوو مرستیالانو په توگه ټاکلي دي. هبة الله اخوندزاه له هغې وروسته د طالبانو د مشر په توگه وټاکل شو، چې ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټې الوتکې په برید کې ووژل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون