سلايډ (فيچر) نړيوالې

سي ان ان: د افغانستان په اړه د ډونلډ ټرمپ پاليسي څه ده؟

د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر، ډونلډ ټرمپ

نړۍ نیوز – ۲۹ نومبر ۲۰۱۶

د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړۍ روانو ستونزو په اړه څرگندونې کړي، د سوريې کړکېچ، ترهگرۍ ضد جگړه، ايران سره اتومي تړون، د شمالي کوريا اتومي ځواک په گډون د نړۍ گڼو بحرانونو په اړه يې څرگندونې کړي، خو يوازې د افغانستان روان بحران په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

۲۰۰۱ کې، چې د نيويارک دوه سوداگريز برجونه ونړول شول، د امريکا هغه مهال ولسمشر جورج بوش افغانستان کې د طالبانو نظام پر ضد جگړه پيل کړه او په لنډ وخت کې يې د طالبانو نظام نسکور، خو له څه مودې وروسته يې د پاکستان قبايلي سيمو او افغانستان څخه يو ځل بيا فعاليتونه پيل کړل.

بوش ويلي وه، چې دی د القاعده پر ضد جگړه کوي او طالبان هم د دوی دښمنان دي؛ ځکه چې القاعده ته يې ځای ورکړی، خو افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته دغه ډله عراق، يمن، سوريې او نورو هېوادونو ته ورسېده او داعش هم له القاعده جلا شوې د امريکا بله دښمنه ډله ده.

امريکا په افغانستان کې ميلياردونو ډالر لگولي، زرگونو سرتېرو ته يې په کې مرگ ژوبله اوښتې، نړيوالې ټولنې هم د افغانستان سولې، ثبات او ډيموکراسۍ پخولو لپاره مټې رابډ وهلې، خو د پنځلسو کلونو په تېرېدو سربېره افغانستان لا هم له هر ډول امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په نړۍ کې تر ټولو زيات کډوال له سوريې وروسته د افغانستان دي.

د افغانستان حکومت او خلک ټولنيزو او نورو رسنيو کې پوښتنه کوي، چې د افغانستان په اړه به د ډونلډ ټرمپ سټراټيژي څه وي.

شونې ده، چې افغانان يو ځل بيا هغه پخواني حالت سره مخ شي، که د عراق موصل او سوريه کې داعش وځپل شي، د ترهگرو ډلو لپاره به يوازينی جنت افغانستان وي؛ ځکه چې له تېرو څو مياشتو راهيسې، د افغانستان او پاکستان سخت دريځې ډلې د داعش تر بيرغ لاندې يو ځل بيا راپورته کېږي او دغو ټکو ته بايد په سمه توگه پاملرنه وشي.

د ناټو چارواکو منلې، چې د افغانستان دېرش سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، د دې ستونزې پړه د اوسني حکومت پر غاړه ده، ناټو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې له تېر يو کال راهيسې د افغان حکومت واک ورځ تر بلې په کمېدو دی او په مقابل کې يې طالبان مخ پر وړاندې روان دي.

د افغانستان اوسنی نظام د يوې ځانگړې ډرامې له امله نور هم ستونزمن او پېچلی کېږي، د افغانستان د دوو مشرانو ترمنځ د شوي تړون له امله افغانستان له گڼو ستونزو سره مخ دی. د ۲۰۱۴ ولسمشريزو ټاکنو کې اشرف غني او عبدالله دواړو ادعا وکړه، چې د ټاکنو گټونکي دي، خبره ستونزمنه شوه، خو چې امريکا مداخله وکړه، دواړه مشران يې د شريک حکومت په جوړېدو قانع کړل او ستونزه يې حل کړه. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په پرېکړه اشرف غني د افغانستان ولسمشر او عبدالله اجراييه رييس شو.

د شريک حکومت له پيله د دواړو مشرانو ترمنځ د ناندريو او بې باورۍ له امله افغانستان په سياسي، ټولنيز او اقتصادي ډگر کې د پرمختگ لاره پيدا نه کړه او حتا دواړو مشرانو د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره گډ فکر ونه کړ.

تر اوسه داسې يوه مياشت نه ده تېره شوې، چې ولسي وگړي دې په چاودنو او بريدونو کې نه وي وژل شوي، د دې ترڅنگ طالبانو په ټول هېواد کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی، په ننگرهار، کندوز، اروزگان، هلمند او نورو ولايتونو کې جگړې ډېرې پراخې شوي دي.

د افغانستان پارلمان قانوني پنځه کلنه موده  د ۲۰۱۵ په جون کې پای ته رسېدلې، خو د امنيتي ستونزو او ټاکنيز نظام کې د ناندريو له امله يې موده وغځول شوه. سره له دې، چې د پارلمان په قانوني حيثيت نيوکې کېږي، خو ولسي جرگې پرېکړه وکړه، چې شپاړس وزيران استيضاح کړل او په دوی کې يې اووه تنه بې صلاحيته کړل. د دغو وزيرانو بې واکه کولو سره د ولسمشر او اجراييه رييس ترمنځ بې باورۍ او اختلافات نور هم زيات کړي دي.

۲۰۱۶ د افغانستان لپاره ډېر خونړی کال و، افغانستان کې د نشه‌يي توکو کرکيله د پخوا په پرتله په بې ساري توگه زياته شوې. د جرمونو او نشه‌يي توکو ضد د ملگرو ملتونو ادارې اندېښنه څرگنده کړې ده، چې د مخدره توکو کرل او سوداگرۍ د افغانستان تر ټولو ستر بحران دی او ټولې نړۍ ته يې سرايت کړی دی.

په تېرو لنډو ورځو کې مې دوبۍ کې د افغانستان يو شمېر پخواني مجاهدين وليدل، دوی راته وويل، چې افغان حکومت او ولس غواړي، د افغانستان په اړه د ډونلډ ټرمپ په سټراټيژي پوه شي او د ترهگرۍ ضد دوسيې څېړلو پر مهال دې د افغانستان په اړه هم بحث وکړي. د پخواني جهاد يو مخکښ غړي راته وويل: «افغانستان د اوسني کمزوري حکومت پر ځای يو غښتلي حکومت ته اړتيا لري. موږ د امريکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه کوو، چې موږ هېر نه کړي، موږ وېريږو، چې افغانستان يو ځل بيا د گډوډۍ ښکار نه شي د روسي ځواکونو له وتلو وروسته مو هېواد  د کورنۍ جگړې ښکار شو، اداري نظام مو ړنگ شو او د هېواد گډوډۍ سره حالات دې ته برابر شول، چې طالبان او نورې ډلې راپورته شوې.»

راپور ليکونکې کامليا انتخابي فرد ايراني الاصله امريکايۍ ده، د ايران، افغانستان، امريکا د بهرنۍ پاليسي او منځني ختيځ په اړه ليکل کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • له هر څه نه مخکی درته سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم وروسته دنړۍ نیوز له همکارانو او مسوءلینو نه یوه نړئ مننه کوم چی دافغانستان بی چاره ولس ته یی پر وخت خبرونه او حقایق بیان کړی دی بیا هم ورڅخه مننه کوم.

وروستي

زېرمتون