سلايډ (فيچر) کورنۍ

د کابل-اسلام‌آباد د اړيکو ښه کولو هڅې

د پاکستان نوی لوی درستیز، جنرال قمر جاوید باجوه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني په ترکمنستان کې د ترانسپورت د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره ولیدل او ترڅنگ يې د پاکستان پخواني لوی درستیز راحېل شریف د خپلې دندې د مودې له پای ته رسېدلو وړاندې، د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله سره هم ټلېفوني خبرې وکړې.

د پاکستان د پخواني لوی درستیز جنرال راحېل شريف د کاري مودې له پای ته رسېدو سره، د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ډگر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ نوی لوی درستیز وټاکه. د پاکستان په نظامي قومانده کې بدلون داسې مهال راځي، چې نوی لوی درستیز به د هېواد دننه د “ترهگرۍ”، کشمیر قضيې، له هند او افغانستان سره راتلونکې اړیکې او په امريکا کې د ډونالډ ټرمپ د واک ته رسېدو په څېر ننگونو سره مخ وي.

دا چې د تورخم له جگړې وروسته افغان-پاک اړیکې څرنگه وې، د دوه اړخیزو اړیکو د رغولو په تړاو کومې هڅې وشوې، د پاکستان په نظامي قوماندې کې بدلون او راتلونکې ننگونې یې څه دي او دغه بدلون به د دغه هېواد پر بهرني سياست څه اغېزې ولري؟ دلته پرې شننه کوو.

افغان-پاک اړیکې؛ د تورخم له جگړې وروسته

د تورخم جگړې پر دوه‌اړخيزو سياسي او سوداگريزو اړيکو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر اړیکو ژور سیوری وغوړاوه او تورخم له نښتې وروسته، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته افغان-پاک اړیکې د کړکیچ او بې‌باورۍ اوج ته ورسېدې. په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو په کچه کومه کتنه، ټیلیفوني خبرې او یا هم کوم سفر ترسره نه شو. برعکس د یو بل پرضد او پر یو بل یې دا تورونه زیات کړل چې خپلې خاورې د یو بل پرضد کاروي. د بېلگې په توگه د پاکستان په کوټه کې له خونړیو چاودونو او بریدونو وروسته، اسلام‌آباد له کومې څېړنې پرته وویل: «بریدگر له افغانستانه راغلي وو»[2]. په بل اړخ کې افغانستان هم په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی وباله[3]. دغه راز افغان حکومت په اسلام‌آباد کې د سارک ۱۹مې غونډې څخه هم د څلورو نورو هېوادونو—بوتان، نیپال، سریلانکا او هند– ترڅنگ بایکاټ وکړ او افغان ولسمشر اشرف غني د وارسا په غونډه کې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.

د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړيکې هم اغېزمنې شوې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو شرایط سخت شول، چې له کبله یې هېواد ته د کډوالو راستنېدنه ډېره چټکه شوه. د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې، د ۲۰۱۶ کال له پيل څخه تر اوسه له پاکستان څخه تقریباً ۲۳۶۷۲۴ تنه ناراجستره کډوال بېرته راغلي[4]. دغه راز د تورخم له جگړې وروسته، د راجستر شوو افغان کډوالو راستنېدنه هم زیاته شوه. په پاکستان کې د ملگرو ملتونو د یوه استازي له قوله، د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د راجستر شويو افغان کډوالو، چې هېواد ته راستانه شوي، له دوو لکو تنو لوړه شوه[5].

په سوداگریزه برخه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پیکه شوې. د افغانستان د سوداگرۍ خونې په اند له پاکستانه د سوداگریزو توکو د وارداتو کچه تر نیمايي راټیټه شوې، په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کال کې افغان-پاک دوه‌اړخیزه سوداگري تقریباً ۲.۵ ملیارده ډالره وه، خو اوس ۱.۵ ملیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د دې ترڅنگ يې له پاکستان څخه د اوړو پر وارداتو هم منفي اغېز وکړ او پر پاکستاني توکو گمرکي ماليې هم زیاتې شوې.

د تورخم له جگړې وروسته د اړیکو رغولو هڅې

که څه هم د تورخم له جگړې وروسته په سپین بولدک-چمن کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جگړه ونښته او پاکستان په سپین بولدک کې د بیرغ پورته کولو لپاره ځانگړي مراسم هم پيل کړل، چې افغان حکومت «نامناسب، لمسوونکی او د دواړو خواو ترمنځ د مخکېنیو ژمنو خلاف»[6] وبلل؛ خو د تورخم له جگړې وروسته، په ځینو وختونو کې د پاکستاني لوري لخوا یو شمېر هڅې هم وشوې، ترڅو د کابل باور بېرته ترلاسه کړي؛ خو دغه ټولې هڅې تراوسه ناکامې برېښي.

د تورخم له نښتې یوه اوونۍ وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو سياسي مرستيال پاکستان ته سفر وکړ او د تورخم پر جگړې یې خبرې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې. وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار وزیر سرتاج عزیز په ازبکستان کې د شانگهای د همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي او په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي. دغه راز د همدې کنفرانس په څنډه کې افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین ترمنځ هم یوه ناسته وشوه او پر دوه‌اړخيزو اړيکو بحث پکې وشو.

له دغو دوو کتنو وروسته، اسلام‌آباد د حزب اسلامي (حکمتیار) او افغان حکومت ترمنځ د سولې له تړون څخه هم هرکلی وکړ او ویې ویل: «موږ په افغانستان کې سوله غواړو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوو.»

څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د پگواش نړيوالې مؤسسې له لوري د افغانانو او پاکستانیانو په گډون یو کنفرانس هم جوړ شو، چې اسد دراني، رستم‌شاه مهمند، رحیم الله یوسفزي، عزیز خان، محمد صادق، شیري رحمان، اسدالله خان، انورالحق احدي، صفیز صدیقي، رؤوف حسن، ډاکتر غیرت بهیر، ضیاءالحق امرخیل، حاجي روح الله وکیل، حکمت صافي، فریدون مومند، جمعه خان صوفي او جعفر مهدوي پکې گډون کړی و او په ټوليز ډول يې ټينگار وکړ، چې دواړه هېوادونه له خبرو کولو پرته بله لاره نه لري.

د دې ترڅنگ د پاکستان پخواني لوی درستیز جنرال راحېل شریف هم د خپلې دندې د مودې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان له اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله سره په ټلېفوني اړيکه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر ښه کولو خبرې اترې وکړې.

په بل اړخ کې افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم په ترکمنستان کې د ترانسپورت نړيوال کنفرانس په څنډو کې له یو بل سره ولیدل. په دغه کتنه کې پاکستان د سیاسي اړيکو، امنیتي همکارۍ، سوداگرۍ او ترانزیټ، اقتصادي پيوستون او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پياوړي کولو ټینگار وکړ او د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې تر چتر لاندې د افغانستان د سولې پروسې د بيا روانولو غوښتنه يې هم وکړه. د “ترهگرۍ” د ختمولو په تړاو یې د دواړو هېوادونو د استخباراتو، امنیتي او تروریزم ضد ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینگار وکړ. دغه کتنه داسې مهال وشوه، چې په پاکستان کې پوځي قوماندې بدلون وموند او د ځواکمن جنرال راحیل شریف پرځای ډگر جنرال قمر باجوه د پاکستان لوی درستیز وټاکل شو.

د پاکستان د نظامي قوماندې بدلون او راتلونکې ننگونې

د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د روزنې او ارزونې مشري په غاړه لرله او په کانگو کې یې هم د ملگرو ملتونو په سوله‌ساتو ځواکونو کې دنده ترسره کړې ده.

د پاکستان په نظامي قومانده کې بدلون داسې مهال راځي، چې له يوې خوا د کشمير قضيه او له هند او افغانستان سره د پاکستان اړيکې په کړکېچن حالت کې دي او له بلې خوا په دغه هېواد کې دننه هم د پاکستان پوځ په بلوچستان، قبایلي سیمو، جنوبي پنجاب او کراچۍ کې د خراب امنیتي وضعیت، د تروریزم ضد مبارزې او د سي پيک (چین-پاکستان اقتصادي حوزې) د خوندیتوب په څېر ننگونو سره مخ دی.

په ۲۰۱۳ کال کې د نواز شریف له لومړي وزیر کېدو سره، د پاکستان مسلم لیگ (نواز) حکومت هڅه وکړه، چې د پاکستان بهرنی سیاست په تېره بیا د افغانستان او هند چارې په خپل واک کې ونیسي؛ خو په ۲۰۱۴ کال او بیا په ۲۰۱۵ کې د عمران خان د تحریک انصاف گوند د لاریونونو له کبله د پاکستان پوځ د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکاري له سرتاج عزيز څخه نوي تقاعد شوي جنرال ناصر جنجوعه ته وسپارله. دغه راز د افغانستان او هند چارې یې هم په خپل واک کې واخیستې. په دې وروستیو کې د پاکستاني نظامیانو او ملکي حکومت ترمنځ د ډان ورځپاڼې د یوې افشا شوي راپور له کبله، اختلافات نور هم ژور شول. دا به راتلونکی وخت وښيي، چې د پاکستان لوی درستیز به له دغو ننگونو سره څرنگه مبارزه وکړي؟

د پاکستان د نظامي قوماندې د بدلون اغېزې

دا چې د پاکستان د نظامي قوماندې بدلون به څه اغېزې ولري، په لاندې ټکو کې یې تحلیلوو:

تروریزم ضد جگړه: په عمومي توگه په پاکستان کې د “تروریزم” پرضد جگړه د جنرال پرویز مشرف لخوا پیل شوه، د جنرال کیاني لخوا بیا په دوو محورونو (جگړه او سوله) کې پرمخ يوړل شوه او د جنرال راحېل شریف تر مشرۍ لاندې بیا د ضرب عضب په څېر ځواکمن عملیات پیل شول، چې دې بیا په پاکستان کې دننه د راحیل شریف په اړه درناوی زیات کړ. د پاکستان نوی لوی درستیز به هم، د راحیل شریف همدا تگلاره پرمخ یوسي او د تروریزم پرضد د پاکستان د جگړې بڼې ته به ډېر بدلون ورنکړي. همدا لامل دی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په اند د پاکستان ډېری تگلارې به د نظامي قوماندې د بدلون له کبله بدلې نه شي.

هند: که څه هم راحیل شریف د تروریزم پرضد جگړې له کبله ښه نوم وگاټه؛ خو د هندي ځواکونو د «سرجیکل بریدونو» له کبله یې حیثیت ته ژور تاوان هم ورسید. له همدې ځایه ده، چې ده په خپله وروستۍ وینا کې هم د هند پرضد توندې نیوکې وکړې. د پاکستان لوی درستیز په کشمیر او د پاکستان او هند ترمنځ پر پولې ډېره تجربه لري او دغلته یې دندې ترسره کړې دي. دغه راز پاکستان د کشمیر او نړیوال تروریزم په ډگرونو کې هم د هند تر پروپاگند جگړې لاندې دی. نوی لوی درستیز به وغواړي، چې د هند دغه پروپاگندي جگړه ماته او د پاکستان او هند پر پولو روانې نښتې کمې کړي.

افغانستان: که څه هم د پاکستان پوځ افغان تگلاره به اوس هم د جنرال راحیل شریف ښودل شوې کرښې تعقیب کړي؛ خو دا چې د پاکستان نوی لوی درستيز غيرسياسي کس دی، نو ډېرې لږ داسې هیلې هم شته، چې شاید په افغانستان او هند کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له تگلارو ملاتړ وکړي.


[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

[2] DAWN, Assailants came from Afghanistan, PM told, Oct 26 2016, see it online: http://www.dawn.com/news/1292349

[3]  بي بي سي پښتو، د افغانستان دولت: کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی و، ۲۳ اګست د ۲۰۱۶ کال، په پرلیکه بڼه یې وګورئ:  http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/08/160825_mns_auaf_attacked_plan_in_pakistan

[4] IOM, Return of Undocumented Afghans (Weekly Situation Report 20-26 November 2016), see it online: https://afghanistan.iom.int/sites/default/files/Reports/iom_return_of_undocumented_afghans_weekly_situation_report_20-26_november_2016.pdf

[5] Ayaz Gul, UNHCR: More than 100000 Afghan refugees repatriated in 5 Weeks, Voice of America, 4 Oct 2016, see it online: http://www.voanews.com/a/unhcr-says-more-than-100000-afghan-refugees-repatriated-in-five-weeks/3536705.html

[6]  د ډیورنډ فرضي کرښې په امتداد کې د پاکستاني لوري د وروستیو اقداماتو په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه، پرلیکه بڼه یې وګورئ:
http://www.mfa.gov.af/ps/news/ministry-of-foreign-affairs-press-release-regarding-pakistan-last-actions-regarding-durand-line

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون