افغانستان سلايډ (فيچر)

کرزی: ډیورنډ د استعمار نه منل کېدونکې تپل شوې کرښه ده

حامد کرزی، پخوانی ولسمشر

نړۍنیوز – ۲۴ ډسمبر ۲۰۱۶

مخکينی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت پاکستان په رسمیت پیژني او حکومت یې د افغانستان ورور دی؛ خو پاکستان دې د ډیورنډ په اړه د افغانانو د انساني حق درناوی وکړي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان او پاکستان حکومتونه د ډیورنډ په اړه د پریکړې حق نه لري او د دې موضوع په اړه پریکړه د ملتونو واک دی.

کرزي چې د شنبې په ورځ یې کابل کې د نوین افغانستان بنسټ له لوري د ډیورنډ او اوبو په اړه یوه کنفرانس ته خبرې کولې وویل، ډیورنډ افغانانو د پولې په توگه نه ده منلې او نه یې مني، چې پاکستان هم باید په دې برخه کې د افغانانو انساني حق ته درناوی وکړي.

هغه همداراز زیاته کړه، دا چې افغانان ډیورنډ په رسمیت نه پیژني مانا یې دا نه ده چې له پاکستان سره دښمني لري یا پاکستان په رسمیت نه پیژني.

ده د پاکستان حکومت ورور وباله او په وینا یې پاکستاني حکومت دې د ډیورنډ د نه منلو پر سر له افغانانو نه خوابدی کیږي.

مخکیني ولسمشر ډيورنډ پر یوه ولس «د بیلون لپاره د استعمار تپل شوې کړغیړنه دسیسه» وبلله.

کرزي دغه غونډې ته په وینا کې د افغانستان د هغو اوبو په اړه هم خبرې وکړې، چې گاونډیو هېوادونو ته ځي او په وینا یې دغه اوبه باید د نړیوالو معیارونو او قوانیو له مخې د گاونډیو د گټه اخیستنې وړ وگرځي.

د هغه په خبره که د اوبو د مهار لپاره جدي کار ونه شي، په راتلونکې کې به نوي او لوی سرخوږي جوړ کړي.

افغانستان هر کال ۷۶ ملیارده متره مکعبه اوبه تولیدوي، چې ۵۷ ملیارده متره مکعبه اوبه یې د ځمکې د سطحې له سرچینو څخه دي.

 له ایران پرته افغانستان تر اوسه له هیڅ هېواد سره د اوبو د ویش تړون نه لري.

له ایران سره د  ۱۹۷۳ په مارچ کې د وخت صدراعظم محمد موسی شفیق یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې په هره ثانیه کې ایران ته ۲۲ متره مکعبه اوبه قانوني او ۴ متره مکعبه د نیک نیت له مخې له هلمند سینده ورکول کیږي.

افغانستان له پخواني شوروي اتحاد سره هم د اوبو تړون درلود؛ خو کله چې شوروي اتحاد وپاشل شو دغه تړون هم باطل شوی.

د افغانستان د اوبو تر ټولو لویه ستونزه له پاکستان سره ده، چې هر کال نږدې شپږویشت ملیارده متره مکعبه اوبه ورځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون