سلايډ (فيچر) نړيوالې

۲۰۱۶ جگړه‌ييز فصل او د افغان پوځيانو هم‌مهاله جگړې

سرچینه: ډیپلومات وېب پاڼه

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶م کال جگړه‌یيز موسم لا هم دوام لري؛ خو افغان امنيتي ځواکونه لا هم په دفاعي حالت کې دي. که څه هم په تېر جولای کې په وارسا کې د ناټو له غونډې وړاندې امريکا په افغانستان کې جگړه پراخه کړه، افغان ځواکونو سره يې پوځي مرستې وکړې او افغان ځواکونه اوسمهال د تېر په پرتله ځواکمن هم دي، خو بيا هم طالبانو ځان د لښکرگاه او کندوز په گډون د نورو لويو ښارونو دروازو ته رسولی دی.

د سياسي او پوځي چارو کارپوه، «شان سنو»، چې د افغانستان پر پوځي سياست ليکل کوي، په ډېپلومات سياسي انټرنټي پاڼه کې په يوه تازه خپره شوې ليکنه کې ليکي، که څه هم برگرېډېر چارلېس کلېوېلېنډ د افغان ځواکونو ارزونه کې مثبت نظر لري، خو بيا هم طالبانو مختلفې سيمې ونيولې او بلې خوا افغان حکومت په کليو کې يوازې پر څو اداري ودانيو واکمني کوي.

تېره اوونۍ په پنټاگون کې له رسنيو سره په خبرو کې برگېډېر جنرال کلېوېلېنډ ويلي و: «څه چې موږ ته ښکاري، هغه دا دي چې طالبان پر کومې معلومې جغرافيې واکمني نه شي ساتلای. تر ټولو مهمه دا ده چې دوی نه شي کولای هېڅ بانفوسه سيمه تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي او دا هغه څه دي چې د افغان ځواکونو د دغه موسم ټوله ستراتيژي پرې ولاړه ده».

افغان ځواکونو د دغه جگړه‌ييز موسم ستراتيژي داسې جوړه کړې وه چې له آسانه او هغو ځايونو څخه ووتل چې د مخالفينو له لورې ډېر تر بريد لاندې راتلل. دغه راز دوی له هغو ځايونو څخه ووتل چې لږ خلک په کې وو، او موخه يې دا وه چې ځان تيار کړي او هغو ځايونو ته ډېره پاملرنه وکړي چې لومړیتوب بلل کېږي. د دغې پالېسۍ له مخې، د کليو پر ځای د ښارونو ساتلو ته ډېره پاملرنه شوې وه.

په دغه ډول حالت کې، د کندوز او لښکرگاه په څېر مهم ښارونه د طالبانو له خوا کلابند شول. له کندز څخه راغلي راپورونه وايي چې د شاوخوا کليو اتيا سلنه د طالبانو تر ولکې لاندې ده، او په دغه بڼه يې ښارونه سره پرې کړي. يوازې لنډه موده وړاندې افغان ځواکونو وکولای شول چې طالبان په لښکرگاه کې په شا وتمبوي او مهمې لارې بېرته خلاصې کړي.

افغان ځواکونو ته د کمزورو تدارکاتو په دغه حالت کې، د غني ادارې پر واکمنو مليشو تکيه کړې، چې مهم او له خلکو ډک ښارونه وساتي. روان اوړي کې په جوزجان کې د دوستم او بلخ کې د عطا محمد نور ملېشو د بشري حقونو تر پښو لاندې کول د دې ښکارندوی دي.

محمد اشرف غني، چې اکاډيميک او روڼ‌اندی ولسمشر دی او د ناکامو دولتونو متخصص دی، په دې هيله يې خپله اداره شروع کړه چې پر ملېشو به واکمن شي او د فساد پر وړاندې به ودرېږي، مگر عموما د افغانستان د فاسدو شبکو په اداره کې ناکام شو. د افغان ځواکونو د کمزوري کېدو او د بهرنۍ مرستې د کمېدو له امله ولسمشر غني اړ شو چې په هېواد کې شخصي ملېشې ځواکمنې کړي. آن د پارلمان مرستيال ظاهر قدير په دې تورن شو چې غير قانوني خلک وژني.

تېر پسرلي کې د افغان ځواکونو له لورې د شفق عملياتو پيلېدو طالبان گډوډ کړل او افغان ځواکونه يې په یرغلیز حالت کې ښکاره کړل. خو دغو عملياتو افغان ځواکونو ته ډېر تلفات هم واړول. که څه هم په پيل کې يې ابتدايي برياليتوبونه ترلاسه کړل، مگر وروسته څرگنده شوه چې افغان ځواکونه له يوې سترې ستونزې سره مخ دي او هغه په هممهاله او بې‌ځنډه ډول د عملياتو پرمخ بېولو ستونزه ده.

طالبانو په هممهال ډول د هېواد په گڼو سیمو کې عمليات پيل کړل. طالبان که څه هم تيت و پرک وو، مگر په توندۍ او محرکانه ډول يې جگړه پرمخ بېوله. په داسې حال کې چې په کندوز کې عمليات روان وو، طالبانو په ننگرهار کې هم جگړه پيل کړه. وروسته له دې چې جولای کې افغان ځواکونو په ننگرهار کې ستر عمليات پيل کړل، طالبانو هلمند ته مخه کړه. افغان ځواکونو له سل امريکايي پوځيانو سره په توندۍ لښکرگاه ته مخه کړه. په داسې حال کې چې هلمند کې جگړه ډېره شديده وه، طالبانو د کندوز د سقوط جگړه پيل کړه، چې له امله يې خان آباد سقوط وکړ، او جنرال مراد د همدې له پاره هلمند د کندز د ساتلو په موخه پرېښود.

په عمومي ډول افغان ځواکونو وکولای شول چې ستر او مرکزي ښارونه په خپل لاس کې وساتي، او په توندۍ مختلفو برخو ته د افغان ځواکونو استول د حکومت ستره بريا ده. که څه هم پر نوي جوړ شوي پروټوران گارډ د افغان حکومت ډېر باور د تلفاتو يو بل ستر لامل دی.

دغه جگړه ييز موسم د افغان ځواکونو له پاره د زده کړې يوه بله تجربه هم ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون