سلايډ (فيچر) نړيوالې

فارن پاليسي: امريکايي جنرالانو په افغانستان کې ماتې خوړلې

«زموږ چارواکو په دې اړه فکر نه دی کړی او نه چا دا پوښتنه کړې، چې طالبان له دغو مرستو پرته څنگه کولای شي دومره پرمختگونه ‏وکړي»

نړۍ نیوز – ۰۱ جنوري ۲۰۱۷

ليکوال: جيسون ډيمپسي- افغانستان کې د امريکايي پليو ځواکونو پخوانی قوماندان

افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو پوځي ماموريت ناکام شوی او دغه تکيتکي ماته نه، بلکې د امريکايي جنرالانو او ملکي چارواکو ناکامي ده.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخوانی قوماندان او دفاع وزير ډيويډ پټريوس افغانستان او عراق کې د جگړو مشري پر غاړه وه. د پيټريوس فعاليتونه ټول هوايي کيسې وې او دی په امريکايي رسنيو کې د پوځ د پلار په توگه پېژندل شوی و. د پوځي بيروکراسۍ جمود ټول امريکايي ولس د رسنيو تر سرټکو پورې تړلی و. پايله يې دا شوه، چې د ترهگرو او سخت دريځو پر ضد د جگړې د اهميت په اړه د پوځي مشرانو څرگندونې پای ته ونه رسېدې.

۲۰۰۹ کې، چې جنرال مک کريسټال افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان وټاکل شو، په ټولو پوځي مرکزونو کې يې له موږ ټولو پوښتنې وکړې: «ته په ځانگړې توگه څه کولای شي، تر څو موږ دلته پاتې شو او جگړه وگټو.» دا هغه وخت و، چې زه د افغانستان په ختيځ کې د يو سختې جگړې پر مهال د لوا مشر قوماندان وم.دا يوه سمه او پر ځای پوښتنه وه، خو په عين حال کې دې پوښتنه کې هم چل و. له دې پوښتنې يې د ځواب موخه دا وه، چې د جگړې لپاره رښتينې خلک په لاس ورشي، د دغه ځواب له امله به دغه جنگيالي د اوږدې مودې لپاره په جگړه کې ښکېل وي، تر څو وضعيت د امريکايي سرتېرو په گټه شي او د منفي چاپېريال او پايلې پر مهال به دغه ځواب ورکوونکي مسوول وي، خو دا هغه څه نه و، چې پوځيان يې په کولو کې دلچسپي درلوده، بلکې زموږ جنرالان د خپل خوی له امله په داسې ناسمه پاليسۍ کې گير و، چې د جگړې گټل ورته ناشوني وه، ځکه چې دوی افغانستان ته د جگړې پر ځای د سياحت په فکر پاليسۍ جوړولې.

ليکوال: جيسون ډيمپسي- افغانستان کې د امريکايي پليو ځواکونو پخوانی قوماندان

موږ بايد د ويټنام له جگړې عبرت اخيستی وای او دلته مو داسې پاليسي غوره کړې وای، چې هغه تېروتنې مو دلته نه وای تکرار کړې. هلته به يوې پوځي ډلې له اوو، تر نهوو ان تر دوولسو مياشتو په يو ځای کې جگړې کولې. دغه ډول پاليسي د تکتيک او همدارنگه د سرتېرو د مورال او فعاليت له امله هم ناکامه وه او په دې پاليسۍ موږ نه شو کولای چې مخالفين وځپو. زموږ سرتېري د دومره اوږدمهالې پرلپسې جگړو توان او زغم نه لري او سربېره پر دې زموږ لوړپوړي جنرالان هڅه کوي، چې خپلمنځي اړيکې او باور رامنځته کړي او د اړتيا پر مهال په جگړه کې ترې اغېزناکه گټه پورته کړي. زموږ د جنرالانو ستونزه دا وه، چې هر څه ته به يې سطحي فکر کاو، د افغانستان سياسي چاپېريال به يې د همدغه سطحي فکر له مخې ارزاو او بيا به يې پاليسي جوړوله.

زموږ د پاليسۍ نېمگړتياوې دا هم وې، چې افغانستان کې زموږ فردي او ادارې کلتور ناسم و؛ ځکه چې موږ د افغان امنيتي ځواکونو روزنې او سلامشورو ته وړ پاملرنه نه وه کړې. له لومړيو ورځو موږ په رسنيو کې ډېر په شور او زور ويل، چې نړيواله ټولنه به افغان ملي اردو او پوليس وروزي، خوپه عملي ډگر کې دا کار ډېر لږ و، چې پايلې يې د افغانستان سربېره زموږ په زيان هم تمامه شوې.

د ملکي او پوځي جنرالانو ترمنځ د نه همغږي او د اولولياتو د ترتيب گډوډي د افغانستان-پاکستان هينډ پروگرام له مخې ښه څرگندېدای شي. دغه پروگرام د لويو درستيزانو د کمېټې مشر جنرال مايک مولن پيل کړی و. له دې پروگرامه د مولن موخه دا وه، چې په دې کې د دواړو هېوادونو باتجربه استازي گډون کوي، خپلو کې به يې اړيکې هم ښې شي، د دواړو هېوادونو اوږدمهالو اړيکو لپاره به لاره هواره کړي او په امنيتي برخه کې به هم گټورې تمامې شي. جنرال مولن خپل دغه ابتکار ډېر ستايه، خو دغه پلان عملا هېڅ نه شو او نه پرې چا عمل کولو ته زړه ښه کړ.

سره له دې، چې د مولن دغې سټراټيژۍ ته په رسنيو کې ډېره هوا ورکړل شوه، خو په عملي ډگر کې يې ستونزه دا وه، چې اداري گډوډي او د علمي کادرونه نه همغږي د دې لامل شوه، چې دغه پروگرام له ستونزو سره مخ کړي او کاروونکو د دې توان ونه موند، چې غير تقليدي کارونه پر مخ بوځي. د پروگرام سمبالوونکو د مولن سټراټيژي له خپل مسووليت او دندې بې لاري وبلله او دغه پروگرام د دې لامل شو، چې هر څوک يې د خپل هوايي فکر سره سم تشريح کړي او خبره دېته ونه رسېده، چې د دې پروگرام په اړه دې له افغان لوري سره هم خبرې ونه شوې.

د پټو خپرو شوو باوري معلوماتو له مخې د امريکايي ځواکونو لوړپوړي جنرال ۲۰۱۴ کې د پوځ مشر رييس ارکان ته وويل، چې د افغانستان پاکستان هينډ پروگرام يوازې د پوځي پرسونل بې ځايه بوختول دي او بس. هغو پوځي افسرانو، چې د دغه پروگرام په فعاليت کې کار کړی و، ويلي يې دي، چې د دغه پروگرام پايله په دوه ډوله تشريح کېدای شي. يو دا چې افسر دې د خدمت لپاره خپلې دندې ته ولېږل شي، يا دې د نافرمانۍ او ناغېړۍ له امله سزا ورکړل شي. د دې پروگرام گټه افغان پوځ ته څه وه؟ دې کې خو د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې اولويت په پام کې نه دی نيول شوی.

همدارنگه ستونزې او چيلنجونه د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې هم ډېرې وې. د روزنې ټيمونه هم د افغانستان-پاکستان هينډ پروگرام په څېر د لنډ مهال لپاره په دندو گومارل کېدل او دغه کارونه د پوځي ماموريت له اغېز او فعاليت سره په ټکر کې وو؛ ځکه چې د پوځي جنرالانو د تخصص او وړتياوو مخنيوی په کې شوی و. د امريکايي پوځ د ماموريت او فعاليتونو ترتيب اوس هم د ۱۹۵۰ کلونو په څېر تړلی او جامد دی.  د دغه ترتيب او سټراټيژۍ له مخې پوځيان کولای شي، چې د سولې او ارامتيا پر مهال ښه ځانونه تيار کړي، يا د تقليدي جگړې په لومړيو کې څه لاسته راوړنې ولري، خو که جگړه گوريلايي او غلچکۍ شي، بيا دغه ځواکونه د ميدان د گټلو نه دي.

د اوسني روان نظم له مخې اوس هم په زړو تقليدي پروگرامونو ټيڼگار او له دې لارې د جگړو د گټو فکر زموږ تر ټولو ستره کمزوري ده، خو د پنځلسو کلونو په تېرېدو بايد له خپلو جنرالانو پوښتنه وکړو: «لا هم د کومې جگړې په تمه شپې ورځې تېروئ او د راتلونکي لپاره د کومې جگړې په تمه يو»

وتلی امريکايي وارن بوفې وايي، که ته يو يونيم ساعت پوکر لوبه کوي او لا هم د جدول په پېژندلو کې پاتې راځې او يا هم نه پوهېږې، چې کمزوري دې په کوم ځای کې ده، نو ته «احمق» يې. موږ په افغانستان کې پنځلس کاله تېر کړل، افغانان پوهېږي، چې امريکايي جنرالان څنگه له خپلې خوښې سره سم ترتيب او منظم کړي. امريکايي جنرال، چې د لنډې مودې لپاره افغانستان ته د ماموريت لپاره ځي، دوی نه شي کولای، چې د دغه هېواد ټول حالات په سمه توگه وارزوي او له مخې يې ورته پاليسي هم جوړه او عملي کړي. دا هر څه مې په ۲۰۱۲ کې په خپلو سترگو ليدلي دي. هغه مهال ما پرېکړه وکړه، چې د پوله ساتو ځواکونو له ليکو به نااهله کسان شړم، ما د پوله ساتو ځواکونو له يو قوماندان څخه يونيفورم لرې کړ او کور ته مې ولېږه، په لومړيو کې د هغه کورنيو سرچينو راته وويل، چې د دندې په پرېښودو خوښ دی، خو ۲۰۱۴ پورې، چې د روزنکو دوو ټيمونو دلته دنده ترسره کړې وه، دغه افغان قوماندان په دغه لنډه موده کې په دې توانېدلی و، چې بېرته خپلې دندې ته راشي او امريکايي جنرالان تېر باسي.

کله چې موږ د تېرو پنځلسو کلونو راهيسې له جگړې نه غافله کېږو او که فکر کړو، چې زموږ د ټولې غوسې او هڅو سربېره ايا افغانان ‏به د دغې جگړې په گټو فکر نه کوي؟

کله چې موږ د تېرو پنځلسو کلونو راهيسې له جگړې نه غافله کېږو او که فکر کړو، چې زموږ د ټولې غوسې او هڅو سربېره ايا افغانان به د دغې جگړې په گټو فکر نه کوي؟

زموږ په بيروکراسۍ کې يوه مهمه ستونزه دا ده، چې موږ ورته لا هم پام نه دی کړی. مرکزي دفترونه پلان نه شي جوړولی او د ميدان خلک يې عملي کولای نه شي. زموږ د پوځي ماموريت او جنرالانو د سټراټيژيکې ماتې لنډه شرحه همدا ده او زموږ ښه چل زده دی، چې د هرې ناکامۍ پړه د افغانانو پر اوږو واچوو. لا هم د جگړې په اړه زموږ د پاليسي او فکري مسير نه دی معلوم، چې ولې خپلو موخو ته نه شو رسېدای او زما په باور وروستۍ پايله يې همدا ده، چې زموږ سټراټيژي ډېره محدوده او تړلې ده.

په دې اړه ډېر بحثونه شوي، چې افغانان د طالبانو پر ضد جگړه کې کومو شيانو ته اړتيا لري؟د پنټاگون يو مشر چارواکي وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه هوايي، استخباراتي او بېړنيو لوجسټيکي مرستو ته اړتيا لري. زموږ چارواکو په دې اړه فکر نه دی کړی او نه چا دا پوښتنه کړې، چې طالبان له دغو مرستو پرته څنگه کولای شي دومره پرمختگونه وکړي، چې نه ورسره هوايي ځواک شته، نه د جگړې معياري وسايل او نه هم لوجيسټيکي او استخباراتي مرستې.

د امريکا راتلونکي ولسمشر لپاره دا ښه پوښتنه ده، چې د پنټاگون له چارواکو يې وکړي؛ ځکه چې له نوي ولسمشر څخه به هم غوښتنه کېږي، چې نور سرتېري، اضافي پيسې او نور وخت د افغان جگړې د گټلو لپاره په کار دي، خو نوی ولسمشر بايد له امنيتي مسوولينو پوښتنه وکړي، چې طالبان ولې په نشت وسايلو دومره پرمخ تللي دي. له دې به ولسمشر ته دا هم څرگنده شي، چې زموږ جنرالان د افغانستان په اړه څومره سطحي نظر لري.

له افغانستانه زموږ د وتلو پاليسي په اړه مهمه ده، موږ داسې یو ځواک جوړ کړو، چې نه د بېروکراسۍ تر اغېز لاندې وي او نه د مدني ټولنو. دغسې يو بې پرې ځواک کولای شي، چې د هېواد امنيت خوندي کړي. دغه رنگه ځواک جوړول به د افغانستان لپاره لسگونه کلونه وخت ونيسي، تر هغو د بريا بل چانس نه ترسترگو کېږی او تر څو چې امريکايي جنرالان د خپلو شونډو پر سر د ترهگرۍ ضد جگړې کوي، ولسمشر به د دوی همدا تکراري غوښتنې اوري، چې نور سرتيري، نورې پيسې او اضافي وخت او دا به تر راتلونکو څو لسيزو همداسې روان وي. زموږ جنرالان د افغانستان په اړه اوس هم سطحي فکر کوي او له همدې امله دوی په افغانستان کې مات دي.

جيسون ډيپمسي د امريکايي ځواکونو قوماندان و، په ۲۰۱۵ کې تقاعد شو، وروستۍ دنده يې د لويو درستيزانو د کمېټې مرستيالي وه، په ۲۰۰۹ کې يې افغانستان کې د  پلي ځواکونو د پوځي عملياتو مسووليت پر غاړه وه، ۲۰۱۲-۱۳ د پوله ساتو ځواکونو د جگړې د سلاکار په توگه دنده ترسره کړې. اوس د امريکا امنيتي څېړنو د مرکز غړی دی او د کولمبيا پوهنتون کې د پوځي چارو د څېړنو د مرکز مشر دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون