امنيت سلايډ (فيچر)

د کندهار پېښه به د اماراتو او پاکستان اړيکې خرابې کړي؟

نړۍنیوز ۱۴ جنوري ۲۰۱۷

تېره سه شنبه د کندهار والي په مېلمستون کې پوښتنې پاروونکو چاودنو د شپږو افغان چارواکو سربېره پنځه اماراتي ډيپلوماټان ووژل.

متحده عربي اماراتو کندهار چاودنه کې د وژل شوو ډيپلوماټانو په وژنه پنځه ورځنی ماتم اعلان کړی او د پېښې څېړنو په موخه يې کندهار ته په پرمختلليو وسايلو سمبال پلاوی لېږلی دی.

طالبانو د کندهار پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او دا يې د چارواکو د «خپلمنځي اختلافاتو» اغېز بللی دی.

عربي رسنۍ د متحده عربي اماراتو د چارواکو له خولې وايي، چې متحده عربي امارات د کندهار پېښې دردولي او که روښانه شوه، چې دغه پېښه په پاکستان کې پلان شوې وه، نو دوی به پاکستان سره په خپلو اړيکو له سره فکر وکړي.

له دې وړاندې هم د پاکستان او عربي هېوادونو اړيکې له هغه وخته خړې شوې شوې، چې پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ يمن ته د شيعه وسله‌والو پر ضد جگړې لپاره خپل پوځيان ونه لېږل.

وړم کال، چې پاکستان يمن ته د پوځيانو له لېږلو انکار وکړ، د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير د پاکستان پر ضد تونده ژبه وکاروله او پاکستان يې «بې باوره ملگری» بللی و.

متحده عربي امارات له تېرو پنځلسو کالو راهيسې د افغان حکومت د لومړۍ ليکې ملاتړی دی، خو له دې وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پورې متحده عربي امارت له هغو درې هېوادونو څخه و، چې د پاکستان او سعودي عربستان ترڅنگ يې د طالبانو حکومت په رسميت منلی و.

ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ د پېښې څېړنو لپاره پلاوی ټاکلی دی.

حنيف اتمر کندهار کې رسنيو ته وويل، چې د کابل، کندهار او هلمند بريدونه د طالبانو کار دی او له هېواده بهر پلان شوي وو.

د ملي امنيت سلاکار وويل، چې د کابل، هلمند او کندهار پېښې يو بل سره تړلي دي او درې واړه پېښې د «هېواد دښمنانو» له هېواده بهر پلان کړي چې «زموږ پر هېوادوالو او گرانو مېلمنو ترسره شوې».

اتمر د کابل د تېرې اوونۍ چاودنې په تړاو هم وويل، چې وسله‌والو طالبانو په کابل کې هم ښځې او ماشومان ووژل، د دغه بريد پړه يې هم منلې، خو د کندهار بريد له مسووليت منلو نټه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون