سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټايمز: د کريموف مړينه به ازبکستان کې جهاديانو ته لار خلاصه کړي

اسلام کریموف

نړۍ نیوز – ۳ سپټمبر ۲۰۱۶

پرون، د جمعې په ورځ، د ازبکستان حکومت د ولسمشر اسلام کريموف مړینه اعلان کړه. کريموف د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال په کمونېستي ګوند کې مختلفې دندې ترسره کړې وې. په ۱۹۸۹م کال کې د ازبکستان ولسمشر شو او تر پرونه د هېواد واکمن پاتې شو.

د انګلستان ټايمز ورځپاڼه په تازه ګڼه کې ليکي چې د کريموف مړينې په ازبکستان کې د واک تشه رامنځ ته کړه. ورځپاڼه زياتوي چې د ازبکستان «جهاديان» چې کريموف يې پر وړاندې سخته مبارزه کړې او په ډېر شدت يې ځپلي وو، ښايي د عامو مسلمانانو په منځ کې ډېر مينه وال پيدا کړي او د يوه ځواک په توګه راپورته شي.

ورځپاڼه ليکي چې وېره لري چې په ازبکستان کې –چې نفوس يې تر دېرشو مليونو اوښتی دی- «وسله وال جهاديان» د کريموف له لورې له ځپل کېدو وروسته يو ځل بيا سر راپورته کړي.

راپور زياتوي چې د ازبکستان له لورې د خواخوږۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هېواد د دغه ستر شخصيت له نامه سره د سولې، آرامۍ او پرمختګ الفاظ تړل شوي وو. د هېواد سياسي مشران اوس د کريموف په ځای ناستي پسې ګرځي، تر څو د هېواد امن او استقرار خراب نه شي. دغه راز ويل شوي دي چې ښايي د هېواد لومړی وزير، او مرستيال ولسمشر شوکت ميرزاييف د هېواد ولسمشر شي.

د کريموف مشره لور، ګلناره ۴۴ کلنه ده او پاپ موسيقي غږوي. تمه نه شته چې ګلناره د خپل پلار ځای ناستې شي. دغه راز هغه اوسمهال په ځينو مالي تورنو هم بدنامه شوې چې د هغې مشري ستونزمنوي. د کريموف کشره لور، لولا کريموف په يونېسکو کې د ازبکستان سفيره ده. هغې د خپل پلار د مړينې په تړاو په انسټګرام کې ليکلي: «لاړو».

د ټايمز ورځپاڼې په راپور کې راغلي دي چې د کريموف امنيتي ادارې په تعذيب او ځورونو کې نوم لري. د همدغه استبداد له کبله هغه خپل ټول مخالفين له منځه وړي او اوس يې د ځایناستي له پاره څوک نه پيدا کېږي. کريموف عموما د مسلمانانو ځپلو کې ډېر توند و.

د بشري حقونو هيومن رايټس واچ اداره په خپل راپور کې ليکي چې د کريموف مړينه بايد په هېواد کې د بشري حقونو د تامين او ديموکراسۍ د راوستو له پاره لاره خلاصه کړي. راپور کې راغلي چې نور هېوادونه بايد د دې له پاره پر ازبکستان فشار راوړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون