سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سوريه کې د اوباما تېروتنې

بارک اوباما

نړۍ نیوز – ۴ سپټمبر ۲۰۱۶

کريسټوفر ار هېل –  د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانی مرستيال

د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ اته کلنه دوره مخ پر ختمېدو ده، په داسې حال کې چې د ولسمشر پر بهرني سياست نيوکې زياتې شوي دي. مخالفين يې تور پورې کوي، چې اوباما سوريه کې د وينو تويلو په مخنيوي کې پاتې راغلی، خو د ده د مخالفينو وړانديزونه کېدای شي، له دې هم زياتې ستونزې ولري.

د اوباما مخالفين وايي، چې ولې يې د بشارالاسد رژيم د نسکورلو لپاره په لومړيو کې پوځي مداخله ونه کړه، هغه مهال ورته دا هم شونې وه، چې د پوځي مداخلې تر څنگ په سوريه کې د منځلارو وسله‌والو ملاتړ يې کړی وای.

ويل کېږي، چې اوباما په سوريه کې د مسووليت له ادا کولو پښې وباسي، د ولسي خلکو په ژغورنه کې پاتې راغلی، ملگري ملتونه هم د عامو خلکو د ژغورلو چارو کې پاتې راغلي، همدارنگه امريکا او ملگرو ملتونو د روسيې په څېر نړيوالو لاسوهنو ته خالي ځای پرېښود، چې اوس يې سوريې ته د خپلو گټو لپاره پوځي الوتکې او شوبلې لېږلي دي.

لیکوال
لیکوال

دا سمه ده، چې اوباما د سوريې په کړکېچ کې ناکام دی، د اوباما د ناکامې ستراتيژۍ له امله د سوريې مسئله اوس له واکه وتلې ښکاري، خو د ده لېبرال او محافظه کاره مخالفين، چې کوم وړانديزونه کوي، له شک پرته دا وړانديزونه او نيوکې د اواري پر ځای ستونزې او کړاوونه نور هم زياتوي.

په ۲۰۱۱م کې سپينې ماڼۍ داسې فکر وکړ، چې د سوريې پاڅونونه هم د تونس او مصر په څېر «د عرب پسرلي» برخه ده او د همدې ديموکراتيکو لاريونونو له لارې به د بشارالاسد رژيم هم نسکور شي، خو کله چې بشارالاسد د ولسي پاڅونوالو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړ، پر هغوی يې په حمات، حمص او حلب کې د سپکو او درنو وسلو تر څنگ هوايي بريدونه وکړل، دغه مهال امريکا وپتېيله، چې د اسد نسکورول به وخت ونيسي او له دې وړاندې يې فکر کاوه، چې ولسمشر اسد د پاڅونوالو له لوري کلابند دی او ډېر ژر به له واکه گوښه کړای شي.

د حکومت پر ضد د لاريونونو له پراخېدو سره امريکا هڅه وکړه، چې د اسد منځلاري مخالفين سره يو ځای کړي، مالي او مادي ملاتړ يې وکړي او د ازادو ټاکنو له لارې د دغو مخالفينو يو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د سپينې ماڼۍ دغه اټکل خطا و، ځکه چې ښه سياست د ښه تحليل له مخې کېږي او دې وخت کې زموږ د چارواکو تحليل د ځمکنيو حقايقو پر ضد و، سياست مو هم غلط و او د گټې پر ځای به يې زيان ډېر و.

د اوباما د ستراتيژۍ ناکامي ډېره ژر څرگنده شوه، چې سوريه کې سخت‌دريځي وسله‌وال پر «ډيموکراتيکو گوندونو» برلاسي شول او د داعش ډلې په بڼه يې، چې کوم وسله‌وال په سوريه کې دي، دوی يوازې د وحشي ديکتاتور نسکورول نه غواړي، بلکې ټول نامسلمانان وژني او غواړي د ځمکې له سره يې ورک کړي.

د بشارالاسد د سخت‌دريځو مخالفينو په اړه د ناسم تحليل سربېره سپينې ماڼۍ په سوريه کې يوه بله تېروتنه هم وکړه، هغه دا، چې په لومړيو کې يې د سوريې کړکېچ په اړه د روسيې په څېر سترو هېوادونو سره سلا مشورې ونه کړې. روسيه په سوريه او عربي نړۍ کې خپلې ستراتيژيکې موخې لري، نه غواړي، چې جهادي ډلې دې دلته واک ته ورسيږي؛ ځکه چې بيا به له دې ځايه چيچنيا کې د مسکو د دښمنانو ملاتړ کوي.

پوښتنه دا ده، چې روسيې او امريکا لپاره دا په کار وه، چې د بشارالاسد غوندې يو ديکتاتور په زوره له واکه گوښه کړي؟ مسکو او واشنگټن د تاريخ له زړو پاڼو عبرت نه اخلي. له ټولو ستونزو او دومره وژنو سربېره هم سوريه په ملگرو ملتونو کې خپله څوکۍ لري، موږ بايد دې ته هم فکر وکړو، چې په نورو هېوادونو لکه ليبيا کې د زور پر مټ رژيم ړنگولو څه گټه وکړه؟

امريکا او نور هېوادونه، چې د پېښې له ځايه پوره او هر اړخيز معلومات ونه لري، د خپل گومان له مخې اټکلونه کوي او وايي، چې چارواکي د پوځي مداخلې فرصتونه له لاسه ورکوي. دومره پراخ نظري څوک نه شته، چې له ناکامېدو وړاندې ووايي، دا وړانديز له ناکامۍ سره مخ کېدای شي. په ټوله نړۍ کې په ځانگړې توگه په امريکا کې څوک دېته نه دي تيار، چې د خپل سياست په اړه ژور فکر وکړي، مطالعه يې کړي او که څوک دغه ډول وړانديز ولري، نو خلک پرې ملنډې وهي.

د دې ټولو ستونزو او تېروتنو سربېره موږ گورو، چې داعش ډله مخ پر کمزورې کېدو ده، امريکا او روسيې د سوريې د راتلونکې په اړه بحثونه پيل کړي او موږ هيله‌من يو، چې د سوريې ويجاړ راتلونکي په اړه په سمه توگه بحثونه وشي.

تر اوسه دا نه شو ويلای، چې د سوريې راتلونکی به څنگه وي؟ د سنيانو په مشرۍ به نوی حکومت راځي او که دغه هېواد به په څو ټوټو وېشل کېږي؟ سربېره پر دې دا هم ويل کېږي، چې کېدای شي، د سوريې مسئلې سره د منځني ختيځ نقشه کې ژور بدلون راشي. باوري خبره دا ده، چې د سوريې په اړه هره پرېکړه به د سوريې پر گاونډيانو  او نړيوالې ټولنې هم اغېز ولري، خو امريکا او نړيواله ټولنه بايد د خپلو گټو تر څنگ د سوريې د ولس د راتلونکي په اړه هم داسې فکر وکړي، چې دغه هېواد کې تلپاتې امنيت او سوله راشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون