سلايډ (فيچر) نړيوالې

واشنگټن پوسټ: ټرمپ ته په ميراث ورپاتې جگړه؛ خنډونه ډېر او چانسونه لږ

د افغانستان جگړه په ناسمو دلايلو ولاړه ده، د جگړې لپاره ريښتينې عوامل نه شته، چې خلک پرې ډاډه شي او دا جگړه د تېروتنو يوه لړۍ ده، چې نوي ولسمشر ته هم په ميراث کې ورپاتې شوه.

نړۍنیوز ۲۰ جنوري ۲۰۱۷

افغانستان کې د امريکا د يوې نيمې لسيزې جگړې له پيله دا درېيم ولسمشر دی، چې دغه جگړه ورته په ميراث کې پاتې کېږي او لا هم د جگړې مسير نه دی معلوم. د پخواني ولسمشر جورج له واکمنۍ وروسته د امريکا اوسني تلونکي ولسمشر بارک اوباما په خپلو ټاکنيزو سياليو کې له خلکو سره د بدلون ژمنه کړې وه او ويلي و، چې د افغانستان او عراق جگړې به پای ته رسوي او خپل سرتيري به هېواد ته راستنوي، خو د اوباما د اته کلنې دورې د سرته رسېدو سربېره هم دغه جگړه د جمهوري پلوو بل ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په ميراث کې ورپاتې شو.

امريکايي ژورنالېستانو گريگ جيف او مسي راين واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان جگړه په ناسمو دلايلو ولاړه ده، د جگړې لپاره ريښتينې عوامل نه شته، چې خلک پرې ډاډه شي او دا جگړه د تېروتنو يوه لړۍ ده، چې نوي ولسمشر ته هم په ميراث کې ورپاتې شوه.

بارک اوباما په خپلو وروستيو ويناوو کې ويلي، چې امريکايي سرتېرو په افغانستان کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي، اسامه بن لادن يې وژلی، القاعده يې له منځه وړې، خو د طالبانو په اړه وويل، امريکايي ځواکونه نه شي کولای، چې طالبانو ته ماتې ورکړي.

له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان امريکايي جگړه تر ډېره د افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه ده او له همدې امله د افغان عسکرو د مرگ ژوبلې کچه هم د پخوا په پرتله زياته شوې او طالبانو هم د نړيوالې ټولنې اټکل پر خلاف ډېر پرمختگونه کړي دي. د پوځي چارو امريکايي کارپوهان وايي، امريکا پر افغان ملي اردو او پوليسو ميلياردونه ډالر ولگول، خو دغه ځواکونه دومره کمزوري دي، چې د طالبانو د بريدونو مقابله نه شي کولای او نه هم هغه سيمې بېرته نيولای شي، چې طالبانو لاندې کړي دي.

د امريکا د سولې څېړنيز مرکز مرستيال مشر انډريو وايلډر وايي: « دا ټولو ته څرگنده ده، چې د افغانستان امنيتي وضعيت ورځ تربلې خرابېږي او لامل يې يوازې دا نه دی، چې طالبان مخ پر وړاندې روان دي، بلکې مهم لامل يې دا دی، چې افغان حکومت په خپلو چارو کې پاتې راغلی دی.»

خو د امريکا اوږدمهالې او خونړۍ جگړه د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټاکنيزو سياليو کې نه ده ياده شوې. ټرمپ ويلي، چې د ترهگرو او سخت دريځو ډلو پر ضد فعاليتونه د ده د بهرنۍ پاليسي مهمه برخه ده، خو په ورته وخت کې يې دا هم ويلي، چې د نورو هېوادونو د رغولو او مرستو پر ځای بايد خپل هېواد ته پاملرنه زياته کړي.

تېر کال ټرمپ د امريکا فاکس نيوز ټلويزيزوني شبکې ته ويلي و: «دا کار مې نه خوښيږي، چې زموږ عسکر دې په افغانستانکې پراته وي، خو چې گورو په گاونډ کې يې اتومي پاکستان دی، موږ بايد دغسې مسئلې ته پام وکړو او خپل سرتېري د پاکستان لپاره په افغانستان کې وساتو.»

د ټاکنو له گټلو وروسته ډونلډ ټرمپ افغان ولسمشر اشرف غني سره افغانستان کې د امريکايي سرتيرو په ترهگرۍ ضد جگړو او د پولې دواړو غاړو ته د طالبانو د خوندي مرکزونو په اړه خبرې وکړې. ټرمپ له ولسمشر غني سره د افغانستان د معدنونو د استخراج په اړه هم خبرې کړي دي.

امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب امريکايي رسنيو ته ويلي، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ نوې کابينه به افغانستان کې د ترهگرۍ ضد جگړې سربېره د سوداگرۍ او معدنياتو د کيندلو په اړه افغانستان سره مرستې وکړي.

له امريکايي ولس سره لومړۍ پوښتنه دا ده، چې ټرمپ به د اوباما د ورپاتې شوې جگړې په اړه څه کوي، چې د امريکايي ولس د ماليې ميلياردونه ډالر او د زرگونو امريکايي سرتېرو په مرگ ژوبله ورته دغه جگړه په ميراث کې ورپاتې شوه، چې اوباما يې په خپله دويمه دوره کې د پای ته رسولو ژمنه کړې وه.بارک اوباما ويلي و، چې افغان جگړه به پای ته رسوي او د خپلې واکمنۍ تر پايه به افغانستان کې يوازې زر سرتېري پرېږدي، خو د طالبانو د پرمختگونو او جگړو له امله يو ځل بيا اړ شو، چې د رسمي شمېرو له مخې اته زره څلور سوه عسکر افغانستان کې د جگړو او افغان ځواکونو د روزنې لپاره پرېږدي.

افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد وايي، چې نوی ټاکل شوی ولسمشر به د ترهگرۍ پر ضد د جگړې ډېر هوډ ولري، خو دا ډېره ستونزمنه بريښي، چې دی دې په دې اړه ډېر څه وکړای شي.

خليلزاد وايي: «له روانو ستونزو وتل به يو سخت کار وي او ټرمپ يوازې دومره کولای شي، چې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر زيات کړي، د طالبانو پر ضد سيمه‌ييز او افغان امنيتي ځواکونه وروزي.»

په ۲۰۱۴ کې، چې امريکايي سرتېرو افغانستان کې په رسمي توگه خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوو، بيا يې هم له افغان ځواکونو سره استخباراتي او هوايي مرسته کوله، خو د دې هر څه سربېره طالبانو له دوی گڼې سيمې ونيولې او ټرمپ اړ دی، چې د دغې جگړې د گټلو لپاره افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر د جگړې په ډگر کې زيات کړي.

د ټرمپ لپاره تر ټولو مهم چلينجونه افغانستان لپاره اوږدمهالې کاميابه سټراټيژي، پاکستان سره د امريکا خړې اړيکې، د پاکستان اتومي ځواک او پاکستان کې د طالبانو خوندي مرکزونه دي.

د اوباما حکومت خپلې گټې په دې کې ليدې، چې سرتېري له افغانستانه وباسي، خو پر سپينې ماڼۍ دا نيوکې کېدې، چې افغانستان کې د اوږدمهالې جگړې او امريکايي شتون موخه نه ده څرگنده. يو شمېر پوځي امريکايي چارواکو دا هيله درلوده، چې له افغانستانه به په ټوله مرکزي اسيا کې د ترهگرۍ ضد جگړه وکړي، خو يو شمېر نور يې په دې فکر دي، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون په لانجه‌منه سيمه کې د امريکا د مداخلې او لاسوهنې لپاره ښه چانس دی.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخواني سلاکار ماټ شيرمن وايي: «که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، نو موږ به پر پاکستان، ايران، چين او روسيې له کوم ځايه فشار واردوو. ايا دغلته داسې سيمې شته، چې د سيمې له هېوادونو سره په گډه په کې کار وکړو. تاسې افغانستان ته بيخي په بله سترگه کتلئ شئ.»

افغانستان او نړيواله ټولنه په دې تمه ده، چې ټرمپ د پاکستان په اړه څه نظر لري، چې ۲۰۱۲ کې يې اسامه بن لادن ته خوندي ځای ورکړی و او دغلته امريکايي ځواکونو وواژه.

ډونلډ ټرمپ څه موده وړاندې په خپل ټويټ کې ليکلي و، چې «پاکستان زموږ دوست نه دی، موږ دوی ته ميلياردونو ميلياردونو ډالر ورکړل، خو موږ ته يې گټه څه کړې ده؟»

خو تېره مياشت يې، چې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره د ټيليفوني خبرو پر مهال د ده بې اندازې ستاينه وکړه.

ټرمپ بايد دا پرېکړه وکړي، چې طالبان د پاکستان له لارې د خبرو مېز ته تياوري که نه. بارک اوباما خو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور له دې امله په نښه کړ، چې د افغان حکومت له غوښتنې سره سم يې د سولې خبرې نه کولې.

زلمی خليلزاد وايي، چې کېدای شي د ټرمپ په مشرۍ د سپينې ماڼۍ او اسلام اباد په اړيکو کې ژور بدلون راشي.

ټرمپ د سوداگريز فکر سړی او په بهرنۍ پاليسي کې تجربه نه لري، خو د هغه د کابينې مهم غړي پوځي چارواکي دې او په افغانستان کې يې دندې ترسره کړي دي. د ټرمپ نوماند دفاع وزير متقاعد جنرال جيمز ماټيز افغانستان کې د امريکايي سمندري ځواکونو قوماندان و، د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار جنرال مايکل فلاين له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ افغانستان کې د امريکايي استخباراتو مشر پاتې شوی، د افغانستان او سيمې په اړه پراخه تجربه لري.

دواړه چارواکي په ډېره خواشينۍ دا مني، چې افغان حکومت په فساد کې ښکېل دی، طالبان غښتلي فعاليتونه لري او د نشه‌يي توکو کرکيله خپل اوج ته رسېدلې ده.

افغانستان لپاره د پخواني ولسمشر جورج د وخت سفير رونالډ اي نيومن وايي، اوباما ډېره هڅه وکړه، چې افغان جگړه پای ته ورسوي، «خو د گټې چانسونه يې له لاسه ورکړل. او د امريکايي ځواکونو اوسنی شمېر دومره کولای افغان حکومت له سقوطه وژغوري.»

افغانستان کې د طالبانو پرمختگونه، جگړې او چاودنې د جگړې لوری معلومولای شي، چې يا به د بوش او اوباما ورپاتې ميراث د خبرو له لارې حل کړي او يا به هم د طالبانو پر ضد نه ختمېدونکې جگړه پيل کړي، چې راتلونکي ولسمشر ته به دغه جگړه له خپل مالي او ځاني زيانونو سره په ميراث کې ورپاتې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون