امنيت سلايډ (فيچر)

اسلام اباد کابل سره د «سختو خبرو» لپاره تياری نيسي

نړۍنیوز ۲۴ جنوري ۲۰۱۷

پاکستان يو ځل بيا تياری کړی، چې راتلونکو اوونيو کې افغانستان سره «سختې خبرې» پيل کړي، په داسې حال کې د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه د افغان ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته روان دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې جنرال باجوه د ولسمشر غني بلنه منلې او دی به په «مناسب وخت» کې کابل سره د اړيکو ښو کولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د پاکستان پوځي سرچينې وايي، د جنرال باجوه د سفر «مناسب» وخت هغه دی، چې د امريکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تگلاره څرگنده کړي، خو جنرال باجوه له «يو څرگند پيغام» سره کابل ته روان دی او غواړي، افغان چارواکو ته ووايي، چې «د خپلو ناکاميو له امله پر پاکستان تورونه مه لگوئ.»

د پاکستان او افغانستان د اړيکو څارونکي تمه لري، جنرال باجوه به افغان چارواکو ته په «څرگنده ژبه» ووايي، چې پاکستان په هېڅ وخت کې د ترهگرۍ ملاتړ نه دی کړی او نه يې په خپل هېواد کې وسله‌والو ته خوندي ځايونه ورکړي دي. داسې هم ويل کېږي، چې پاکستانی پلاوی هغه «ثبوتونه» تیاروي، چې څرنگه په افغان حکومت کې يو شمېر کړۍ پاکستان کې د ترهگريزو فعاليتونو ملاتړ او سرپرستي کوي.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې لوی درستيز به افغانستان سره د سياسي ثبات او هلو ځلو په اړه هم پر خپله پاليسۍ بيا کتنه وکړي، چې د افغانستان روانو شخړو او گډوډيو ته څه ډول د پای ټکی کېښودل شي.

جنرال باجوه په داسې حال کې افغانستان ته «له يو څرگند» پيغام سره راځي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې له تېرې اوږدې مودې راهيسې خرابې دي، امريکا او افغان حکومت تور لگوي، چې د افغان حکومت وسله‌وال مخالفين پاکستان کې خوندي مرکزونه لري او له دغه ځايه پر افغانستان خپل بريدونه پلانوي.

تېره اوونۍ جنرال باجوه کابل، هلمند او کندهار کې له خونړيو بريدونو وروسته افغان ولسمشر سره د ټيليفوني اړيکې له لارې خپله غمرازي وښوده او افغان ولسمشر جنرال باجوه ته وويل، چې د دغو پېښو پلانوونکي پاکستان کې  ازاد گرځي.

ولسمشر غني ويلي و، چې دوی پاکستان سره د جدي خبرو غوښتونکي دي او نور بايد «دغه گونگ» وضعيت پای ته ورسيږي.

افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې تور لگوي، چې د طالبانو مشران او عام وسله‌وال په پاکستان کې ازاد ژوند کوي، له دغه ځايه افغانستان ته بريدگر او چاودېدونکي توکي رالېږي.

پاکستان تل دغه تورونه ردوي او جنرال باجوه ويلي و، چې د دغو تورونو پر ځای بايد دواړه هېوادونه يو بله سره په گډه همکاري وکړي؛ ځکه چې د دغو تورونو گټه دښمن ته رسيږي.

پاکستاني سرچينو د پاکستان چاپ انگريزي ورځپاڼې «ايکسپرېس ټريبيون» ته ويلي، پاکستان هم غواړي، چې افغانستان سره «جدي بحثونه» وکړي او د روانو ستونزو په اړه د دواړو هېوادونو اختلافي ټکي روښانه کړي.

په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر او نوي دفاع وزير جنرال جيمز ماټيز ويلي، چې طالبان ډېری بريدونه او چاودنې په پاکستان کې پلانوي او افغانستان تر ډېره «د پاکستان له قبايلي سيمو ناامنه کېږي.»

مارک ټونر ويلي و، په دې اړه دوی د افغان حکومت د تورونو ملاتړ کوي، چې پاکستان د افغانستان په سوله کې همکاري نه کوي او د دغه هېواد د ناامنيو ستر لامل د پاکستان قبايلي سيمې دي.

له دې وړاندې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان جنرال جان نيکلسون هم پاکستان «په دوه مخۍ» تورن کړی و.

جنرال نيکلسون ويلي و، پاکستان يو خوا د ترهگرۍ پر ضد جگړو کې د امريکا ملاتړ کوي، خو بل لور ته په دغه هېواد کې د ترهگرو خوندي مرکزونه فعال دي، چې د امريکا، افغانستان او هند امنيت لپاره گواښ دي.

د ناټو ځواکونو مشر قوماندان ويلي، دی گوري، چې طالبان، حقاني شبکه، القاعده، لشکر طيبه او نورې ډلې افغانستان کې په گډه هنديان او امريکايان او افغان ځواکونه په نښه کوي.

جنرال نيکلس انډين ايکسپريس هندي ورځپاڼې د جنرال نيکلسون له خولې ليکلي: « د امريکا دفاع وزارت له همدې امله کانگريس ته ويلي، پاکستان سره دې يوازې په هغه صورت کې مرستې وشي، چې کله په رښتينې معنا د حقاني شبکې پر ضد عمليات وکړي.»

جنرال نيکلسن وايي، پاکستان کې د حقاني شبکې پټنځايونه د دوی لپاره د اندېښنې وړ دي او په دې اړه يې له دفاع وزير اشټون کارټر سره هم خبره کړې، چې پر پاکستان فشارونه زيات کړي، تر څو د دغې ډلې پر ضد رښتيني عمليات وکړي.

پاکستان په تکراري توگه دغه تورونه رد کړي او وايي، چې دوی افغان سوله کې د زړه له تله مرستې ته ژمن دي.

تېره اوونۍ هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا په خپل اوونيز خبري کنفرانس کې د افغانستان تورونه بې بنسټه وبلل او زياته يې کړه، چې هېواد يې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړ کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون