امنيت سلايډ (فيچر)

د کونړ ځینې سیمې داعش ډلې ته پرېښودل کېږي (ځانگړی راپور)

نړۍ نیوز-۲۶جنوري۲۰۱۷

تر ننگرهار وروسته اوس داعش کونړ ته نفوذ کړی، هلته یې د مرکزونو جوړېدو اندیښنې اوج ته رسېدلې او باور دا دی چې دغه ډله خپلې اصلي موخې او نوي کمر بند جوړولو ته په نږدې کېدو ده.

کونړ کې سرچینې او قومي مشران وايي، داعش په یو شمېر هغو ولسوالیو کې چې له نورستان سره پوله لري فعالیت پيل کړی او ځینې سیمې ورته یا قصدا سپارل کیږي او یا یې هم حکومت مخه نه شي نیولی.

په کونړ ولایت کې یوې باوري سرچینې نړۍنیوز ته ویلي «د کونړ ځینې سیمې داعش ته پرېښودل کیږي او په امنیتي بنسټونو کې تازه داسې کسان کونړ ته راغلي چې د همدې کار لپاره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول زمینه‌سازي کوي».

سرچینه زیاتوي، د کونړ د چپې درې او نورستان د نورگرام تر منځ غرنیو سیمو کې داعش تازه د مرکزونو جوړول پیل کړي او بیا له هغه ځایه بدخشان ته ځي او په دې توگه به د ځان لپاره یو نوی کمر بند جوړ کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د داعش د دغه کمر بند موخه د منځنۍ اسیا د هېوادونو گواښل دي او په ننگرهار کې د دغې ډلې لومړنی ماموریت بشپړ شوی او د کونړ پیل دی، چې له کونړه به بیا نورستان او ورپسې بدخشان ته ولاړ شي.

د کونړ والي وحید الله کلیمزی په دغه ولایت کې د داعش حضور نه ردوي؛ خو زیاتوي چې په دغه ولایت کې درې سوه شاواخوا داعشیان «بې‌وسلې فعالیت کوي» او تر اوسه یوازې د جلب او جذب په پروسه اخته دي.

کلیمزي نړۍنیوز ته وویل، په کونړ کې فعال داعشیان په هغه کچه نه دي چې دوی اندیښمن کړي؛ خو پر وړاندې یې تدابیر شته او امنیتي ځواکونه یې د مهار توان لري.

د کونړ په سرکاڼو او چپه دره ولسوالۍ کې د جنوري له لومړۍ نېټې تر اوسه د سیمې خلکو لسگونه داعشیان په خپلو سیمو کې د تگ راتگ پر مهال لیدلي.

د کونړ یو قومي مشر نجیب الله وايي، هغه سل کورنۍ بهرني اتباع چې د پاکستاني کډوالو په نوم په سرکاڼو ولسوالۍ کې میشت شول، په کونړ کې د داعش د مرکز جوړولو لومړنی گام و، چې اوس دغه ډله د همدوی په مرسته مرکزونو جوړولو ته نږدې شوې ده.

د نوموړي په خبره د کونړ په ټولو سرحدي ولسوالیو کې د داعشیانو ډلې او جوپې خلکو لیدلې دي.

دی وايي، دغه پلان د امریکا او ملاتړ یې دی، او د افغان حکومت چارواکي یې یا مخه نه شي نیولی او یا هم ورسره همغږي دي.

د کونړ د سولې شورا رییس محمد اسعمیل منیب هم وايي، د کونړ، نورستان او بدخشان ترمنځ سیمو کې د دغې ډلې د مرکزونو جوړولو په اړه اندیښمن دی.

دی وايي، دغه ډله په کونړ کې حضور لري؛ خو په کونړ کې یې د ننگرهار په څېر فعالیت تر اوسه نه دی کړی.

د افغانستان د مخکني ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خرم څو میاشتې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې امریکا به ډير ژر له افغانستانه د ترهگرو د صادرولو لړۍ پيل کړي.

خرم همداراز ویلي و: «د ترهگرو د صادرولو لپاره یوه مناسب بستر ته اړتیا وه، چې د دغه بستر اوسنی نوم داعش دی او امریکا پرې د منځنۍ اسیا هېوادونه گواښي او مرکز ورته افغانستان جوړوي».

کونړ کې یوه بله امنیتي سرچینه بیا وايي، د داعش پلانونو کې د خاص کونړ او نورگل ولسوالیو ناامنه کول هم شامل دي، هغه ولسوالۍ چې جلال آباد او اسعداباد سره نښلوي.

دغې سرچینې نړۍنیوز ته وویل: «داعش به لومړی د کونړ د مرکز اسعداباد په مخ کې غرنۍ سیمې نیسي او بیا به ترې د اسعداباد او ورته غځېدلې لاره ناامنه کوي، حکومت به دلته بوخت ساتي او دوی به په ډاډه زړه د بدخشان او نورستان په پولو کې مرکزونه جوړ کړي.»

کابل کې سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک وايي، ننگرهار، کونړ، نورستان او بدخشان د داعش موخې دي او په تدریجي ډول به په کې ځان ته خوندي سیمې پيدا کوي.

ښاغلي ځواک نړۍنیوز ته وویل: «د داعش د لوبې تر شا امریکايي لاسونو ته په کتو دغه ډلې همداسې سرحدي سیمو ته اړتیا لري، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې وي».

د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا وايي، چې دوی په داعش ځپنه کې «جدي» دي او هیڅ ځای به هغوی ته د مرکز جوړولو او فعالیت فرصت ورنه کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نړۍنیوز ته وویل: «افغان ځمکني او هوايي ځواکونه په هر ځای کې د داعش مرکزونه په نښه کوي او هغوی وژني».

د وزیري په وینا افغان ځواکونه به داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د هېواد په کومه برخه کې مرکز جوړ کړي.

په لومړیو کې په هلمند او زابل کې هم د داعش غړو د حضور خبرونه خپاره شول؛ خو اوس دغه حضور یوازې تر ختیځو ولایتونو محدود شوی ښکاري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون