سلايډ (فيچر) کورنۍ

د سولې عالي شورا برخلیک

پیر سید احمد ګیلاني

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

تېره اوونۍ (د جنورۍ ۲۱مه، ۲۰۱۷ کال) د افغانستان د محاذ ملي ګوند او د سولې عالي شورا مشر پير سید احمد ګیلاني د زړه د ناروغۍ له کبله د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې د ۸۴ کلنۍ په عمر کې ومړ.

په وروستیو اوو کلونو کې دا دريم ځل دی، چې د سولې عالي شورا بې‌مشره پاتې کېږي. په دغو تېرو کلونو کې یوازې په روان لمريز کال کې د حزب اسلامي (حکمتیار) ګوند او افغان حکومت ترمنځ د سولې له هوکړه‌لیک پرته، د سولې په بهیر کې د سولې عالي شورا رول خورا بې‌اغېزې و.

دا چې د پیر سید احمد ګیلاني تر مشرۍ لاندې د سولې عالي شورا د سولې به بهیر کې څه رول ولوباوه، د سولې هڅو ارزونه څه ده، د حزب اسلامي-افغان حکومت ترمنځ د سولې برخلیک څه دی او د سولې عالي شورا راتلونکی به څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

د سولې عالي شورا ارزونه

د سولې د عالي شورا پر جوړېدو اووم کال اوړي؛ خو که د سولې په بهیر کې یې رول وارزوو نو جوته به شي، چې تراوسه یې هڅې په دریو برخو کې راټولېدای شي:

  1. دغې شورا د دولت د وسله‌والو مخالفینو/سرګروپانو/قوماندانانو په نوم یو شمېر خلک د سولې له پروسې سره یوځای کړي دي؛
  2. د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې محدودې لاسته راوړنې لري؛
  3. له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې په تړون کې يې رول لوبولی دی.

لومړی؛ د رسمي ارقامو له مخې د سولې عالي شورا، له ۲۰۱۰ کال څخه د ۲۰۱۵ کال تر دریمې ربعې پورې (له ۱۳۸۸-۱۳۸۹ کال څخه د ۱۳۹۴ کال تر سنبلې پورې) تقریباً ۱۰۵۷۸ تنه وسله‌وال، د سولې له پروسې سره یوځای کړل چې ۹۸۸ تنه پکې ډلمشران وو او شاوخوا ۸۱۰۱ میله درنې او سپکې وسلې هم حکومت ته وسپارل شوې. دا ارقام یوازې رسمي دي او کومې بلې خپلواکې ادارې دا ارقام نه دي تاييد کړي. له همدې ځایه ده، چې یو شمېر خلک د سولې پر عالي شورا نیوکې کوي، چې آیا په ریښتیا هم همدومره سرګروپان یا د دولت وسله‌وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شوي او که له دغې پروسې سره سیاسي چلند شوی او چارواکو په خپلو ملاتړ کوونکو د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو پیسې وېشلې دي؟

دویم؛ که څه هم د سولې عالي شورا تراوسه پر دې نه ده توانېدلې، چې د طالبانو مشران د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي؛ خو په دې وروستیو کې يې د ارومچي او مري په خبرو اترو کې د افغان حکومت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره یوځای له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې. دغه خبرې اترې تر ډېره د سولې عالي شورا د کوم ابتکار پایله نه وه او نه هم دغو دوو ناستو کومه ګټوره پایله درلوده.

د پير سيد احمد ګيلاني تر مشرۍ لاندې

د سولې عالي شورا لومړنی مشر استاد برهان الدین رباني و، چې د هغه له مړینې وروسته يې زوی صلاح الدين رباني د دغې شورا مشر وټاکل شو. کله د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته صلاح الدین رباني د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، نو د سولې عالي شورا تر یوه کال پورې بې‌مشره پاتې شوه او بالاخره د ۱۳۹۴ کال د حوت پر ۲مه نېټه، چې په همدغه مهال د سولې څلور اړخیزې خبرې اترې هم پیل شوې، د ملي یووالي حکومت له‌خوا د دغې شورا مشر پخوانی جهادي مشر پير سید احمد ګیلاني اعلان شو.

د سولې عالي شورا د مشرۍ لپاره د پیر سید احمد ګیلاني په څېر شخصیت، چې په جهاد کې یې هم رول لوبولی و، منځلاری و، په کورنۍ جګړه کې دخیل نه و، له طالبانو سره یې د دښمنۍ ریښې نه درلودې، بلکې پر هغوی یې د طریقت له ‌لارې لږې اغېزې هم درلودې او د ملا محمد عمر پر مړینه یې هم غمرازي ښودلې وه، مناسب شخص و. همدا هغه ځانګړتیاوې وې، چې د سولې عالي شورا د مشرۍ لپاره اړینې وې؛ خو له بده مرغه د پیر سید احمد ګیلاني لوړ عمر او ناروغي بیا هغه څه وو، چې تر څه حده یې د نوموړي په کارونو کې خنډ اچولی و او له همدې کبله ځينې مهال د سولې عالي شورا ورځنۍ چارې د هغه زوی سيد حامد ګيلاني سمبالولې.

د سولې عالي شورا د مشر په توګه د پير سید احمد ګیلاني له اعلانېدو وروسته، د افغان حکومت او حزب اسلامي (حکمتیار) ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوې. د دغو خبرو په بریالیتوب کې د افغان حکومت له‌خوا د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او د سولې عالي شورا مشر پير سید احمد ګیلاني ارزښتناک رول ولوباوه. له همدې امله، کله چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې افغان ولسمشر اشرف غني له حزب اسلامي سره د سولې پر هوکړه‌لیک لاسلیک کاوه، نو د حزب اسلامي پلاوي په ځانګړي ډول له ولسمشر، حنیف اتمر او پیر سید احمد ګیلاني څخه مننه وکړه. 

د حزب اسلامي-افغان حکومت د سولې برخلیک

د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له هوکړه‌لیک څخه د پیر سید احمد ګیلاني قوي ملاتړ موجود و. اوس د حزب او افغان دولت ترمنځ د سولې تړون د قوي ملاتړي له مړینې وروسته، د دغه تړون د پلي کېدو په تړاو د ځینو په زړونو کې بې‌باورۍ زیاتې شوې دي او دا په داسې حال کې ده، چې که څه هم پر دغه تړون څو میاشتې اوړي؛ خو لا هم د افغان حکومت له‌خوا د سولې تړون یوه ماده هم نه ده پلې شوې.

که څه هم په دې وروستیو کې او په تېره بیا د پیر سید احمد ګیلاني له مړینې وروسته افغان حکومت څو ځله له حزب اسلامي سره د سولې تړون په اړه څرګندونې وکړې، چې ډېر ژر به دغه تړون عملي شي، دوی ورته ژمن دي او د تړون یوه ماده به هم بدلون ونه مومي؛ خو تراوسه د دغه تړون درې لویې مادې، چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حکمتیار د نوم ایستل، له زندانونو څخه د حزب اسلامي د بندیانو ازادول او د حزب اسلامي د کډوالو لپاره پنډغالی جوړول دي، يوه هم نه ده عملي شوې. البته په یو شمېر برخو کې د بهرنیانو او يو شمېر افغان اړخونو له‌خوا خنډونه هم ورته جوړېږي. په دې منځ کې د حزب اسلامي اړوند هغه ۱۰۰ بندیان، چې دوسیې یې له لویې څارنوالۍ څخه خلاصې دي، اوس هم په زندان کې دي او د دوی د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي شوي. 

د سولې عالي شورا راتلونکی

د پیر سید احمد ګیلاني له مړینې وروسته په خپله د سولې عالي شورا راتلونکی په دریو ډګرونو کې تر پوښتنې لاندې راځي:

  • د سولې عالي شورا پراخ لګښتونه؛
  • د سولې په بهیر کې يې کمه ونډه؛
  • د پیر سید احمد ګیلاني ځایناستی موندل.

لومړی؛ دا چې د سولې پر عالي شورا څومره لګښتونه راغلي او تراوسه یې څومره پیسې لګولې، په تړاو یې دقیق ارقام نشته؛ خو بیا هم د یو شمېر ادارو او سرچینو د معلوماتو له مخې، دغې شورا له ۸۷۲ ملیون ډالره څخه زیات د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو او سوله‌ییز ژوند ته د راستنېدلو پر پروګرام لګولي دي.

دویم؛ د سولې په بهیر کې د سولې عالي شورا کمه ونډه او د افغان حکومتونو له‌خوا د سولې په بهیر کې د ملي امنیت شورا او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو ته ارزښت ورکول هغه د بحث وړ موضوع ده، چې آیا د همدې چارې او د شورا پراخو لګښتونو ته په کتلو سره افغان حکومت نور د سولې عالي شورا ته اړتیا لري او کنه؟ نظر دا دی، چې حکومت بايد د سولې پر اجنډا يو بنسټيز غور وکړي او د سولې عالي شورا تېر رول ته په کتلو سره، که هر څومره اغېزناک شخص هم د دې شورا د مشرۍ لپاره غوره شي، دا شورا د منځګړي رول نه شي لوبولی او مطلوبې پايلې ته به ونه رسېږي.

درېیم؛ که چېرې افغان حکومت بیا هم د سولې عالي شورا پر رول ټينګار کوي، نو بیا د پیر ګیلاني له مړینې وروسته د دغې شورا مشر یو داسې کس ټاکل چې د نوموړي ځانګړتیاوو ته نږدې وي، ننګونکې خبره ده. له همدې امله د پير سيد احمد ګيلاني له مړينې وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ولسمشر هڅه کوي، د پير سيد احمد ګيلاني زوی سيد حامد ګيلاني د سولې عالي شورا مشر وټاکي، کټ مټ کوم څه چې د استاد رباني له مړينې وروسته شوي وو. په بل اړخ کې بيا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپله لیکنه کې په دې تړاو ويلي وو، چې په لومړيو کې ملي وحدت حکومت غوښتل، چې د سولې عالي شورا مشر یونس قانوني وټاکي؛ خو یونس قانوني بیا د سولې عالي شورا لږ امتیاز ته چمتو نه و. له همدې کبله داسې وېره شته، چې دا ځل به هم افغان حکومت د سولې عالي شورا له مشرۍ څخه د سیاسي رشوت په توګه کار واخلي.

[1]  د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون