سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د فليپين ولسمشر بارک اوباما «حرمونی» وباله

د فلپین ولسمشر بارک اوباما ښکنځلی

نړۍ نیوز – ۶ سپټمبر ۲۰۱۶

 تمه وه چې د سویل ختیزې اسیا هېوادونو ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې ولسمشر بارک اوباما له خپل متحد، د فلپین له ولسمشر روډريگو ډيوټريټ سره وگوري. خو د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند وايي، چې دا ليدنه د فليپيني ولسمشر له لوري د امريکا ولسمشر ته د «حرموني» ناوړه لفظ کارولو له امله منسوخه شوې ده.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر اوباما به خپل فليپيني سيال سره د نشه‌يي توکو د سوداگرۍ او دغه هېواد کې د زرګونه کسانو د بې محکمې وژنو په اړه خبرې وکړي.

روډريگو ويلي وه، که اوباما د نشه‌يي توکو او د بې محکمې د وژنو په موضوع د خبرو جرئت وکړ، نو «زه به دغه د بازراي ښځې زوی په ښکنځلو له غونډې وباسم.»

فليپيني ولسمشر د بهرنيو هېوادونو د مشرانو پر ضد په سپکو او ترخو خبرو مشهور دی، څه موده وړاندې يې د عيسویانو د پاپ په اړه ناوړه الفاظ کارولي وه. تېر جون کې، چې روډريگو ډيوټريټ ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلی، تر اوسه يې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور ۲۴۰۰ تنه وژلي دي.

فليپيني ولسمشر خپل امريکايي سيال ته وايي: «ته بايد د نورو خلکو درناوی وکړې، داسې مه کوه، چې ته خپلې پوښتنې او ويناوې کوې، ته څوک يې، چې زما مخې ته راځې؟ د بازاري ښځې زويه، که زما د هېواد په اړه دې داسې څرگندونې وکړې، زه به دې چاره در وکړم او په ښکنځلو به دې له غونډې وباسم.»

نوموړي دا څرگندونې د سويلي اسيا لسو هېوادونو په غونډه کې د گډون لپاره لاوس  هېواد ته له روانېدو وړاندې هوايي ډگر کې رسنيو ته وکړې.

ټاکل شوې وه، چې د لاوس په پلازمېنه وينټيان کې د اسيا د لسو هېوادونو د سرمشريزې په ترڅ کې به باراک اوباما د خپل فليپيني سيال تر څنگ د يو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره وگوري.

وړمه ورځ د چين هانزو ايالت کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې پر مهال ولسمشر بارک اوباما ويلي وه، چې واشنگټن لپاره تر ټولو ستر گواښ فليپين کې د نشه‌يي توکو سوداگري او د فليپپني حکومت له لوري د نشه‌يي توکو د سوداگرو په نوم د زرگونو کسانو د وژلو قضيه ده.

د فليپيني ولسمشر له لوري د خپل امريکايي سيال په اړه د ناوړه ژبې له کارولو وروسته د امريکا د ملي امنيت شورا وياند نېډ پرايس فليپيني ولسمشر سره د کتنې د منسوخېدو له اعلان وروسته وويل، چې بارک اوباما به نن د سويلي کوريا له ولسمشر پارک جيون هي سره وگوري.

د نېډ پرايس په وينا د دواړو مشرانو د خبرو موضوع به د شمالي کوريا د تازه کارول شوو توغنديو په اړه وي.

دا لومړی ځل دی، چې د ويټنام له جگړې وروسته برحاله امريکايي ولسمشر لاوس ته ځي.

سپينه ماڼۍ وايي، چې امريکايي ولسمشر به د سويلي اسيا هېوادونو په سرمشريزه کې اسيايي هېوادونو سره په اقتصادي او امنيتي چارو کې د امریکا د مرستو او اړيکو د پراختيا په اړه وينا وکړي.

بارک اوباما چين کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په درې ورځنۍ سرمشريزه کې له گډون وروسته تېره شپه ناوخته لاوس ته ورسېد.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون