سلايډ (فيچر) نظر

د گوانتانامو زندان تړلو کې اوباما خپله ژمنه پوره کړه؟

ولسمشر اوباما د ۲۰۰۸ په ولسمشریزو ټاکنو کې د گوانتانامو زندان تړلو ژمنه کړې وه

احمد حسين آدم – سياستوال او د نړيوالو حقوقو پوه

«د ابو غريب زندان په تيارو کوټو او د گوانتانامو زندان په کپسونو کې امريکا خپل ډېر مهم ارزښتونه له لاسه ورکړل». دا د ځوان سناتور او هارورډ پوهنتون کې د اساسي قانون د حقوقو د استاد، باراک اوباما هغه خبرې وې، چې د ديموکرات گوند له لورې د نوماندۍ پر مهال يې کړې وې.

همدا زړورې څرگندونې وې چې اوباما يې د ۲۰۰۷م کال د پسرلي په ټاکنيز کمپاين کې له خپلو دوو وتليو او مخکښو سياسي رقيبانو، جان مککېن او هېلري کلنټن څخه مخکې کړ.

د اوباما دغه څرگندونې، چې د امريکا دننه او بهر خورې شوې، خلکو ته يې هيله ورکړه چې بالآخره په امريکايي سياستوالو کې داسې څوک پيدا شو، چې امريکايي ټولنه به د سياسي اکتساب او

د مقالې لیکوال
د مقالې لیکوال

د وېرې او کرکې له کړکېچونو څخه چې د سپټمبر يوولسمې له پېښو وروسته د جورج بش په دوره کې رامنځ ته شوې وې، آزاده کړي.

د اوباما د کمپاين په اوج کې، چې د هيلې په نامه يادېده، هغه ژمنه وکړه چې د امريکا «روح او اخلاقي لوړتیا» به راگرځوي. له همدې امله د هغه ستره ژمنه: د بدنام گوانتانامو زندان بندول وو، چې اوباما څو ځلې «د امريکا او ديموکراسۍ پر تندي د شرم نښه» بللې وه.

د ژمنې پوره کولو اجرائات

د خپلې کمپايني ژمنې د پوره کولو له پاره، د ۲۰۰۷م کال د جنوري په ۲۲مه، يعنې سپېنې ماڼۍ ته له ننوتلو دوه ورځې وروسته، ولسمشر باراک اوباما درې مهم اجرايي حکمونه صادر کړل، چې له دغو حکمونو د نوي ولسمشر د واکمنۍ فلسفه او طريقه ښکارېده.

لومړی اجرايي حکم، په يوه کال کې د گوانتانامو زندان د تړلو په اړه و. دويم حکم په امريکايي زندانو کې د کړونې او ځورونې د مخنيوي په اړه و. درېيم اجرايي حکم، په امريکا کې د توقيف او زنداني کولو پالېسيو کې د بياکتنې په اړه د يوه کميسيون جوړولو په اړه و.

دې کې شک نه شته، چې دغه اجرايي امرونه د امريکايانو له لورې ښه استقبال شول. له دې ښکاره شوه چې اوباما په جدي توگه په ديموکراتانو او لېبرالانو کې خپلو ملاتړو ته پيغام ورکړ، چې د ده تر مشرۍ لاندې امريکا د جورج بش له واکمنۍ سره پرېکون رامنځ ته کړی او له دې وروسته به نړۍ د داسې امريکا شاهده وي چې نړيوال قانون مني او د متمدنو انساني ارزښتونو درانوی کوي.

د پرشاتگ اصلي لاملونه

د اوباما د اعلان شويو دريځونو له مخې، هېچا شک ونه کړ چې اوباما د گوانتانامو زندان، چې د نړيوال قانون ډېری پوهان او د بشري حقونو نړيوالې موسسې يې پر غيرقانوني توب موافق دي، په بندولو کې مخلص دی. پوهان وايي چې گوانتانامو زندان د نړيوال قانون د اصولو له مخې، په ځانگړې توگه د بشرپال قانون چې په ۱۹۴۹م کې څلورو جنيوا تړونو او ورسره په ۱۹۷۷م کې د اضافي پروټوکولونو کې رامنځ ته شوی، له مخې غير قانوني دی.

نو ولې اوباما تر اوسه پورې د گوانتانامو زندان د بندولو له وعدې په شا شوی؟ اصلي لاملونه يې څه دي؟ دې کې شک نه شته چې ځينې لاملونه ښکاره دي او هغه قانوني، سياسي، امنيتي او بيوروکراتيکي دي چې د زندان په بندولو کې د اوباما ناکامۍ ته دلیل ښکاره کېږي. د مثال په توگه، د ولسمشر اوباما اړيکو او فعاليتونو کې کانگرېس اساسي ملامتوونکی بلل کېږي.

هېڅوک له دې انکار نه شي کولای چې د گوانتانامو د بندولو په اړه د اوباما د هڅو مخنيوي کې کانگرېس مهم رول لوبولی. دغه راز نور لاملونه هم کم نه دي. خو موږ په دې ناکامۍ کې ولسمشر اوباما ملامتوو، ځکه هغه د خپلې واکمنۍ په تېرو اتو کلونو کې دغه کار ونه شوای کولای.

دا څرگنده شوه چې ولسمشرۍ ته د کانديد اوباما او د هغه اوباما ترمنځ، چې لومړيتوبونه يې يوه پرگماتيک سياسي ولسمشر ته ورته دي چې د شخصي گټو لاسته راوړنې له پاره هڅې کوي، ډېر فرق شته. د دې ترڅنگ، د اوباما تگلاره او متردد شخصيت هم له هغو مهمو لاملونو څخه دي چې تر اوسه يې د هغه د کمپايني وعدې په نه ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی.

د مشرۍ د ځانگړي طبيعت له مخې، اوباما د گوانتانامو زندان د بندولو په اړه د خپلې وعدې په پوره کولو کې د کانگرېس هوکړه او مرسته وغوښته. په داسې حال کې چې اوباما پوهېده چې دا کار څومره ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانگړې توگه هغه مهال دا هيله ناممکن شوه چې ديموکراتانو په کانگرېس کې اکثريت ترلاسه کړ. دغه راز، په کانگرېس کې د هغو استازو په خوا کې درېدل چې نه يې غوښتل د حساسو مسايلو په څېړلو کې خپل سياسي دريځ کمزوری کړي، د اوباما د دغې وعدې پوره کول بيخي ستونزمن کړل.

پر دې اساس، هغه کسان چې د گوانتانامو د بندولو موضوع يې څارله، حيرانوونکې نتيجې ته رسېدلي دي او هغه دا، چې د گوانتانامو زندان د بندولو وعده د سياسي لوبو ښکار شوې. اوباما، لکه څنگه چې يې د ټاکنو پر مهال وعده کړې وه، د گوانتانامو بندول نور له خپلو اولويتونو نه گڼل. بلکې هغه د وړيا روغتيا په څېر ځينو داخلي اولويتونو کې بوخت شو. د سپينې ماڼۍ ستر چارواکي، ايمانول رام اوباما ته ويلي وو چې «ولې خپل سياسي سهم د گوانتانامو زندان د بندولو په دوسيه کې ضايع کړو. دا د امريکايانو لومړيتوب نه دی. وړيا روغتيايي څارنه د امريکايانو اصلي اندېښنه ده. تاريخ به مو د لومړي امريکايي ولسمشر، چې دا يې ترلاسه کړی، په نامه وساتي».

پر دې اساس، اوباما د نورو دوسيو څارل او نورو لاسته راوړنو ته پاملرنه کوله، له همدې امله جان مککېن ويلي وو چې د اوباما اداره د گوانتانامو تړلو کې جدي نه ده. هغه وايي: «زه د اوباما له ادارې سره د گوانتانامو بندولو کې موافق يم، او څو وارې مې ترې غوښتنه وکړه چې کانگرېس ته د گوانتانامو د بندولو منظم وړانديز مخکې کړي، خو دا کار يې ونه کړ».

لکه څنگه چې پورته مو وويل، د گوانتانامو د بندولو د هڅو په مخنيوي کې د کانگرېس رول –چې جمهوري غوښتونکي پر واکمن دي- کم نه دی. له همدې ځايه د امريکا د دوو فلسفو او دوو طريقو فرقونه ښکاره کېږي. اوباما او چپي-لېبرالي ملاتړي يې د گوانتانامو په شتون د اخلاقي کمزورۍ احساس کوي؛ مگر جمهوري غوښتونکي –په ځانگړې توگه نوي محافظه کاران چې د بش پر ادارې واکمن وو- د دغه زندان شتون مشروع بولي، تر څو د امريکا امن خوندي وساتي. دوی د همدې له پاره گوانتانامو زندان د امريکا له خاورې لرې جوړ کړ، تر څو د امريکا محکمې پر دغو بنديانو حکمونه صادر نه کړي.

له همدې امله، جمهوري غوښتونکو په کانگرېس کې له خپل اکثريت څخه کار واخيست او د اوباما د گوانتانامو د بندولو هڅې يې ناکامې کړې. د مثال په توگه، دوی داسې قانون رامنځ ته کړ چې امريکا ته د گوانتانامو د زندانيانو د انتقال لگښت ورنه کړل شو. سره له دې چې کانگرېس د گوانتانامو د بندېدو مخه ونيوله، خو اوباما يې د زندانيانو شمېر راکم کړ. د اوباما د مشرۍ د پيل پر مهال يې شمېر ۲۴۲ تنو ته رسېده او اوس ترې ۱۷۷ کسان وېستل شوي دي.

په گوانتانامو کې لا هم ۶۱ زندانيان شته. د دوی قانوني حالت فرق کوي. ځينې داسې دي چې تر لسو کالو په ډېر بند محکوم دي، ځينې محاکمې ته منتظر دي، ځينې نور بيا له محاکمې پرته تر نامعلوم وخته ځکه بنديان دي، چې د دوی له نظره د امريکا ملي امنيت له گواښ سره مخ کوي. د دوی شمېر ۳۱ کسانو ته رسېږي. ځينې نور چې شمېر يې شلو ته رسېږي، یا به آزادېږي او يا به نورو هېوادونو ته تسليمېږي.

ځينې اساسي پوښتنې لا هم شته. هغه دا دي: اوباما به له پاتې زندانيانو سره څه ډول معامله کوي؟ اوباما به کانگرېس ننگوي او امريکا ته د دوی د انتقال اجرايي حکم به صادروي؟ د زندان نهايي بندېدل څه معنا؟ پاتې بنديان به د امريکا په محکمو کې محاکمه کېږي؟

وروستی چانس

پرېکړه د اوباما لاس کې ده، خو پاتې موده کې به يې وکړي؟

لا هم اوباما د گوانتانامو د بندولو په اړه په خپلې وعدې د وفا چانس لري. د امريکايي اساسي قانون له مخې پرېکړه کانگرېس نه، د امريکا ولسمشر کولای شي، خو هغه د خپلې وعدې د پوره کولو له پاره سياسي هوکړې ته اړتيا لري.

په واشنگټن پوسټ ورځپاڼه کې جورج کرېگ، په ۲۰۰۹م کې د سپينې ماڼۍ حقوقي مشاور او کليف سلون، په ۲۰۱۳-۲۰۱۴م کې د گوانتانامو د بندولو په اړه د اوباما ځانگړي استازي په خپله مقاله کې چې سرليک يې «ولسمشر د گوانتانامو بندولو کې کانگرېس ته اړتيا نه لري» و، ليکي چې د کانگرېس هغه پرېکړه چې امريکا ته يې د گوانتانامو د زندانيانو د لېږلو مخه نيولې وه، له اساسي قانون سره همغږې نه ده.

دغو دواړه په خپله مقاله کې ليکلي وو چې «د امريکا د اساسي قانون د دويمې مادې له مخې، يوازې د امريکا ولسمشر د دوښمنو پوځيانو د زندان په اړه پرېکړه کولای شي».

د دې له مخې، د امريکا ولسمشر به د دوښمنو پوځيانو په اړه –له اساسي قانون سره سم- داسې پرېکړه وکړي چې د امريکا خاورې ته يې انتقال کړي، هلته يې محاکمه کړي او په پای کې د گوانتانامو زندان د تل له پاره بند کړي؟ کېدای شي په دې اړه د جو بايډن څرگندونې هيله منې وبولو؟ هغه ويلي وو چې د ۲۰۱۷م کال د جنوري په شلمه نېټه –يعنې د اوباما د ادارې تر ختمېدو مخکې- به گوانتانامو زندان وتړل شي.

داسې ښکاري چې د امريکا مرستيال ولسمشر د معلوماتو له مخې غږېږي. له همدې امله، داسې ښکاري چې اوباما به گوانتانامو زندان وتړي، خو پوښتنه دا ده، چې څنگه او په څه سناريو؟ په داسې شکل به وي چې له نړيوال قانون سره سم وي؟

گورو به چې اوباما به مخکې تر دې چې له ولسمشرۍ لرې شي په خپلې وعدې به وفا وکړي، تر څو خلک ومني چې ټاکنيزو وعدو باندې –چې ډېری مهال د سیاسي استهلاک له پاره وي- وفا کېدای شي او ورکه رښتينولي بيا ژوندۍ کېدای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون