سلايډ (فيچر) سيمه ييزې او عربي

کندهار کې د متحده عربي اماراتو ډيپلوماټان چا ووژل؟/ احمد رشید

احمد رشید، پاکستانی خبریال

نړۍ نیوز-۰۸فبروري۲۰۱۷

فاينانشل ټايمز ورځپاڼې د کندهار خونړي بريد په اړه د امريکامېشتي پاکستاني ليکوال احمد رشيد ليکنه خپره کړې او په دې اړه يې د افغان حکومت هغه اندېښنې او پوښتنې څېړلي، چې د دغه بريد ترشا د چا لاس و.

په دغه بريد کې د اووو افغان چارواکو په گډون د متحده عربي اماراتو پنځه ډيپلوماټان هم وژل شوي وو، د کندهار والي همايون عزيزي او افغانستان کې د اماراتو سفير جمعة العکبي په گډون څوارلس کسان يې ټپيان کړي وو.

احمد رشید لیکي، د افغانستان په ۳۹ کلنه جگړه کې نژدې هره ورځ افغانانو او بهرنيانو ته مرگ ژوبله اوړي، خو دا لومړی ځل دی، چې په دغه جگړه کې د متحده عربي اماراتو ډيپلوماټان په بمي چاودنه کې په نښه کېږي. متحده عربي امارات له پخوا طالبانو سره ښې اړيکې لري، خو په ورته وخت کې د کابل حکومت د لومړۍ درجې مرستندویه هم دی.

ورځپاڼه زياتوي، چې چاودېدونکي توکي د والي د مېلمستون په کوچونو کې ځای پر ځای شوي وو او د افغانستان په تاريخ کې دا د خپلې نمونې لومړنۍ چاودنه وه.

ليکوال د افغان چارواکو او اماراتي ډيپلوماټانو له خولې ليکلي، چاودېدونکي توکي په درې ځايونو کې ځای پر ځای شوي وو، چې درې واړه يو په بل پسې وچاودېدل. په دغه بريد کې د مېلمستون د ناستو کسانو سربېره د ژغورونکې ډلې ځينې کسان هم ووژل شول. دغه چاودېدونکي توکي څو ورځې وړاندې ځای پر ځای شوي وو، خو تراوسه هم نه ده روښانه، چې دا توکي کله او څنگه ځای پر ځای شوي وو.

ليکوال وايي، د متحده عربي اماراتو ترهگرۍ ضد ځواک څېړنې کوي، چې د دغه بريد موخه د اماراتو ډيپلوماټان، د کندهار والي او که د طالبانو تر ټولو ستر دښمن د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق و؟

احمد رشيد وايي، دا بريد په داسې پرمختللې طريقه پلان شوی و، چې د طالبانو له توان او سويې پورته بريښي. دغه ډول پرمختللې ټکنالوژي القاعده يا له القاعدې پورې تړلې ډلې لري.

د ورځپاڼې په وينا، ځينې افغان چارواکي فکر کوي، د دغه بريد تر شا د ايران لاس دی، چې د متحده عربي اماراتو دښمن او سيال بلل کېږي.

احمد رشيد وايي، چې ډېری اماراتي ځوانان لا هم نه دي خبر، چې هېواد يې ۱۹۹۶ کې له يو شمېر نورو خليجي هېوادونو سره د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی و. د اماراتو چارواکو خپل هېواد کې د طالبانو له فعاليتونو او پيسو ټولو سترگې پټولې او پاکستان کې د خيريه ټولنو له لارې طالبانو د عربي هېوادونو ډېرې مالي مرستې ترلاسه کړي دي.

رشيد زياتوي، چې ۲۰۰۱ کې د سپټمبر له پېښې وروسته د طالبانو او اماراتو اړيکې خړې شوې، خپل هېواد کې يې د طالبانو يو شمېر غړي هم ونيول او د دوی د فعاليتونو ټينگه څارنه يې پيل کړه. پر افغانستان د امريکايي ايتلاف د بريد پر مهال يې خپل ځواکونه او جنگي وسايل هم افغانستان ته د طالبانو پر ضد ولېږل او د دې تر څنگ متحده عربي اماراتو په افغانستان کې بشري مرستو او د بيا رغونې چارو کې پراخه ونډه اخيسته، چې  دغه وخت کې د کندهار پېښه رامنځته شوه.

داسې باورونه شته، چې د کندهار برید کې طالبانو ځکه لاس لرل رد کړي، چې د ډېری طالب مشرانو پانګې په دوبۍ کې دي. پر دې سربېره د طالبانو ډېر سیاسي فعالیتونه په دغه هېواد کې ترسره کېږي.

احمد رشيد وايي: « متحده عربي امارات په خپل بهرني سياست له سره غور کوي. سره له دې، چې امارات له پاکستان سره نژدې اړيکې لري، خو هڅه کوي، چې د پاکستان له سيال هند سره نژدې شي. د جنوري په ۲۶مه، د اماراتو ولي عهد شيخ محمد بن زايد ته د يو سينمايي ستوري په څېر هرکلی وويل شو او د ډيموکراسۍ د کلنۍ نمانځغونډې مشر مېلمه هم د اماراتو ولي عهد و.»

ليکوال د اماراتي چارواکو له خولې وايي، چې هېواد يې هند سره د ترهگرو ډلو په اړه سټراټيژيک بحثونه پيل کړي او خليجي هېوادونو کې د امريکا د سياست له امله له روسيې او ترکيې سره د نژدې کېدو هڅې کوي.

ورځپاڼه وايي، لويديځو هېوادونو له اماراتو غوښتي، چې خپل مالي نظام د ټينگولو لپاره خپلې هڅې نورې هم گړندۍ کړي، د نشه‌يي توکو پر ضد خپل ځواکونه نور هم فعال کړي او چارواکي وايي، چې دوی دغې برخې ته جدي پاملرنه کوي.

د مقالې په پای راغلي: « له دې پرته، چې د کندهار بريد چا کړی، امارات کولای شي، چې د ترهگرۍ او سخت دريځۍ پر ضد پراخ گامونه پورته کړي او دغه ډلې بايد نور په اماراتو کې خپلې پانگې راټولې نه کړي.»

ليکوال په خپله مقاله کې يوازې د بريد بهرني اړخ ته اشاره کړې او د حکومتي کړيو او افغان کارپوهانو له هغو اندېښنو او څرگندونو يې سترگې پټې کړي، چې دغه بريد يې د داخلي اختلافاتو لامل بللی دی.

يو شمېر افغان څارونکو او طالبانو په څرگندو ټکو ويلي، چې دغه بريد د والي همايون عزيزي او امنيه قوماندان جنرال رازق د داخلي اختلافاتو له امله رامنځته شوی دی.

امريکا مېشتی افغان ژورنالېست خالد هادي وايي، جنرال رازق له پخوا په دې لټه کې و، چې والي بې واکه کړي، خو چې په خپلو هڅو کې ناکامه شو، د دغه ډول خونړي پلان له مخې يې د والي د گوښه کولو هڅه وکړه.

خالد هادي وايي، که دا پېښه د طالبانو کار وای، نو بايد لومړی يې جنرال رازق په نښه کړی وای او زياتوي، چې رازق ولې له پېښې درې دقيقې وړاندې له مېلمستونه ووت.

ولسمشر اشرف غني د کندهار پېښې څېړلو لپاره د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د ولسمشر د سلاکار داوود گلزار په مشرۍ دوه جلا جلا کميسيونونه ټاکلي، خو تراوسه يې د پايلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون