سلايډ (فيچر) سوله

د ننگرهار په ناامنو سيمو کې طالبان د ښوونځيو څارنه کوي

نړۍ نیوز-۱۰ فبروري ۲۰۱۷

د ننگرهار په لرې پرتو ولسواليو او د حکومت له ولکې بهر سيمو کې د هلکانو او نجونو د ښوونځيو څارنه وسله‌وال طالبان کوي او د ښوونکو د حاضرۍ سربېره د ادري چارو او زده‌کوونکو فعاليتونه په خپله څاري.

د ننگرهار قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو رسنيو ته ويلي، چې په خوږياڼو، شېرزادو، حصارک، سره رود او ځينو نورو ولسواليو کې طالبان د ښوونځيو څارنه کوي.

د ننگرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې طالبان په خوږياڼو، حصارک، شېرزادو، پچير اگام او يو شمېر نورو ولسواليو کې ښوونځيو کې د زده‌کوونکو او ښوونکو حاضري او ښوونيز نظام څاري او په دې اړه هر ډول مرستې کوي.

د خوږياڼو د کوز بيار اوسېدونکي مطيع الله خان نړۍنيوز ته وويل، چې طالبان د ښوونځيو د څار لپاره د تعليم او تربيې کميسيون لري او د دغه کميسيون استازي په هره ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ښوونځي څاري او د ښوونيز نظام د ښه فعاليت لپاره ورسره مرستې کوي.

دی وايي، چې ډېری استادان د حکومت تر ولکې لاندې سيمو کې په سمه توگه حاضري نه ورکوي، خو د مخالفينو تر ولکې لاندې سيمو کې هره ورځ د طالبانو د تعليم او تربيې مسوولين ښوونځي څاري او که کوم ښوونکی غير حاضر وي، دوی يې پوښتنه کوي او د حاضري خانه يې قيدوي.

د سره رود د فتيوات ولسوالۍ د لېسې مدير فضل ربي، چې تازه يې د مدير په توگه دنده ترلاسه کړې نړۍنيوز ته وويل، چې طالبان پر ښوونيز نظام «ښه اغېز» لري. دی وايي وخت پر وخت د لېسو د ادارې، ښوونکو او زده کوونکو فعاليتونه او نصاب څاري او د ښوونې په برخه کې يې د دوی چارې تر ډېره اسانه کړي دي.

فضل ربي وايي: «طالبان د فتيوات ليسې په گډون د سره رود د ټولو لېسو څارنه کوي، موږ ترې مننه کوو، هېڅ استاد، ادارې او زده‌کوونکو ته د وسله‌والو له لوري کومه ستونزه نه شته، بلکې لا هم په ښوونيز نظام کې مرستې کوي.»

دی وايي، يوازې د هلکانو نه، بلکې د نجونو يو شمېر لېسې هم په سره رود، حصارک او خوږياڼو ولسواليو کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې فعالې دي.

د ننگرهار د معارف رياست چارواکو هم منلې ده، چې طالبان په ځينو ولسواليو کې د ښوونځيو څارنه کوي او د دوی دا کار يې ستايلی دی.

د ننگرهار د ښوونې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې په حصارک، شېرزادو، خوږياڼو، او پچير اگام ولسواليو کې طالبان د معارف په چارو کې مرسته کوي، دوی د استادانو څارنه کوي او دا کار د معارف په چارو کې مرستندوی ثابت شوی؛ ځکه چې دغو ناامنو سيمو ته د حکومت استازي نه شي تللی.

دا رپوټونه په داسې وخت کې ورکول کېږي، چې د ښوونې او روزنې سرپرست وزير تېره مياشت مشرانو جرگې ته ويلي و، چې په ټول هېواد کې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله له زرو زيات ښوونځي تړل شوي او دوی هڅه کوي، چې دغه ښوونځي ژر تر ژره پرانيزي.

د ښوونځې او روزنې وزير اسد الله حنیف مشرانو جرگې ته ويلي، په ناامنو سيمو کې د ښوونې بهير کمزوری دی، ډېری ښوونځي په دغو سيمو کې تړل شوي او دوی هڅه کوي، د ځايي خلکو په مرسته دغه ښوونځي بېرته پرانيزي.

حنیف ويلي و، د ناامنيو سربېره د کتابونو او باتجربه ښوونکو کمښت د ښوونې وزارت تر ټولو ستره ستونزه ده، چې گڼو سيمو کې يې د ښوونې بهير په ټپه درولی دی.

دی وايي، چې ښوونې وزارت په ټول هېواد کې شاوخوا څلوېښتو زور ښوونکو ته اړتيا لري، خو دوی تر اوسه نه دي توانېدلي، چې دغه تشه ډکه کړي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون