امنيت سلايډ (فيچر)

د چين-امریکا نیابتي جگړه کې د هند رول

هند د امریکا او چین نیابتي جگړه کې د امریکا په گټه رول لوبوي

نړۍ نیوز – ۷ سپټمبر ۲۰۱۶

داسې ښکاري، چې د امريکا او چين ترمنځ د شخړو او ناندريو مرکزونه نور هم زیات شي. امريکا هڅه وکړه، چې د چين سويلي سمندرگي شخړه د دوه اړخيزې پر ځای نړيوال رنگ خپل کړي او د سويل ختيزې اسيا «اسيان» هېوادونه يې د چين پر وړاندې په يوه خوله راپورته کړل، فليپين يې وهڅاو، چې د چين پر ضد په نړيواله محکمه کې دعوه دايره کړي، اوس پر دې وتوانېده، چې اتومي هېواد هند د امريکا لپاره له چين سره نيابتي جگړې پيل کړي.

د امريکا او سويلي کوريا ترمنځ د شوي تړون له مخې  اعلان وشو، چې د سيمې د امنيت په موخه به امريکايي توغندي دغه هېواد کې ځای پر ځای کېږي او د تېر اگسټ په دېرشمه يې هند سره د لوجستيکي مرستو تړون لاسليک کړ.

د دغه تړون له مخې دواړه هېوادونه کولای شي، چې د يو بل امکانات په نړيواله کچه وکاروي، د ساري په توگه امريکايي ځواکونه کولای شي، چې په سيمه کې د هند پوځي اډې وکاروي او هند هم د امريکا له ملکي او پوځي امکاناتو کار اخيستلای شي. د امريکا موخه دا ده، چې هندي سمندر کې خپلې شپېته سلنه بېړۍ ځای پر ځای کړي.

دا تړون تېره مياشت د امريکا او  هند د نوي ډيلي له تړون وروسته وشو، چې له مخې به يې د هندي ځواکونو د پياوړتيا لپاره له چين سره په اوږده پوله پراته هندي پوځيان پر امريکايي «براهموس»کروز توغنديو سمبالولای شي. د امريکا او هند دغه تړون د بيجينگ اندېښنې راپارولي. چین تور لگوي چې هند ورسره د څو لسيزو له تړونونو سرغړونه کوي.

شين زيگنال

د چين پر ضد د امريکا او هند د نږدې کېدو يوه نښه دا ده، چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي خپل ويټنامي سيال نگوين شوان فوک سره د چين سويلي سمندر کې د پوځي ځواک د لا غښتلي کولو په موخه پنځه سوه ميليونه ډالره مرسته وکړه او ويټنام ته يې ډاډ ورکړ، چې د پوځي او استخباراتي چارو لپاره به ورسره هر ډول مرستې کوي.

د هند د ورووستيو هڅو او تړونونو په اړه د چين سويل کې د ټيکنالوجي پوهنتون د سياسي څېړنو د مرکز مشر څېړونکي «لي مينگ بو» وايي، چې د هند له دې فعاليتونو او څرگندونو ښکاري، چې امريکا شين زيگنال ورکړی دی.

لي مينگ زياتوي، چې د امريکا او هند تړونونه د چين لپاره گواښ دی او متحده ايالتونه اوس په دې توانېدلي، چې د چين او هند ترمنځ د دښمنۍ اور ته لمن ووهي. ويټنام او فليپين ته په اشاره وايي، چې امريکا په سيمه کې د چين مخالفو هېوادونو سره پوځي او مالي مرستې کوي.

اندېښمنوونکې پراختيا

لي مينگ ټينگار کوي، چې چين په سيمه‌ييزو هېوادونو کې د  وسلو د سياليو له امله اندېښمن نه دی، بلکې د اندېښنې اصلی ټکی يې په سيمه کې د متحده ايالتونو ستراتيژيکه پراختيا ده، په داسې حال کې، چې امريکا هڅه کوي، ځان د چين پر وړاندې د سيمه‌ييزې لانجې سرلاری وښيي. د لي مينگ په وينا امريکا له تېرې اوږدې مودې د سيمې د ستراتيژيک اهميت له مخې په دې لټه کې ده، چې د نړۍ د سمندري لارو دويمه ستره نړيواله لاره په خپله ولکه کې ونيسي.

له بلې خوا د چين سن يات سن پوهنتون د سياسي څېړنو د مرکز رييس چوان چيانگ وايي، چې  هند سيمه‌ييزو لانجو کې ځانته د اولويت حق ورکوي او په دې اړه يې ټول فعاليتونه د هغو باورونو له امله دي، چې امريکا ورکړي دي. د چوان په وينا هند دا هر څه راتلونکي اکتوبر کې د برېکس (برازيل، روسيه، هند، چين او سويلي افريقا) هېوادونو له غونډې وړاندې کوي.

«د دې ټولو ستونزو او ناندريو سربېره د امريکا او چين د مخامخ نښتې شونتيا د نشت برابر ده او امريکا غواړي، چې خپله جگړه د هند او نورو سيمه‌ييزو هېوادونو پر مټ وکړي.»

چوان چيانگ ټينگار کوي، چې په سيمه کې د مخالفو لوريو پوځي او لوجستيکي فعاليتونه د دې ښکارندوی دي، چې هر لوری د خپل ځواک او پياوړتيا د ثابتولو په لټه کې دي او غواړي، چې د دې ځواک له لارې راتلونکو کېدونکو مذاکراتو کې غوښنه برخه خپل کړي. د اندېښنې ځای دا دی، چې امريکا ځان د دې قضيې بنسټيز دعوه‌دار بولي په داسې حال کې، چې امريکا د چين په سويلي سمندر کې هېڅ ډول سمندري او سرحدي برخه نه لري.

څارونکي په دې اند دي، چې د هند لومړي وزير له لوري د ويټنام مرسته او امريکا سره لوجستيکي تړون د دې نښه ده، چې هند په سيمه کې د پراخې برخې غوښتونکی دی، د روسيې له ايتلافه به ووځي او د خپلو سمندري گټو په موخه واشنگټن، ټوکيو او سيډني سره د نوي درې گوني ايتلاف د جوړولو په لټه کې دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون