سلايډ (فيچر) کورنۍ

روسیه او افغانستان؛ آيا بې‌باوري پای ته رسېدلې؟

روسيه په راتلونکو څو ورځې کې د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې ناستې کوربه توب کوي

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني داسې مهال د خپل روسي سیال په بلنه مسکو ته په دوه‌ورځني سفر ولاړ، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل او مسکو ترمنځ بې‌باورۍ د زیاتېدو په لور روانې وې. له همدې کبله دغه سفر په ملي او نړيوالو رسنیو کې منعکس شو او په تېره بیا په هېواد کې له دغه سفر سره داسې هیلې هم وتړل شوې، چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ، د بې‌باورۍ زیاتېدونکی واټن راکم کړي.

د صلاح الدین رباني د دغه سفر پرمهال دوه مهم پرمختګونه وشول: لومړی دا چې روسیه به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په تېره بیا په نظامي-تخنیکي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ او دویم دا چې د فبرورۍ په ۱۵مه به په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو هېوادونو یو کنفرانس هم جوړ کړي، چې روسیه، چین، پاکستان، افغانستان، هند او ایران به پکې ونډه واخلي.

دا چې د ملي یووالي حکومت پرمهال د روسیې او افغانستان اړیکې څرنګه وې، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باورۍ څرنګه وزیږېدې او آیا دا بې‌باورۍ پای ته رسېدونکې دي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو په دغه تحلیل کې ځواب کړې دي.

کابل او مسکو؛ له سیمه‌ییزې اجماع تر بې‌باورۍ

له ۲۰۰۱ کال وروسته، د کابل او مسکو ترمنځ اړيکې عادي وې؛ خو د حامد کرزي په دویمه دوره کې دا اړیکې د نږدې کېدو په لور ولاړې. د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د سخت‌دريځۍ ضد جګړې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو هڅه وکړه. غني او اتمر په همدې موخه روسیې ته سفرونه وکړل او روسیې هم په پيل کې افغانستان ته د څلورو چورلکو ورکولو ژمنه وکړه. خو ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باورۍ وزیږېدې، چې تر شا یې څلورو مهمو لاملونو رول ولوباوه:

لومړی؛ په هېواد کې د داعش ډلې ظهور او فعالیتونه، چې د روسیې پاملرنه یې د افغانستان په لور زیاته کړه. دغه راز په افغانستان کې د یو شمېر وکیلانو له‌خوا له داعش ډلې څخه د ملاتړ په تړاو، د ملي امنیت پر شورا تورونو هم په مسکو کې د ترهګرۍ-ضد جګړه کې د افغان حکومت پر هڅو شکونه وزیږول.

دویم؛ د مسکو او طالبانو پراخېدونکې اړیکې او تماسونه هغه څه شول، چې افغان حکومت یې اندېښمن کړ او په غبرګون کې يې د ډلو پرځای پر دولتي-دولتي اړیکو ټينګار وکړ.

درېیم؛ په مسکو کې د روسانو له‌خوا د افغانستان په تړاو د روسيې-چین-پاکستان درې‌اړخیزې ناستې هم پر دوه‌اړخیزو اړیکو سیوری وغوړاوه.

څلورم؛ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې داسې خبرونه خپاره شول، چې روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغان حکومت د هغې غوښتنې په لاره کې خنډ جوړ کړی، چې له مخې یې د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه لرې کېده.

آیا بې‌باورۍ پای ته رسېدونکې دي؟

روسیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له سفره وړاندې، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاته شوې وه؛ خو د دغه سفر پرمهال یو شمېر داسې پرېکړې او څرګندونې وشوې، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ دغه واټن د کمېدو په لور روان دی. ځکه؛ لومړی: که څه هم روسیې په پيل کې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم ايستلو په تړاو اندېښنه ښودلې وه؛ خو په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د همکارۍ له کبله شونې شوه، چې د ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه لرې شي.

دویم؛ د امنیتي-نظامي-تخنیکي همکارۍ زیاتولو په تړاو همغږي وښودل شوه، په تېره بیا د افغان امنیتي ځواکونو او افغان ملي اردو د جګړې وړتیا زیاتونه او د وسلو مرستې. په همدې تړاو دواړو لورو، د قانوني چوکاټ جوړونه پیاوړې کړه چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې عملي شو.

درېیم؛ د روانې میاشتې په ۱۵مه به په مسکو کې د سيمې هېوادونه (روسیه، چین، پاکستان، افغانستان، ایران او هند) د افغانستان په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

څلورم؛ د شانګهای د همکارۍ کنفرانس کې د افغانستان له غړیتوب څخه ملاتړ او د دغه سازمان د چوکاټ دننه د افغانستان په تړاو “کانټکټ ګروپ” جوړول.

پنځم؛ له طالبانو سره پر خبرو اترو ټینګار چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قراردادونو او د افغان حکومت پر ملاتړ بنا وي.

شپږم؛ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د کتنو زیاتولو پر سر همغږي.

په عمومي توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو رغولو یوه هڅه وه، چې په لنډ‌مهال کې به وکړای شي، د بې‌باورۍ واټن راکم او د دواړو هېوادونو نظرونه سره نژدې کړي. خو بیا به هم په هېواد کې دننه وضعيت او يو شمېر نړيوالو فکټورونو (په تېره بیا له امریکا او ناټو سره د روسیې زیاتېدونکي کړکېچ) سره تړاو ولري، چې د کابل او مسکو ترمنځ د بې‌باورۍ واټن نور هم زیاتولای شي.

افغانستان؛ د نړیوالو ځواکونو له رقابت د سیمه‌ییزو ځواکونو تر همغږۍ

په افغانستان کې له تېر یوه کال راهیسې د دوو نړیوالو زبرځواکونو امریکا او روسیې ترمنځ همکاري پای ته رسېدلې او مسکو څو ځله په افغانستان کې د امریکا پر تګلاره نيوکې وکړې. همدا لامل دی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ د ختمېدا ملامتي د امریکا پر پخواني ولسمشر اوباما واچوله او په وینا یې د اوباما د دورې پرمهال د دوی ترمنځ ناستې ونه شوې او بې‌باوري هم زیاته وه.

په افغانستان کې د امریکا او روسیې د همکارۍ د ختمېدا تر شا د اوکراین او سوریې بحرانونو هم مهم رول ولوباوه. له همدې کبله اوس روسیه هم، په افغانستان کې ډېره لېوالتیا اخلي او د همدغې لېوالتیا له کبله په افغانستان کې د امریکا د تګلارې په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کوي. د بېلګې په توګه ځینې مهال په هېواد کې د امریکا پوځي اډې تر پوښتنې لاندې راولي؛ خو بیا وروسته دا هم وايي، چې که له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، نو د هېواد وضعیت به نور هم خراب شي.

په افغانستان کې د داعش ډلې زیاتېدونکی نفوذ او په تېره بیا له ختیځ څخه په شمال کې څرګندېدل هم هغه څه دي، چې د روسیې پاملرنه یې د افغانستان په لور زیاته کړې ده. له همدې امله روسيه اوس د افغانستان په تړاو، له امریکا او ناټو پرته د سیمه‌ییزو هېوادونو یو کنفرانس جوړوي او د دغه کنفرانس پرمټ غواړي، چې د افغانستان قضیې ته یوه سیمه‌ییزه حل‌لاره پیدا کړي. خو که د افغانستان په قضیه کې دخيلو لورو (امریکا او ناټو او طالبانو) ته په یوه داسې کنفرانس کې برخه ورنه کړل شي، چې موخه یې د افغانستان د قضیې حل وي؛ نو تر ډېره ناشونې ده، چې دا ډول کنفرانسونه خپلو موخو ته ورسېږي. اړینه ده، چې په اساسي او کلي مسایلو کې د سیمه‌ییزو هېوادونو او امریکا ترمنځ همغږي پيدا شي، د بېلګې په ډول د افغانستان سوله او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابرول.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون