افغانستان سلايډ (فيچر)

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته څومره هیله‌بښونکې ده؟

د مسکو د فبرورۍ پر پنځلسمه د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ناستې کوربه دی.

نړۍنیوز ۱۱ فبروري ۲۰۱۷

روسیې ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له سفر وروسته مسکو اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه به خپله درېیمه ناسته کې د افغانستان په گډون ایران او هندوستان ته هم بلنه ورکړي او دا پلا به د مسکو، اسلام اباد، تهران، نوی ډیلی، کابل او بیجینگ استازي په مسکو کې سره راټول شي او د افغانستان  اوسنی وضعیت به وڅېړي.

د چارو کارپوهان د مسکو ناستې د افغانستان په سوله کې مهمې بولي؛ خو وايي چې د افغانستان د جگړې د اصلي لوري امریکا گډون هم اړین دی او یوازې د دوی ناستې د افغانستان اوسنۍ مسئله نه شي اوارولی.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د افغانستان سوله اوسمهال د نړۍ پر زبرځواکونو سربېره سیمه‌ییزو هېوادونو ته هم گټوره ده او مسکو او د سیمې نور هېوادونه افغانستان کې خپلې گټې لري او دغه گټې په جگړه کې نه شي ترلاسه کولی.

خادم وايي، د مسکو په غونډه کې د امریکا نه حضور د افغانستان په سوله کې گټور نه شي ثابتېدای.

خادم نړۍنیوز سره په خبرو کې وویل، امریکا د افغانستان په جگړه کې دخېله ده. افغانستان کې امریکايي پوځیان وژل شوي، پیسې یې مصرف کړي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې پنځلس کاله جگړه کړې؛ نو د مسکو په غونډه کې د امریکا نه حضور د افغانستان په سوله کې گټور نه شي ثابتېدای.

ښاغلی خادم د مسکو په غونډه کې د امریکا نه حضور د مسکو «پاروونکې کړنه» بولي. دی وايي مسکو د داسې غونډو په جوړولو سره غواړي، چې په نړیواله کچه خپل حضور وښيي او د افغانستان اوسنۍ جگړې ته د نړیوالو پام نور هم راواړوي.

خادم د نړۍنیوز د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان دولت د مسکو غونډې ته هیله من دی او مسکو دغه اعلان د صلاح الدین رباني له تگ وروسته وکړ، زیاته کړه چې افغان دولت د دې غونډې سربېره نورو غونډو ته هم هیله من و؛ خو تراوسه یې کومه پایله ترلاسه نه کړه.

خادم افغان دولت ته وړاندیز وکړ، چې په بهرنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي او له امریکا پرته د مسکو غونډې ته دې بې ځایه هیله مندي نه ښيي.

نوموړی وايي، افغان ته پکار ده چې په لاندې فکتورونو غور وکړي. فعاله ډیپلوماسي خپله کړي، خپل مسوولیت ادا کړي، اداري فساد له منځه یوسي، سوله وکړي، د جنگ او سولې لپاره روښانه ډیپلوماسي خپله کړي او د سیمه ییزو هېوادونو سره د اړیکو توازن وساتي. څو د نړیوالو هېوادونو سربېره پرې سیمه هېوادونو هم اعتبار وکړي.

خو مدني فعال فعال خیرالله شینواری بیا د مسکو غونډې ته هیله‌من دی. ښاغلي شینواري نړۍنیوز سره په خبرو کې وویل کې د مسکو ناسته په سیمه کې د امریکا لپاره ننگوونکې بولې او لېواله دی چې سیمه‌ییز هېوادونه باید امریکا خپلسرۍ ته پرېنږدي.

شینواری د مسکو ناسته په سیمه کې د امریکا لپاره ننگوونکې بولي او لېواله دی چې سیمه‌ییز هېوادونه باید امریکا خپلسرۍ ته پرېنږدي

د ښاغلي شینواري په خبره «زما په اند هره هغه رښتینې هڅه چې په هغې کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره گامونه پورته کېږي موږ یې باید هرکلی وکړو، د تېرې درې اړخیزې ناستې غوښتنو ته په کتو ویلی شو چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د دوه دایمي غړو هڅې چې د افغانستان حالات یې پر هېوادونو مستقیم تاثیرات لرلای شي تر اوسه مثبتې دي، داسې غونډې به د امریکا یکه‌تازي په سیمه کې وننگوي او د دوی د متحدینو هغه شوم پلانونه چې د جگړې د اوږدېدو باعث گرځي تر ډېره بریده ټکني کړي.»

دغه مدني فعال زیاتوي، له مسکو ناستې څخه باید طالبان او افغان حکومت د ځان په گټه کار واخلي، ترڅو دغه ناستې مثتبه پایله ورکړي «که افغان جهتونه یعنې طالبان او حکومت د ابرقدرتونو او سيمه‌ییزو هېوادونو له خپلمنځي رقابتونو څخه د ځان په گټه کار واخیستلی شي نو هیله‌من یم چې موږ روانې جگړې ته د پای ټکی کېښودی شو.»

مسکو تېر ډسمبر کې د چین او پاکستان په گډون د افغانستان اړه د ناستې کوربه و، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ناسته بې گټې بللې وه.

روسیه په پام کې لري چې روانه اوونۍ د افغان حکومت او د سیمې د هېوادونو په گډون د افغان کړکېچ په تړاو د مهمې ناستې کوربه‌توب وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون