سلايډ (فيچر) سيمه ييزې او عربي

ټرمپ: د امريکا قانوني نظام مات شوی

نړۍنیوز ۱۲ فبروري ۲۰۱۷

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اووو مسلمانو هېوادونو پر ضد د سفري بنديزونو ځنډوونکي قاضيان يو ځل بيا د خپل کار پر وړاندې خنډ بللي. ټرمپ دا ځل ادعا کوي چې د امريکا قانوني نظام مات شوی دی.

ټرمپ په خپل ټويټ کې د امريکايي ورځپاڼې له خولې ويلي، چې د ده له لوري له بنديزونو وروسته اويا سلنه کډوال د دغو مشکوکو هېوادونو غړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې ټرمپ د کډوالو په اړه په نوي فرمان غور کوي.

نوموړي تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ په الوتکه کې خبريالانو ته وويل، چې راتلونکې دوشنبه يا سه شنبه به د کډوالو په اړه «بلکل نوی فرمان خپور کړم.»

ټرمپ د خپلې واکمنۍ له لومړۍ ورځې يو شمېر پاروونکي امرونه صادر کړي، چې د بهرنيو او گاونډيو هېوادونو سربېره له عدلي ارگانونو سره يې هم ټکر رامنځته شوی دی.

د امريکا گڼو قاضيانو د کډوالو په اړه د ولسمشر امر ځنډولی، خو ټرمپ وايي، چې دی به په دې اړه له سره غور وکړي او خپلو کړنو ته به قانوني لارې چارې ولټوي.

تېره پنجشنبه د امريکا محکمې د کډوالو په تړاو د ټرمپ امر له ځنډولو وروسته خپلو پنځه‌ويشتو ملگرو قاضيانو ته وويل، چې په دې اړه بايد قاضيان خپله رايه ورکړي، چې د سفري بنديزونو د پرېکړې قضيه له سره په محکمې کې اورېدل کېدای شي، که نه.

د امريکا ولسمشر لومړی پر ايرانيانو د ويزو بنديزونه اعلان کړل، ورپسې يې د سعودي، پاکستان او افغانستان اتباعو ته د ويزو د ورکړې سختي اعلان کړه، ورپسې يې د اووو اسلامي هېوادونو پر اتباعو د درې مياشتو لپاره د امريکا ويزې بندې کړې، خو فدرالي محکمې د ولسمشر دغه فرمان ځنډولی دی.

ټرمپ د فدرالي محکمې د پرېکړې پر ضد توندې څرگندونې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې دی به د خپل بهرني سياست لپاره دغه جگړه گټي.

ولسمشر ټرمپ د خپل نوي فرمان له مخې د عراق، ايران، ليبيا، سوريې، سوماليې، سوډان او يمن پر اتباعو د راتلونکو نوي ورځو لپاره بنديز لگولی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون