افغانستان سيمه ييزې او عربي

د بشري حقونو کمېسیون: سنگین کې بشري ناورین رامنځ ته شوی

نړۍنیوز ۱۲ فبروري ۲۰۱۷

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي وايي، د امریکايي پوځیانو له لوري په سنگین ولسوالۍ کې وژل شوي ټول ملکي وگړي دي او په سنگین کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی.

دی وايي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کارکوونکي په سنګین کې په څېړنو بوخت دي او د امریکايي پوځیانو د بمبارد قضیه یې ترڅېړنې لاندې نیولې ده.

بلال صدیقي له افغان او امریکايي پوځیانو وغوښتل، چې هغه سیمې دې نه په نښه کوي، په کومو سیمو کې چې ملکي وگړي اوسېږي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند دا خبرې داسې مهال کوي، چې د هلمند والي او امنیتي چارواکي تراوسه نه مني، چې سنگین کې دې وژل شوي ملکي وگړي وي.

د هلمند والي حیات الله حیات تېره ورځ رسنیو ته وویل، په سنگین کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي ټول وسله‌وال طالبان دي او د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې ادعا یې بې بنسټه وبلله.

له بل لوري بیا د هلمند ولايت ویاند عمر ځواک په سنگین کې د ملکي وگړو د وژنې په اړه وايي، چې دوی څېړنې کوي او د څېړنو پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.

خو د هلمند د اوپراتيفي ډلې قوماندان عبدالجبار قهرمان بیا د سنگین په پېښه کې وسله‌وال طالبان پړه گڼي. دوی وايي، وسله‌وال د ملکي خلکو په کورونو کې پټیږي او له هغه ځایه په نظامي ځواکونو بریدونه کوي، چې په داسې حالاتو کې ملکي وگړو ته هم مرگ ژوبله اوړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تراوسه نه مني، چې په هلمند کې دې وژل شوي ملکي وگړي وي.

دی وايي، بهرني پوځونه ټول هوايي بریدونه د افغان ځواکونو سره په همغږۍ کوي او هغه اهداف چې د دوی له لوري بهرنیانو ته ورکړل شي هماغه په نښه کوي.

د وزیري په خبره، په سنگین کې وژل شوي ټول طالبان دي او د ملکي وگړو د وژل کېدو خبره نه مني.

د تېرې جمعې په شپه په سنگین کې بهرنیو او افغان ځواکونو په گډه په دریو کلیو بمباري وکړه، چې ۱۹ تنه ملکي وگړي پکې ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د ناټو پرېکنده مامویت ویاند د جنرال چارلز کلېفلنډ وویل، په سنگین کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د ادعاوو په اړه څېړنې کوو او د ملکي تلفاتو په اړه دوی جدي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون  په سنگین کې د بشري ناورین خبر داسې مهال ورکوي، چې نن غرمه له سنگین ولسوالۍ لسگونو کورنیو خپل مړي او ټپیان مرکز لښکرگاه ته راوړي وو او د عدالت غوښتنه یې کوله.

تېره اوونۍ یوناما د ملکي تلفاتو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی و، چې په راپور کې یې د ملکي تلفاتو په اړه بهرني پوځیان دوه سلنه یاد کړي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون