افغانستان

قهرمان: د سنگین برید له موږ سره په همغږۍ شوی

د هلمند جگړې لپاره د ولسمشر له لوري اوپراتيفي قوماندان جنرال عبدالجبار قهرمان

نړۍ نیوز-۱۳فبروري ۲۰۱۷

د هلمند جگړې اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان وايي، د سنگین ولسوالۍ په ماته لکڼه او چینارې سیمه کې د تېرې جمعې ورځې برید له افغان ځواکونو سره په همغږۍ شوی؛ خو مسوول یې طالبان دي.

دی وايي، افغان ځواکونه ترډېره هڅه کوي، درندې وسلې او هوایي ځواک ونه کاروي، خو کله چې ډير اړ شي بیا له دغه لارو کار اخلي.

عبدالجبار قهرمان نړۍ نیوز ته وویل، د سنگین ولسوالۍ د تېرې جمعې شپې برید کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي او د حاجي فدامحمد او حاجي باچا په کورونو کې د وژل شویو ملکیانو شمېر دوه ویشت تنه بولي، په داسې حال کې چې قومي مشران دغه شمېر شپږ ویشت ښيي.

د ولسمشر له لوری ټاکل شوی د هلمند جگړې اوپراتیفي قوماندان همداراز وايي، طالبانو له یوې اوونۍ په سنگین کې بمبار شوي کورونه سنگر او ملکي وگړي سپر گرځولي و او پر افغان ځواکونو یې بریدونه کول.

د قهرمان په خبره د سنگین برید بهرنیانو کړی؛ خو د افغان ځواکونو همغږي ورسره وه او مسوول یې باید طالبان وبلل شي، ځکه چې د خلکو کورونه د جګړې سنګر ګرځوي.

د بشري حقونو کمېسیون، په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یونما او گڼو نورو بنسټونو په سنگین ولسوالۍ کې وژل شوي کسان ملکیان بللي او دا کار یې غندلی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایه ریاست لا هم په دې اړه غبرگون نه دی ښودلی.

د حکومت له دریځه د هلمند والي حیات الله حیات څرگندونو بیا د خلکو غصې پارولې، ځکه حیات تېره ورځ د هلمند په سنگین کې وژل شوي کسان ټول طالبان او د هغوی قوماندانان بللي و.

اوس چې په خپله د هلمند جگړې اوپراتیفي قوماندان هم په برید کې وژل شوي کسان ملکیان وبلل، نو د حیات خبرې له نیوکو سره مخ شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون