افغانستان

کندهار چاودنه کې د اماراتو ټپي شوی سفير ومړ

نړۍ نیوز-۱۵فبروري ۲۰۱۷

متحده عربي امارات وايي، افغانستان کې د دغه هېواد سفير جمعة محمد الکعبي، چې تېره مياشت د کندهار والي د مېلمستون په چاودنه کې ټپي شوی و، نن چهار شنبه يې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس «وام» د چارواکو له خولې ليکلي، چې  د هېواد رښتيني بچي د انسانيت په خدمت کې خپله ساه ورکړه.

د متحده عربي اماراتو د خليفه له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «په ډېره خواشينی خپلو هېوادوالو ته خبر ورکوو، چې د هېواد شهيد ابن الانبار جمعة محمد الکعبي له فاني نړۍ سترگې پټې کړې او خپل روح يې د انسانيت په خدمت کې ورکړ.»

د افغانستان حکومت هم د اماراتو د سفير په مړينه خواشيني ښوولې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعة الکعبي په مړينه اعلاميه خپره کړې ده

اعلاميه کې راغلي، چې د متحده عربي اماراتو سفير د انسانيت د خدمت په موخه يې افغانستان کې خيريه کارونه کول او د افغانستان ولس به هېڅکله د جمعة الکعبي په ګډون د اماراتي ډيپلوماټانو قرباني هېره نه کړي.

د تېرې شنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابو ظبۍ ته تللی و.

د باوري سرچینو په حواله ولسمشر غني په دغه سفر کې د هغې پېچلې پېښې اسناد د متحده عربي اماراتو چارواکو ته ورکړي، چې میاشت وړاندې د کندهار ولایت مقام کې شوې وه.

په دغه بريد کې د اووو افغان چارواکو په گډون د متحده عربي اماراتو پنځه ډيپلوماټان هم وژل شوي وو، د کندهار والي همايون عزيزي او افغانستان کې د اماراتو سفير جمعة العکبي په گډون څوارلس کسان يې ټپيان کړي وو. چې تر دې وروسته د متحده عربي اماراتو اړیکې له افغانستان سره یو څه ترېنگلې شوې.

نړۍنیوز ته باوري سرچینو ویلي، هغه دوه پلاوي چې ولسمشر د کندهار پېښې لپاره ټاکلي وو څېړنې یې بشپړې او اسناد یې ولسمشرۍ ماڼۍ سپارلي دي.

د سرچينې په وینا د څېړنو پایله دا وه چې دغه برید په پاکستان کې طرحه شوی و او موخه یې دا وه چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې ترینگلې کړي.

خو ولسمشر غني ويلي، چې دغه چاودنه به د افغانستان او متحده عربي اماراتو پر اړيکو منفي اغېز ونه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون