افغانستان سيمه ييزې او عربي

مسکو غونډه کې طالبانو سره د سولې پر خبرو ټينگار وشو

نړۍنیوز ۱۶ فبروري ۲۰۱۷

د افغانستان سولې په اړه د مسکو شپږ اړخيزه غونډه کې د روسيې، چين، ايران، هند، افغانستان او پاکستان استازو ټينگار وکړ، چې طالبانو سره د سولې خبرې چټکې شي او طالبان دې د سولې خبرو ته وهڅول شي.

د روسيې ټاس خبري اژانس ويلي، د دې غونډې اجنډا دا وه، چې «څرنگه طالبان د سولې خبرو ته تشويق شي.»

په دغه غونډه کې د افغانستان استازي وويل، چې دې غونډه کې يې په دې موخه گډون کړی و، چې د سيمې هېوادونه د ترهگرۍ پر ضد د افغان حکومت ملاتړ وکړي او دغه هېوادونه بايد د ډلو پر ځای له افغان حکومت سره اړيکه ولري.

د بهرنيو چارو وزارت د سټراټيژۍ رييس اشرف حيدري په دغه غونډه کې د افغانستان په استازيتوب گډون کړی و.

ښاغلي حيدري غونډې ته د ترهگرۍ د گواښونو په اړه خبرې وکړې، چې وسله‌وال مخالفين د افغانستان په گډون د سيمې ټولو هېوادونو لپاره گواښ دي او غوښتنه يې وکړه، چې د سيمې هېوادونه دې د ترهگرۍ پر ضد د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

تېره ورځ روسي چارواکو ويلي و، چې امريکا هم کولای په دغه غونډه کې گډون وکړي، خو د روسيې رسنيو په وينا امريکا ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

اشرف حيدري د امريکا نه گډون ته په اشاره وويل، چې متحده ايالتونه په اقتصادي او سياسي برخه کې د افغانستان مهم ملاتړی هېواد دی او «کولای شي، چې د سولې او امنيت په برخه کې رغنده رول ولوبوي.»

تېر ډسمبر کې هم د افغانستان سولې په اړه مسکو کې د روسيې، چين او پاکستان درې اړخيزه غونډه شوې وه، خو افغانستان او امريکا ته په کې بلنه نه وه ورکړل شوې.

د افغانستان حکومت پر دغه غونډه توندې نيوکې کړې وې او د ملي شورا غړو دغه غونډه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

د بهرنيو چارو وزات ويلي و، د افغانستان په اړه هره غونډه بايد د افغانستان په سلامشوره وشي او د مسکو د تېرې غونډې په اړه يې ويلي و، چې دوی سره په دې اړه همغږي نه ده شوې.

د مسکو له تېرې غونډې وروسته روسيې ويلي و، چې راتلونکو غونډو کې به د افغانستان په گډون ايران او هند ته هم بلنه ورکړي او په وينا يې دغه هېوادونه د سيمې مهم لوبغاړي او اغېزناک هېوادونه دي.

تېره غونډه کې درې واړو هېوادونو غوښتنه کړې وه، چې د مذاکراتو د گړندي کولو په موخه دې د ځينو طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه ووېستل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون