افغانستان

د طالبانو له لوري د بیول شویو ۵۲ کلیوالو برخلیک لا هم نه دی روښانه شوی

نړۍ نیوز-۱۶فبروري ۲۰۱۷

هغه دوه پنځوس ملکي وگړي چې وړمه ورځ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبانو بیولي لا یې هم برخلېک نه دی روښانه شوی.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وایي، دغه کسان وړمه ورځ ماسپښین طالبانو له دریو کلیو را ټول کړي او بیا یې د جوزجان د دښت لیلي په لور بیولي دي.

حشر وایي، په ښکاره ددغه کسانو د نیولو دلیل هغه شخړه ښودل کیږي، چې د ځمکې پر سر یې لرله؛ خو تر شا یې نورې خبرې هم شته.

د نوموړي په وینا ښايي طالبانو د ځان لپاره د ځای پیدا کولو لپاره پر سیمه اییزو وگړو د فشار لپاره دا کار کړی وي.

خو د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، طالبانو ځکه دغه ملکي وگړي بیولي دي، چې په درزاب کې له هغوی د عشر او زکات په نوم پیسې غواړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ نړۍ نیوز ته همداراز وویل: «لا هم د برمته شویو کسانو برخلیک نه دی روښانه شوی، قومي مشران او سپین ږیری هڅه کوي دغه کسان له طالبانو وژغوري؛ خو تر اوسه نه دي بریالي شوی.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته منلې، چې دغه کسان دوی بیولي او لامل یې د سیمه ییزو شخړو حل ښودلی.

مجاهد ویلي، دغه کسانو په خپلو کې له ډير وخت راهیسې د ځمکې پر سر لانجه لره او وړمه ورځ داسې ویره وه، چې فزیکي او وسله واله شخړه رامنځ ته نه شي  نو ځکه دوی اړ شول چې دغه خلک ونیسي، چې د خپلې محکمې تر پرېکړې وروسته به یې خوشي کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون