سلايډ (فيچر) مرکې

د القاعدې پخوانی مفتي: د امريکا پر ضد د جهاد اعلان د اسامه شخصي نظر و (بشپړه مرکه)

د القاعدې پخوانی مفتي محفوظ ولد الوالد «ابو حفص الموريتاني» ‏

د القاعدې ډلې د پيدايښت، جوړښت او فعاليتونو په اړه ډېرې خبرې لا هم په سينو کې پټې دي، چې د القاعدې د څو لسيزو د فعاليت پر مهال د پټو پردو تر شا څه تېر شوي دي.

«عربي ۲۱» ويبپاڼې د القاعدې له پخواني مفتي محفوظ ولد الوالد «ابو حفص الموريتاني» سره مرکه کړې ده. ابو حفص الموريتاني د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن نژدې سړی بلل کېده او ځينې وايي، چې دی د دغې دلې درېيم مشر غړی و.

نړۍ نيوز له ابو حفص الموريتاني سره د عربي۲۱ مرکه ټکی په ټکی د خپلو لوستونکو لپاره ژباړلې ده.

 ته ولې له القاعده ډلې سره يو ځای شوې؟

الموريتاني : زه هغه وخت القاعدې ډلې سره يو ځای شوم، چې دغې ډلې افغانستان کې د شوروي يرغل پر ضد د افغاني جهاد ملاتړ کاو، او دغه قضیه د مسلمانانو تر ټولو مهمه قضيه وه او اسلامي نړۍ په دې متفقه وه، چې د اسلامي نړۍ پر لور د شوروي لښکرو مخه ونيسي.

د افغان جهاد قضيه د اسلامي امت د علماوو ترمنځ هم اتفاقي وه، هېچا پرې اختلاف نه درلود، حتا د اسلامي هېوادونو ډېری سياستوال هم په دې نظر و، چې د افغان جهاد ملاتړ دې وشي. زه هسې په اټکل القاعدې ډلې سره نه يم یوځای شوی، بلکې له پوره فکر، تدبر، مشورو او استخارې وروسته مې دغه پرېکړه کړې ده.

القاعده هغه مهال په ټوله کې يو منظم تنظيم و، ډېره هڅه او فعاليتونه يې د افغان جهاد او افغانانو لپاره وو. دغې ډلې هڅه کوله، چې د مجاهدينو د ملاتړ له لارې افغانستان کې د اسلامي حکومت لپاره لاره هواره کړي.

سربېره پر دې القاعده په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د قضيې غم خوړ او هر ځای يې هڅه کوله، چې د مسلمانانو مرسته او لاسنيوی وکړي.

دا هغه موخې او ارمانونه وو، چې د هر مسلمان ځوان په زړه کې وو او له همدې امله زه له القاعده سره يو ځای شوم.

خو د القاعدې په پيدايښت او جوړښت کې پر دغې ډلې نيوکې او اعتراضونه ډېر وو؟

الموريتاني: هو دا وو، خو ما پر دې ټولو فکر کړی و، په ټولو لاملونو مې له فکر کولو وروسته دا وپتيله، چې د دې کارونو اصلاح او سمون له داخله ښه کېدای شي او دا هر څه بيا وروسته د سوډان په مرحله کې وشول.

سوډان ته له لېږد وروسته القاعدې سره ستا د ژوند او کار تجربه څنگه ارزوې؟

الموريتاني: وروسته له دې، چې افغان مجاهدين واک ته ورسېدل،۱۹۹۲ کې کميونيستي نظام ړنگ شو او کله چې د افغان جهادي ډلو ترمنځ اختلافات او جگړې رامنځته شوې، القاعدې له دې فتنې ځان گوښه کړ، دغه جگړې يې د مسلمانانو خپلمنځي جگړې وبللې او دا يې ډېر ښه کار وکړ، له دې وروسته موږ افغانستان پرېښود او سوډان ته ولاړو.

سوډان کې د اوسېدو او فعاليتونو مرحله زما لپاره ډېره مهمه وه، چې له دې ځايه زه د القاعدې د قيادت او مشرۍ زړه ته ورسېدم، له شيخ اسامه بن لادن سره مې مستقيمې اړيکې پيدا شوې، زه په دې وتوانېدم، چې د اصلاح غوښتونکي کارونه سم کړم، هلته ما په فکري، تربوي، تنظيمي او اداري برخه کې ډېر څه وکړل. د خپلې ډلې فکري پراختيا لپاره مې تر خپل توانه کار وکړ، دغه ډله له پوځي انحصاره راووته، په دعوتي، تربوي، سياسي، عامو اړيکو، د خير ښېگړو کارونو او د اسلام په گڼو نورو برخو کې يې مسلمانانو ته خدمتونه وکړل، په ډېرو هڅو کې بريالي شوو او په ځينو نورو کې تېروتو.

زه په دې باور يم، چې دغه وخت کې موږ له اوږدې او درندې مرحلې تېر شوي يوو، چې له شيخ اسامه بن لادن سره مې مستقيمې اړيکې وې او دغه کار زه دېته اړ کړم، چې القاعده کې خپل کار او فعاليت ته دوام ورکړم؛ ځکه هلته ما د خپل کار پايله او ثمره وليده، چې په گڼو برخو کې زما اصلاحات ومنل شول.

د سوډان په مرحله کې موږ په ځينو ځوانانو کې د افراطي فکر د موضوع درملنه وکړه، د تنظيم داخلي او اداري چارو په اړه مو اصلاحي کارونو ښې پايلې درلودې او زه پر دې مطمين وم، چې القاعده کې زما شتون د دغې ډلې د اصلاح لپاره گټور دی، چې يوازې له پوځي فکره راووځي، او د تشدد او افراطي فکر مخنيوی په کې وشي.

که په ځانگړې توگه راته وواياست، چې القاعده کې ستا د شتون پر مهال تا څه کړي دي؟

الموريتاني: تر ټولو مهم کار، چې ما کړی، هغه دا دی، چې ما د خپلې ډلې مشران په دې قانع کړل، چې د ځينو اسلامي ډلو په څېر د نورو ډلو او په ځانگړې توگه د مصري نظام پر ضد له پوځي عملياتو لاس واخلو؛ ځکه موږ ټول له اوږدو بحثونو وروسته دې پايلې ته رسېدلي وو، چې دغه عمليات نه د مصر رژيم نسکورولی شي، نه پرې حق او باطل معلوميږي او د گټې پر ځای يې زيان ډېر دی. له همدې امله د القاعدې ډلې په ټول وخت کې له دغه ډول بريدونو او عملياتو ځان لرې ساتلی و.

په دې اړه بهرنی چلند او تعامل څنگه و؟

الموريتاني: دغه سوله‌ييز فکر او له پوځي انحصاره د راوتو سره د باطل، ظلم، فساد او د امت د وروسته پاتې والي پر وړاندې په دعوتي، تربوي او سياسي ډگرونو کې سوله‌ييز فعاليتونو ځینو قوتونو ته خوند نه ورکاوو؛ په ځانگړې توگه سعودي عربستان او امريکا ته. دوی پر سوډان فشارونه زيات کړل، چې القاعده له خپل هېواده وباسي او دوی عملا پر سوډان فشارونه زيات کړل، چې بالاخره ۱۹۹۶ کې يې القاعده له سوډانه وويسته او افغانستان ته لاړو.

د افغانستان نوې مرحله کې د القاعدې مشرانو وويل، چې د دوی فکري، دعوتي، تربوي او سياسي فعاليتونو د دوی دوښمنان نور هم غوسه کړل او پر القاعده يې خپل فشارونه نور هم زيات کړل، نو القاعدې خپل سياست کې بدلون راوست او له خپل ستر دښمن سره يې مخامخ ټکر پيل کړ. د اسامه بن لادن نظر دا و، چې د امريکا پر ضد تاريخي جهاد اعلان کړي او دوی يې د حرمينو شريفينو ښکېلاکگر وبلل.

د امريکا پر ضد د جهاد د اعلان پر مهال زه په افغانستان کې نه وم او د دې خبر په اورېدو هک پک شوم؛ ځکه چې د دې اعلان او د شيخ اسامه او ډلې نوی فکر له هغه څه بيخي بدل و، چې پر څه مو پخوا په سوډان کې پرېکړه کړې وه او له دغه ځايه القاعده سره زما د جدايي او اختلاف فکر پيل شو.

د امريکا پر ضد د جهاد پر اعلان ولې تا نيوکه وکړه؟

الموريتاني: د امريکا پر ضد د جهاد اعلان سره له څو لاملونو مخالف وم.

لومړی: شيخ اسامه سره، القاعدې يا حتا ټولو جهادي گوندونو سره دغه مهال  د امريکا پر ضد د نړيوال جهاد لپاره نه دومره وسايل وو او نه هم دومره افراد. دغه وخت کې هم القاعده له سختو حالاتو تېرېده، د افغانستان عام وضعيت هم ډېر ترينگلی و.

افغانستان کې القاعدې سره د امريکا پر ضد د نړيوال جهاد لپاره وسايل نه وو، دا بيخي بدهي خبره وه او ما شيخ اسامه ته هغه مهال هم دا يادونه کړې وه، چې ته د دې مخالفت کوې، چې جهادي ډلې دې د واکمنو نظامونو پر ضد له جگړو او بغاوته لاس واخلي، چې دوی سره کافي وسايل نه شته، دغه نظر مو سم هم دی، خو بېرته ستاسې پر خلاف هم دغه دليل دی، چې ته خو د امريکا پر ضد د جهاد لپاره وسايل او افرادي قوت نه لرې. که نورې جهادي ډلې د واکمنو نظامونو پر ضد د جهاد لپاره وسايل نه لري، نو د دومره سترې امريکا پر ضد يې ته کله لرې، چې ته به امريکا له پښو پرې وغورځوې.

دويم: د دې اعلان سره به موږ په ځينو نامشروعو کارونو کې ښکېل شو، هغه دا چې جزيرة العرب کې به د امريکايانو پر ضد د جگړې پر مهال د ځوانانو او سعودي چارواکو ترمنځ وسله‌واله جگړه پيلېږي او د دغه جهاد لومړنۍ موخه به امريکايان وي.

سره له دې، چې القاعدې د خپل اعلان پر مهال ځوانانو ته ويلي و، چې د سعودي له امنيتي ځواکونو سره له ټکره ځان وساتي او امنيتي مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې وه، چې ځوانانو سره مرستې وکړي او د امريکايانو په ځپلو کې د دوی کارونه اسانه کړي، خو دغې خبرې په ځمکنيو حقايقو کې کوم بدلون نه و راوستی. پايله يې همدا وه، چې سعودي عربستان کې د امريکايانو پر ضد جگړه کې له سعودي حکومت سره ټکر حتمي و او القاعده به يو ځل بيا په هغه څه کې ښکېل شي، چې موږ ترې ځانونه ساتل. يو ځل به بيا د الجزاير، مصر او نورو اسلامي هېوادونو تېروتنې دلته تکرار شي، چې موږ ترې خپل ځانونه ساتل.

د امريکا پر ضد د جهاد اعلان هغه مهال د اسلامي وېښتا پر غړو څه اغېز وکړ؟

الموريتاني: د امريکا پر ضد د جهاد له اعلان سره په جزيرة العرب او په ځانگړې توگه سعودي عربستان کې يو ډول جلاوالی او اختلاف راغی.

هغه مهال شيخ اسامه د اسلامي ويښتیا له ځينو علماوو او مشايخو سره اړيکه درلوده، له دوی سره به يې يو ډول مشورې هم کولې، خو د شيخ او نورو سعودي علماوو د فکر ترمنځ پراخ واټن وو؛ ځکه چې شيخ اسامه به د سعودي نظام بې شکه کافر باله، د بنسټيزو بدلونونو غوښتنه به يې کوله، خو نورو علماوو به بيا يوازې د ځينو اصلاحاتو غوښتنه کوله.

هغه مهال، چې شيخ اسامه د امريکا پر ضد د وسله‌وال جهاد اعلان وکړ، ډېری علما په زندانونو کې وو او ځوانانو د قيادت له تشې سره مخ وو او د پرېکړې واک يې نه درلود، ځوانان هر يو په خپل سر وو.

دغه وخت کې د اسلامي ويښتيا د غړو ترمنځ هم بې باوري رامنځته شوه، ځينو هغو خلکو، چې شيخ ته ډېر نژدې وو او له ده سره يې مينه درلوده، جزيرة العرب کې يې د امريکايانو پر ضد د اسامه له اعلان شوي جهاد سره مخالفت وکړ او په سعودي کې دننه په دې اړه اختلافات زيات شول.

د امريکا پر ضد د جهاد اعلان داسې کوم اغېز ونه درلود، چې ياد شي، حتا له دې اعلان وروسته جزيرة العرب کې د امريکا پر ضد کوم پاموړ جهادي عمليات هم ونه شول، په داسې حال کې، چې له دې وړاندې ځينو ډلو يو شمېر عمليات کړي وو، چې د القاعدې په کې لاس نه و.

همدارنگه د وسله‌وال جهال اعلان د شيخ اسامه او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ترمنځ هم اختلافات راپيدا کړل. ملا عمر شيخ اسامه ته په څرگندو ټکو ويلي و، «موږ په داسې وضيعت کې نه يوو، چې له افغانستانه د امريکا پر ضد جهاد وکړو او پايلې يې هم موږ وزغموو، بلکې موږ د دې لپاره تاسره مينه کوو، تا ته ځای درکوو، له تا دفاع کوو، چې ته يو پخوانی مجاهد يې، خو ته به هم داسې کار نه کوې، چې موږ له ستونزو سره مخ کړې.»

شيخ اسامه د ملا عمر دا خبره ونه منله، د طالبانو د تحريک مخالفت يې وکړ او د القاعدې عمليات د دې لامل شول، چې امريکا افغانستان کې د طالبانو نظام د نسکورولو لپاره گام پورته کړي او همداسې وشول.

د امريکا پر ضد د شيخ اسامه بن لادن د جهاد دغه ټينگار له شرعي او اخلاقي پلوه سم نه و، په ځانگړې توگه چې دی هلته د طالبانو د اسلامي حکومت مېلمه و او هغوی سره يې بيعت هم کړی و. د دې هر څه سربېره يې له طالبانو سره مخالفت وکړ، پر داسې عملياتو يې ټينگار کاوو، چې پايلې ډېرې خطرناکې وې او زه له هغه وخته هم د شيخ اسامه تر ټولو سخت مخالف وم.

دغه پرېکړه يوازې د اسامه بن لادن وه، که نه د ټول تنظيم؟

الموريتاني: کله، چې د جهاد خبره مطرح شوه، زه هغه مهال د شرعي مسايلو د کمېټې مشر او د القاعدې د شورا غړی وم، موږ ټولو دا پرېکړه وڅېړله بلکې له نورو جهادي ډلو سره مو هم دغه خبره شريکه کړه.

د دې پرېکړې فساد او ناوړه پايلې هم ټولو ته څرگندې وې، متحده ايالتونه په دغو لسگونو عملياتو مات نه شول، بلکې د دې عملياتو له امله د امريکا غوسه نوره هم راوپارېده او دا عمليات يې د مسلمانانو پر ضد د جگړې لپاره دليل باله او له همدې امله د طالبانو نظام هم نسکور شو.

د دې ټولو دريځونو په اړه د اسامه بن لادن عکس العمل څه و؟

الموريتاني: شيخ اسامه په دې باور و، چې تنظيم کې د شورا پرېکړه مهمه نه ده، که د تنظيم ټول غړي به په يوه رايه وو او د ده رايه به جلا وه، نو ده به فکر کاو، چې ټول تنظيم خپلې رايې ته رابلل د ده حق دی او په دې اړه يې د شورا رايې ته درناوی نه درلود.

سربېره پر دې شيخ د داخلي اصلاحات او د تنظيم د پرمختگونو مخالفت کاوو.

د شيخ اسامه له پرله‌پسې ټينگار وروسته، چې ده افغانستان او موږ ټول د جگړې لور ته هڅولو او موږ دا کار له شرعي پلوه ناسم باله، ما ورته خپل عذر وړاندې کړ، چې ته شرعي فتواوو ته درناوی نه لرې او د تنظيم په چارو کې د شورا رايې ته درناوی نه کوې او په سياست کې د ملا عمر خبره نه منې، چې بيعت مو هم ورسره کړی، نو له دې وروسته زه نور نه شم کولای شي، چې تاسې سره گډ سفر وکړو او زه له تا اجازه غواړم، چې ما ته اجازه راکړې او زه درنه جلا شم. ما ترې اجازه واخيسته او له القاعده مې د وتلو پرېکړه وکړه. دا هر څه د سپټمبر له يوولسمې څو اوونۍ وړاندې وو.

د شيخ اسامه له وژل کېدو وروسته دغې ډلې کې څه فکري او تنظيمي بدلونونه راغلي دي؟

الموريتاني: د شيخ اسامه بن لادن رحمه الله له وژل کېدو وروسته تر ټولو مهم فکري بدلون دا دی، چې دغه ډله د منځلارۍ لور ته د تلو هڅه کوي او د منځلارې جهادي ډلې د تگلارې د خپلولو فکر لري.

دا د منځلارۍ او اعتدال فکر هم د شيخ اسامه دی او دی چې کله په تنهايۍ کې و، له ترور کېدو څو کاله پخوا يې دا فکر پيل کړی و او د تنظيم په سټراټيژيکو تېروتنو يې له سره فکر پيل کړی و.

ما هغه ليکنې او اسناد څېړلي، چې د شيخ اسامه او د نورو قوماندانانو او سيمه‌ييزو اميرانو ترمنځ تبادله شوي دي. ځينې دغه اسناد د شيخ اسامه په کور کې د ده له مرگ وروسته موندل شوي او د امريکا استخباراتو بيا خپاره هم کړل. ما چې دغه ټول اسناد وکتل په دې باور شوم، چې شيخ د تنظيم په اړه قوي څېړنې او بيا نظر کتنې کړي دي. له دې لارې يې هڅه کړې، چې ځينې تېروتنې اصلاح کړي، چې تنظيم پخوا کړي دي.

ستا له نظره د دې بدلونونو اغېز څه کېدای شي؟

الموريتاني: القاعدې هڅه پيل کړې، چې د تکفير، تشدد او سخت دريځۍ له فتواوو ځان لرې وساتي او دا کار يې هم نه خوښيږي، چې خپل مخالفين په يو او بل تور تورن کړي او غواړي، چې هغه پخوانۍ تېروتنې اصلاح کړي.

د فکري سمون او بدلون نښې دا دي، چې دوی له هغو بريدونو ځانونه لرې ساتي، چې ولسي خلکو ته په کې مرگ ژوبله اوړي. القاعده اوس دا غواړي، چې ولسي خلک په نښه نه کړي، د دې لپاره قوي فکر کوي او دوی خپل عمليات د جراحي عملياتو په څېر کوي، چې يوازې د اړتيا پر مهال کار وکړي او بس.

زما په باور القاعده تر ډېره په دې توانېدلې چې خپلې پرېکړې او ويناوې په اعتدال او منځلارۍ راوگرځوي او د سيمې له حالاتو سره سمې پرېکړې وکړي، خو کېدای شي دا بدلون او نوښت د جهاد په سنگرونو کې پر ځينو علمي څېرو ناوړه اغېز وکړي، چې په سخت دريځۍ او توندروۍ پېژندل شوي دي.

اوس په القاعده کې يو شمېر هغه خلک د علماوو مرتبې ته رسېدلي، چې پخواني علما او پوهان يې شهيدان شوي. شيخ عطية الله الليبي، شيخ ابو يحيی الليبي او داسې نور علما شهيدان شوي، نو دا علمي ډگر ځينو نورو ته پاتې شو، چې دومره علمي توان او مرتبه نه لري.

دلته د دې يادونه هم اړينه ده، چې له شيخ اسامه بن لادن وروسته کوم بدلونونه راغلل، هغه دا چې شیخ ابو الخير المصري له زندانه راخوشې شو او د القاعدې د مشر ايمن الظواهري مرستيال وټاکل شو. شيخ ابو الخير له دوکتور ايمن الظواهري سره قوي اړيکې لري او يو شمېر داسې ځانگړنې او صفات لري، چې گڼې تېروتنې به ورسره اصلاح شي او خاليگاوې به ډکې کړي.

ستا په نظر په القاعده کې د داعش ډلې په پرتله سخت دريځي او توندلاري څومره ده؟

الموريتاني: د القاعدې په ځينو افرادو کې افراطي او سخت دريځه فکر و، خو په ټولو افرادو او ټولې ډلې کې نه او د دې افراطي فکر پلويانو په ځينو دريځونو او پرېکړو اغېز درلود، خو دغه ټول افراطي فکر د داعش او نورو تکفير ډلو تر مرتبې نه و رسېدلی، سره له دې، چې په القاعده کې هم يو شمېر سخت دريځي او د تکفيري فکر خاوندان وو.

 د عربي پسرلني انقلابونو په اړه د القاعدې دريځ څنگه ارزوې؟

الموريتاني: د عربي پسرلي په اړه د شيخ اسامه فکر او دريځ مثبت و، تنظيم ډېره هڅه وکړه، چې دغه بدلونونه سمې خوا ته سوق شي او گټه ترې پورته کړي او په هر صورت له نورو ډلو سره له ټکره ځان لرې وساتي او غوښتل يې چې په سياسي او فکري ډگر کې له هېڅ ډلې سره ټکر ونه کړي.

د همدې مثبت فکر له امله د القاعدې مخالفو ډلو د خپل سخت دريځي فکر او سټراټيژۍ له امله پر القاعده نيوکې پيل کړې او د دوی په سر کې داعش ډله وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون