امنيت سلايډ (فيچر)

افغانستان کې د امريکايي سرتېرو له زياتېدو سره د امريکا او روسيې ټکر زياتېدای شي؟

نړۍ نیوز-۲۰ فبروري ۲۰۱۷

امريکايي رسنۍ وايي، د امريکا دفاع وزير متقاعد جنرال جيمز ميټس غواړي افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زيات کړي، په داسې حال کې، روسيې تېره اوونۍ د مسکو شپږ اړخيزې غونډې ته امريکا نه وه بللې.

جيمز ميټس «مليټري ټايمز» امريکايي ورځپاڼې ته ويلي، افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان جنرال جان نيکلسون  په تکراري توگه افغانستان کې د شپاړس کلنې جگړې د گټلو لپاره د زرگونو اضافي سرتېرو غوښتنه کړې ده.

ميټس وايي، د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه يې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم د ميونيخ امنيتي کنفرانس کې خبرې کړي او افغانستان له امريکا د نورو سرتېرو او پوځي مرستو غوښتنه کړې ده.

د امريکا دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د لېږلو خبره کړې، چې جنرال نيکلسون يو لور ته د افغان جگړې لپاره د زرگونو اضافي سرتېرو غوښتنه کوي او بل لور ته يې پر روسيې، ايران او پاکستان تور لگولی، چې افغانستان کې د طالب وسله‌والو ملاتړ کوي او د ناټو ماموريت پر وړاندې يې دغه درې واړه هېوادونه خنډ بللي دي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د امريکايي جنرال ادعا بې بنسټه بللې او وايي، چې امريکايي جنرال د طالبانو د ملاتړ په اړه «روسيې پورې درواغ تړلي دي.»

افغانستان او مرکزي اسيا لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانگړي استازي ضمير کابلوف روسي رسنيو ته ويلي، چې امريکايي چارواکي دغه ډول څرگندونې يوازې د دې لپاره کوي، چې «خپله ناکامي» پرې پټه کړي.

کابلوف افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر فعاليتونو او نهو اډو نيوکې کړي او غوښتنه يې کړې، چې امريکا دې په افغانستان کې خپله سټراټيژي روښانه کړي، چې دوی د افغانستان او سيمې هېوادونو په اړه څه پاليسي لري.

کابلوف د ترکيې اناضول خبري اژانس ته ويلي، چې سيمه او افغانستان کې د امريکا فعاليتونه د روسيې او سيمه‌ييزو هېوادونو په زيان دي او امريکا د خپلو گټو لپاره افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي.

دی وايي: «امريکا په ترکيه کې يوازې يوه اډه لري، خو پر افغان حکومت فشار راوړي، چې په ټول هېواد کې نهه اډې ورکړي او په وينا يې دا کار روسيې ته د منلو وړ نه دي.»

کابلوف وايي، چې امريکا په تېرو پنځلسو کلونو کې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي نه شوای کړی، د افغان حکومت اقتصاد لا هم اويا سلنه پر بهرنيو مرستو ولاړ دی او حکومتي جوړښت هم د خلکو ستونزو په کمولو کې پاتې راغلی دی.

کابلوف گواښ کړی، «که افغانستان کې چټک اقتصادي، اداري او امنيتي اصلاحات را نه شي، افغانستان به خپل اوسنی جوړښت له لاسه ورکړي او کېدای شي په وړو وړو دولتونو ووېشل شي.»

افغانستان کې د روسيې او امريکا د ممکنه بې باورۍ او ټکر خبرې په داسې حال کې کېږي، چې روسي چارواکو منلې طالبانو سره د خپلو گټو او گډ دښمن د ځپلو لپاره اړيکې اړيکې لري، خو افغان حکومت روسيې او د سيمې له هېوادونو غوښتي، چې د دوی له مخالفينو سره دې اړيکې نه نيسي او دغه اړيکې يې د افغانستان په زيان بللي دي.

امريکا په داسې حال کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د رالېږلو خبره کوي، چې يو لور ته افغان حکومت اويا سلنه پر بهرنيو مرستو ولاړ دی او د رپوټونو له مخې په تېر يو کال کې طالبانو پاموړ پرمختگونه کړي دي.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې سيگار په خپل رپوټ کې ويلي و، چې افغان حکومت يوازې په شپېته سلنه خاوره واکمن دی او پاتې نورې برخې د طالبانو په واک کې دي.

راتلونکي پسرلي کې د جگړو د پراخېدو اندېښنې مخ پر زياتېدو دي او امريکايي جنرال پر روسيې، ايران او پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور لگوي، بل لور ته روسيې افغانستان کې د امريکا او ناټو پر ماموريت نيوکې کړي او د امريکا پوځ اډې يې د «افغانستان اشغال» بللی دی.

افغانستان کې د امريکا او روسيې ټکر مخ پر زياتېدو دی، که افغان حکومت او طالبان په خپلو کې د جگړې پر ځای د سولې پر لور گام وا نخلي، شونې ده راتلونکو وختونو کې افغانستان هم د سوريې په څېر د امريکا او روسيې د جگړې مرکز وگرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون