افغانستان سلايډ (فيچر)

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار څرگندونو د افغان لوري توند غبرگون پارولی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه

داسې ښکاري، چې د لندن په غونډه کې د اړیکو تر نسبي ښه کېدو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا د ترېنگلتیا لوري ته روانې دي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه تېره ورځ اسلام اباد کې ویلي، که پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې نه وای دریدلی نن به افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې نه و، چې دې څرگندونو د افغان لوري توند غبرگون پارولی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنگ وایي، که د افغان ولس جهاد نه وای نن به پاکستان د نړۍ پر مخ نه و.

هغه پر خپل رسمي فیسبوک لیکلي: «افغانستان، د دومره اوږده تاریخ په اوږدو کې د لوی خدای (ج) په پېرزوینه او د افغان ملت په قوت، وحدت او ټینگې ارادې ساتل شوی دی. زموږ باور دا دی، که د افغان ملت برحقه او مقدس جهاد نه وای، پاکستان به د نړۍ پر جغرافیه موجود نه و.»

د غورځنگ په وینا افغانستان د تصادف او ځانگړي استعماري تعامل له مخې نه دی رامنځته شوی او تل خپل ملت او د هغوی یووالی ساتلی.

پاکستاني رسنیو بیا د ناصر جنجوعه له قوله همداراز ویلي، دا تصور هم ناسم دی چې پاکستان په افغانستان کې دوه مخې لوبه کوي.

هغه زیاته کړې په پاکستان کې وروستی تاوتریخوالی د افغانستان د کړنو زیږنده ده.

دې څرگندونو ته په غبرگون کې د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ویلي، دا له شکه وتلې چې پاکستان د ترهگرو د روزنې مرکز او دېره ځای دی.

نوموړي هم ویلي، چې د افغانستان د جهاد له برکته پاکستان او د نړۍ ډير هېوادونه، هېوادونه پاتې شول.

داسې ښکاري، چې د لندن په غونډه کې د اړیکو تر نسبي ښه کېدو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا د ترېنگلتیا لوري ته روانې دي.

که څه هم د دواړو هېوادونو چارواکو د اړیکو ښه‌والی مهم بولي؛ خو په دې برخه کې د کوم عملي گام څرک نه لیدل کیږي او افغان لوری وايي، پاکستان په دې اړه په تېر کې دوه مخې لوبه وکړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون