سلايډ (فيچر) سيمه ييزې او عربي

سوریه: د روسيې پر مخالفت سربېره امریکا د نورو بریدونو گواښ کړی

ملگرو ملتونو کې د امريکا سفيره نکي هيلي

د روسيې استازي وويل، چې ۲۰۱۵ کې روسيې او امريکا تړون کړی و، چې د سوريې په فضا کې به امريکايي او روسي الوتکې يو بل سره ټکر نه کوي او اوسني بريدونه يې له دغه تړونه سرغړاوی بللی دی.

ملگرو ملتونو کې د امريکا استازې نکي هيلي وايي، چې تېره ورځ د امريکا سمندري ځواکونو له «بشپړې پلټنې او دقت وروسته» سوريه کې د شعيرات پر هوايي ډگر کروز توغندي توغولي دي.

هيلي وويل، چې امريکايي ځواکونو دغه بريدونه د بشار اسد له لوري پر ولسي خلکو د کيميايي بمونو د کارولو په ځواب کې کړي دي.

نکي هيلي تېره ورځ د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته وويل، که بشار اسد پر خلکو کيميايي وسلې کاروي «موږ ورته لاس تړلي نه شو کيناستی او هيله ده، چې بشار اسد راتلونکي کې کيميايي وسلې ونه کاروي.»

د سپينې ماڼۍ وياند شون سپايسر هم ويلي، چې د امريکايي ځواکونو له لوري پر سوريې دغه بريدونه د نورې نړۍ لپاره هم خبرداری دی او زياته يې کړه، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوريې په اړه خپله راتلونکې سټراټيژي نه څرگندوي.

بل پلو ملگرو ملتونو کې د روسيې استازي ويلاديميرسافرونکوف امنيت شورا ته وويل، چې د سوريې پر شعيرات هوايي ډگر بريد له نړيوال قانونه سرغړونه ده او دغه بريدونه يې د نړۍ امنيت او ثبات لپاره گواښ وبلل.

ملگرو ملتونو کې د روسيې استازي ويلاديميرسافرونکوف

د روسيې استازي وويل، چې ۲۰۱۵ کې روسيې او امريکا تړون کړی و، چې د سوريې په فضا کې به امريکايي او روسي الوتکې يو بل سره ټکر نه کوي او اوسني بريدونه يې له دغه تړونه سرغړاوی بللی دی.

سافرونکوف د امریکايي سمندري ځواکونو دغه بريدونه د «ترهگرۍ ملاتړ» بللي او وايي، چې تېره ورځ د حمص پر شعيرات هوايي ډگر له بريد وروسته داعش ډلې سيمې کې پرمختگونه کړي دي.

دغه روسي ډيپلوماټ تور پورې کوي، چې سوريې، يمن او ليبيا کې د لويديځو هېوادونو د لاسوهنو له امله ناامنۍ زياتې شوي دي.

دغه روسي ډيپلوماټ ويلي، چې تېره مياشت امريکايي الوتکو د عراق موصل کې سلگونه ولسي خلک ووژل او په وينا يې تېره ورځ يې د دې لپاره د حمص پر هوايي ډگر بريد وکړ، چې د نړيوالو فکرونه د موصل له ټولوژنې واړوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير ريکس ټلرسن ويلي، چې د روسيې په غبرگون نهيلي شوی دی.

ټلرسن وايي، روسيه په داسې حال کې د بشار اسد ملاتړ کوي چې «نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې له خپلو خلکو سره په جگړه اخته او پر خپل ولس يې لسگونه ځله وحشي بريدونه کړي دي».

د سره صليب نړيوالې ادارې بيا ويلي، چې سوريه کې د امريکا توغنديز بريدونه د نړيوالو ځواکونو «وسله‌وال ټکر» بللی شي.

د سره صليب نړيوالې ادارې وياند وايي: «امريکايي ځواکونو د سوريه په حمص کې پر شعيرات هوايي ډگر کروز توغولي او دغه ډول بريدونه نړيوال وسله‌وال ټکر بللی شي.»

له ۲۰۱۰ راهيسې، چې سوريه کې د پاڅونوالو او بشار اسد ترمنځ جگړې روانې دي، دا لومړی ځل دی، چې امريکا د سوريې هغه پوځي مرکز په نښه کړی، چې قومانده يې په مستقيمه توگه د بشار اسد په لاس کې ده.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت هم دغه بريدونه غندلي: «دا ډېره څرگنده خبره ده، چې د امريکايي ځواکونو دغه بريدونه له پخوا پلان شوي وو او د خان شيخون کيميايي بريد يې هسې د يوې پلمې په توگه ياد کړی دی.»

د روسيې بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې امريکا سره يې د سوريې په فضا کې د جنگي الوتکو «نه ټکر» تړون ځنډولی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون