امنيت سلايډ (فيچر)

د هلمند جگړې مالي سرچینې او تر شا یې ناویلې کیسې

 

د نا ارامه هلمند په اړه تازه اټکل دا دی چې په کې روانه جگړه به د کابو کېدو پر ځای لا سخته او پیچلې شي؛ ځکه سږ کال په دغه ولایت کې تر بل هر وخت زیات کوکنار کرل شوي‌ او له بل لوري ورته د طالبانو د مرکزونو د لیږد خبره هم گرمه ده.

له ۲۰۰۱ راهیسې هلمند په بشپړ ډول د ارامۍ ساه نه ده اخیستې یوازې له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۱ پورې درې کلونه په دغه ولایت کې نسبي امن و؛ خو په اوسنۍ کچه ترینگلی حالت تر دې وړاندې په کې نه و تجربه شوی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، طالبانو تېر کال هم غوښتل له کويټې او پېښوره خپل مرکزونه هلمند ته راوړي او سږ کال یې هم همدا طرحه په لاس کې ده چې افغان ځواکونه به یې د پلي کولو اجازه ورنه کړي.

د هلمند ځايي خلک او په مرکزي حکومت کې د هلمند استازي هم د هلمند د راتلونکي په اړه سم انځور نه وړاندې کوي.

اټکل دا دی، چې په دغه ولایت کې فعاله د مخدره توکو مافیا، د وسلو قاچاق وړونکي، د امنیتي ځواکونو ناسم مدیریت او د مرکزي حکومت نه پاملرنه به په هلمند کې حالت نور هم ترینگلی کړی.

د مشرانو جرگې غړی هاشم الکوزی د هلمند جگړه خطرناکه بولي او اندېښنه يې دا ده چې طالبان به ډير ژر د هلمند په پاتو سیمو کې  کې حضور پیدا کړي.

الکوزي نړۍنیوز ته وویل: «په هلمند کې د امنیتي ارگانونو ترمنځ همغږي نه شته، اداري فساد زیات دی، نړیوال قاچاقبر موجود دي، د طالبانو د جگړې نیمايي پیسې همدا قاچاقبر ورکوي، بهرامچه د دوی تجارتي او د قاچاق  بازار دی، د تریاکو د کښت له اخیستو وروسته به وضعیت نور هم خراب شي.»

افغانستان کې څو سیمه‌ییزو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې د هلمند پولیس خپلې وسلې پر طالبانو پلوري.

اریانا نیوز د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې همداسې یو راپور د هغه پولیس له قوله خپور کړی، چې په هلمند کې جگړه کوي.

د ټول افغانستان او بیا په ځانگړي ډول د هلمند د جگړې د تمویل او سرچینو په اړه پوښتنې مطرح کیږي؛ خو د جگړې مور مالي سرچینې دي چې په هلمند کې د طالبانو لپاره پراخې بلل کیږي.

د هلمند  جگړې مالي سرچینې

مخدره توکي

افغانستان د نړۍ او هلمند د افغانستان نوي سلنه مخدره توکي تولیدوي، په دغه ولایت کې تر ټولو زیات مخدره توکي په هغو سیمو کې کرل کیږي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

ولسمشر غني هم په دې باور دی، چې د طالبانو تر ټولو ستره مالي سرچینه مخدره توکي او د دغو توکو کار او بار دی.

د هلمند د ولایتي شورا رییس کریم اتل وايي، طالبان په هلمند کې له ټولو مخدره توکو خپله ځانگړې ونډه د زکات او عشر په نامه اخلي او له دې لارې د ترلاسه شویو عوایدو لویه برخه د هلمند او لږه برخه د نورو ولایتونو په جگړه لگوي.

سنگین، مارجه، ناوه، موسی کلا، گرمسیر، واشیر او بغران هغه ولسوالۍ دي، چې تر ټولو زیات مخدره توکي په کې کرل کیږي او لویه برخه عواید یې د طالبانو لاس ته ورځي.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ۲۰۱۵ کال کې په خپل کلني راپور کې وویل، چې په لسو کلونو کې د افغانستان د مخدره توکو ارزښت په نړیوالو مارکېټونو کې تر اویا ملیارده ډالرو پورې رسیدلی، يعنې افغانستان هر کال د اووه ملیارده ډالرو په ارزښت مخدره توکي تولیدوي، چې د افغانستان له ټولې عادي او انکشافي بودیجې سره یې وزن برابر دی.

ملگرو ملتونو هم په ۲۰۱۰ کال کې یو راپور خپور کړی و چې له مخې یې د افغانستان د مخدره توکو له پیسو دوه ملیارده ډالر هر کال افغانستان ته رسیږي او پاتې یې د نړۍ لوی قاچاقبران ترلاسه کوي.

د دغه راپور په حواله، افغانستان کې د ملگرو ملتونو له مخدره توکو سره د مبارزې مسوول جین لوک لیماهیو هغه مهال اعلان کړی و، د دوه ملیارده ډالرو له ونډې ۴۰۰ میلیونه ډالر یې بزگرو او نورې پیسې مافیايي کړیو او حکومتي سرچینو ته تللي.

د هلمند د ولایتي شورا د رییس په وینا له مخدره توکو بزگرو ته د راتلونکو پیسو نیمايي یې مخامخ طالبان اخلي، یعنې په دې حساب هر کال دوه سوه میلونه ډالر طالبان تر لاسه کوي، چې د جگړې د تمویل په برخه کې خورا لوړ رقم دی.

که دا پیسې پنځه ویشت سلنه یا سل میلیونه ډالر هم وي، د طالبانو جگړه‌ییزو وسایلو ته په کتو پرې هر کال د ټول افغانستان جگړه گرمه ساتل کېدای شي.

اوس چې د هلمند د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست هم مني، چې تر بل هر وخت زیات مخدره توکي کرل شوي نو اټکل دا دی چې د طالبانو مالي سرچینې به ورسره نورې هم پياوړې شي.

همدا مخدره توکي تر حاصل وروسته د هلمند په دیشو ولسوالۍ کې بهرامچه نومې سیمې ته لیږدول کیږي.

دا سیمه په نړۍ کې د مخدره توکو د پېر او پلور تر ټولو ستر بازار دی او نړیوال قاچاق وړونکي په کې تگ راتگ وي.

بهرامچه له ایران او پاکستان سره پوله لري نو ځکه ترې مخدره توکي په اسانۍ هرې خواته لیږدېدلی شي.

طبیعي زیرمې

د افغانستان د ډيرو طبیعي زیرمو پيسې مخالفینو ته ځي، چې په هلمند کې هم د مرمرو او رخام ډبرو د کانونو یوه برخه عواید دغه ډله تر لاسه کوي.

افغانستان کې له فساد سره د مبارزې شبکې مشر خان زمان امرخیل نړۍنیوز ته وویل، په افغانستان کې د شته لس زره کوچنیو طبیعي زیرمو چې اوس یې استخراج روان دی پنځوس سلنه عواید طالبان تر لاسه کوي او هلمند هم له دې محاسبې نه دی وتلی.

د هلمند په خانشین کې د رخام ډبرو یو لوی کان تېر څو کلونه استخراجیږي او د هلمند جگړې اوپراتیفي قومندان جبار قهرمان په دې باور دی، چې د رخام ډبرو لویه برخه عواید طالبانو ته ورځي.

قهرمان په دې اړه نړۍنیوز ته وویل: «د دولت مخالفین هره ورځ له پنځوسو زرو تر شپیتو زرو  ډالرو پورې د روخام له ډبرو څخه عاید تر لاسه کوي چې دا د دوی لپاره خورا ډيرې پیسې دي».

دی وايي، له مرمر ډبرو هر کال هغوی د مالیو په نوم هم شاوخوا اتلس میلیونه ډالر تر لاسه کوي.

په ۲۰۱۴ کې د ملگرو ملتونو د څار  ډلې یوه استازي بیا ویلي و «د هلمند طالبان هر کال د لسو او دوولسو میلیونو ډالرو ترمنځ د مرمرو له ډبرو ترلاسه کوي.»

له دې شمېرو ښکاري، چې د هلمند جگړه به په ۲۰۱۷ کال کې هم ځکه روانه وي، چې د ډيرو ډلو او کړیو لپاره د پیسو سرچینه ده او طالبان پرې خپله عقیدوي جگړه هم روانه ساتلی شي.

باج اخېستنه

هلمند کې د طالبانو یوه بله مالي سرچینه له دولتي پروژو او شخصي شرکتونو باج اخیستنه ده.

د یوه خصوصي شرکت مشر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي او ناوه ولسوالۍ کې یې یوه پروژه لرله نړۍنیوز ته ویلي، د پروژې پنځلس سلنه پیسې یې طالبانو ته ورکړې تر څو هغوی د پروژې مخه ونه نیسي.

د کلیو او پراختیا وزارت د مخکني پروگرام ملي پیوستون لسگونه پروژې هلمند کې پلې شوې، چې د سیمه‌ییزو خلکو په وینا په لویه برخه پروژو کې طالبانو خپله ونډه اخیستې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، ښايي دا کار شوی وي؛ خو دوی يې په اړه کره اسناد نه شي وړاندې کولی.

طالبان د هلمند له بریښنا هم د باج په توگه پيسې اخلي او یا هم د بريښنا بېلونه دوی ټولوي.

د هلمند د برېښنا ریاست یو تن کار کوونکي شیر ولي نړۍنیوز ته ویل: «طالبان کله کله قصداً د برېښنا لینونه پرې کوي بیا موږ ورځو د یو څه پیسو په بدل کې له هغوی اجازه اخلو او لینونه بیرته نښلوو او دوی سلگونه لکه پیسې له همدې مدرکه تر لاسه کوي».

 ناسم مدیریت

د هلمند مدني او سیاسي فعالان په دې باور دي، چې د هلمند جگړې د پياوړي کېدو یو لامل ناسم مدیریت دی، چې مخالفین یې زوړور کړي او د لښکرگاه د سقوط ویره هم له همدې امله تېر کال کې زیاته شوه او سږ کال هم موجوده ده.

هلمند کې په هره میاشت کې یو لوړ پوړی امنیتي مسوول بدل شوی؛ خو پر جگړه یې منفي اغیز کړی، چې له همدې امله د جگړې د لومړۍ کرښې د سرتیرو روحیه زیانمنیږي.

په تېر یوه کال کې د ناسم مدیریت له امله په هلمند کې د امنیتي ځواکونو وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلې او گڼ شمېر امنیتي سرتیري په کې ووژل شول.

د هلمند والي حیات الله حیات  د پولیسو او ملي اردو له لوري  د مهماتو د پرېښودو په اړه وايي: «۱۵۰ پوستې په مختلفو ولسوالیو کې په یوه ورځ  خوشي شوي، په گرمسیر کې ۲۴ ټانکره مرمۍ او مهمات پرښودل شول، موږ هغه پولیس او د ملي اردو سرتیري ونیول، څارنوالۍ ته مو معرفي کړل، خو دا چې مرکزي حکومت سر نه پسې گرځوي په هغه کې موږ مسؤولیت نه لرو».

په هلمند کې پوځي ټیټ‌پوړي منسوبین طالبانو ته د وسلو پرېښودو ته د یوې لوبې په سترگه گوري.

په دغه ولایت کې د دویمې لوا د شپږم کنډک یوه سرتیری چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نړۍنیوز ته وویل: «په مارجه، سنگین، نوزاد او گرمسیر کې زرگونه میله وسله، ډیسي توپ، مهمات او مرمۍ د ملي اردو ځواکونو پرته له کوم برخورد نه دوښمن ته پرښودل».

خیالي پولیس هم په هلمند کې د ناسم مدیریت زیږنده دي، چې له امله یې د دغه ولایت پخوانی امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنگ څارنوالۍ ته هم معرفي شو.

خو یو شمېر پټو سرچينو رسنیو ته ویلي و، چې کورنیو چارو وزات ته د ۹۸۴۸ لیست ورغلی؛ خو د اوسني  شمېر پر بنسټ له دې ډلې ۱۲۶۳  پولیس یې خیالي دي.

دې کار د امنیتي ځواکونو مرگ ژوبله هم لوړه کړې او د اټکل له مخې د تېرو دوو میاشتو خونړیو بریدونو پر مهال هلمند کې تر دوه زره زیات امنیتي سرتیري وژل شوي دي؛ خو د طالبانو مرگ ژوبله هم تر دې لوړه اټکل شوې ده.

په هلمند کې ستونزه دا ده چې د جگړې مسلکي قومندانان هم نه ور استول کیږي نو ځکه ځينې ورځې د امنیتي سرتیرو مرگ ژوبله خورا لوړه وي.

د پولیسو د زون قومندان عصمت الله دولتزی دوې میاشتې وړاندې ویلي و، دوی په یوه ورځ ۶۳ عسکر له لاسه ورکړل او ۹۳ نور یې ټپيان شوي هم و.

هلمند ته د پلازمېنې نه پاملرنه او په کې ناسمو لاسوهنو هم وسله‌والو طالبانو ته فرصت ورکړی چې  جگړه سخته او  د خپل واک سیمې پراخې کړي.

د هلمندیانو په وینا د دغه ولایت طالبان اوس په ځان بسیا ښکاري، چې پیسې او وسلې لري او ان د خپلو ټپیانو د درملنې لپاره د مارجې په ماتکي سیمه کې یو پرمختللی روغتون هم لري.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون