افغانستان سلايډ (فيچر)

ضعيف: د امريکا سټراټيژي د سولې پر وړاندې خنډ ده

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف

ملا عبدالسلام ضعيف له امريکايي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره دې خپله جگړه‌ييزه سټراټيژي پر سوله‌ييز فکر بدله کړي او په وينا يې «امريکا دې د طالبانو راتگ لپاره زمينه برابره کړي.»

د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد د طالبانو د جگړې اوولسم کال دی، خو لا هم د سولې په اړه کوم څرک نه ترسترگو کېږي.

اسلام اباد کې د طالبانو د  واکمنۍ پر مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي، چې طالبان سولې ته تيار دي، خو افغانستان کې د امريکا سټراټيژي د افغان سولې پر وړاندې خنډ ده.

 عبدالسلام ضعيف الجزيرې ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې د افغان کړکېچ يوازېنی حل د سولې خبرې دي، طالبان هم د جگړې پر ځای د سوله‌ييز حل غوښتونکي دي، خو « افغانستان کې د امريکا روانه جگړه او گونگه سټراټيژي د سولې پر وړاندې ستر خنډ دي.»

ملا عبدالسلام ضعيف له امريکايي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د افغان کړکېچ د حل لپاره دې خپله جگړه‌ييزه سټراټيژي پر سوله‌ييز فکر بدله کړي او په وينا يې «امريکا دې د طالبانو راتگ لپاره زمينه برابره کړي.»

ضعيف په داسې حال کې د امريکا پر سټراټيژۍ نيوکې کړي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس کابل ته راغلی و، دلته يې له امريکايي سرتېرو او افغان ولسمشر اشرف غني سره له ليدو وورسته د مخالفينو پر ضد د اوږدمهالې جگړې ژمنه تازه کړه.

ميټس روان کال د افغان امنيتي ځواکونو لپاره له ننگوونو ډک وباله او زياته يې کړه، چې امريکا به د دغو ستونزو او جگړو پر مهال د افغان حکومت تر څنگ ولاړ وي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې له سیاسي بهیر سره د سولې له لارې یو ځای شي او له ترهگرو ډلو سره خپلې اړیکې ختمې کړي؛ خو په خبره یې جگړه ښايي نوره هم دوام وکړي.

خو د عبدالسلام ضعيف په گډون ځیني شنونکي په دې باور دي، چې د امريکا اوسنۍ سټراټيژي د سولې پر وړاندې خنډ ده او تر هغو، چې امريکا د جگړې پر ځای د سولې پلو نه وي دروند کړی، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سوله کومې پايلې ته نه شي رسېدای.

ولسمشر اشرف غني هم  د خپلې واکمنۍ د لومړنيو وختونو پر خلاف د سولې پر ځای په جگړې ټيڼگار کوي او وايي، چې د امريکا او نړيوالو ايتلافيانو په ملاتړ به طالبانو ته په جگړو کې ماتې ورکړي او د سولې خبرو ته به يې اړ باسي.

امريکا او افغان حکومت په داسې حال کې د طالبانو پر ضد د جگړو خبره کوي، چې طالبانو د تېرې جمعې په ورځ بلخ کې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو ډله‌ييز بريد کې نژدې درې سوو سرتېرو ته مرگ ژوبله واړوله.

افغان حکومت او امريکايي چارواکو دغه بريد وحشت او نه منونکی بللی او گواښ يې کړی، چې د خپلو سرتېرو غچ به له طالبانو واخلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون