سلايډ (فيچر) سيمه ييزې او عربي

امریکا پر شمالي کوریا نور بندیزونه لگوي

 

واشنگټن پریکړه کړې، چې پر شمالي کوریا به نوي او د دوی په وینا سخت بندیزونه ولگوي، تر څو دغه هېواد له اټومي ازمیښتونو لاس په سر کړي.

امریکا دغه پریکړه تر هغه وروسته کوي، چې وړمه ورځ د شمالي کوریا رسنیو د خپل ولسمشر له قوله لیکلي و، که امریکا جنوبي کوریا ته څېرمه پوځي تحرکات وکړي دوی به یې بیړۍ او په سیمه کې پوځي اډې په نښه کړي.

تازه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، له خپلو پوځي مسوولینو او د خپل هېواد له سناتورانو سره په ناسته کې ویلي، پر شمالي کوریا به وروستۍ درجه سخت سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولگول شي.

شمالي کوریا اوس هم د ملگرو ملتونو او گڼو هېوادونو له بندیزونو سره مخ ده؛ خو له اټومي پروگرامه لاس په سر کېدو ته غاړه نه ږدي.

د امریکايي چارواکو په یوه گډه خبرپاڼه کې ویل شوي، لا هم د امریکا دریځ د شمالي کوریا پر وړاندې سوله‌ییز دی او هڅه به وشي په همدې تگلاره شمالي کوریا اټومي ازموینې پرېږدي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي: «د ډونلډ ټرمپ پالیسي دا ده تر څو پر شمالي کوریا سخت اقتصادي او ډيپلوماټیک بندیزونه ولگول شي، تر څو دغه هېواد د اټومي او بلاستیکي توغندیو ازمیښت او د وسلو پراختیا ودروي.»

دوی ویلي، امریکا له شمالي کوریا سره خبرو ته چمتو ده؛ خو له خپل ځان او د خپلو متحدینو دفاع ته هم چمتووالی لري.

د امریکا او شمالي کوریا تر منځ کړکیچ وروسته له هغه په زیاتېدو شو، چې شمالي کوریا تازه څو توغندي و ازمویل او امریکايي چارواکو ارام سمندرگي ته یوه ستره پوځي بیړۍ د دې لپاره ولیږله چې د شمالي کوریا د احتمالي پلانونو مخنیوی وکړي.

تر بیړۍ وروسته امریکايي چارواکو تېره چهارشنبه جنوبي کوریا ته د توغندیو ضد دفاعي سیستم هم ورکړ، چې په خپله د جنوبي کوریا ځېنو خلکو یې هم پر وړاندې غبرگون وښود او په وینا دا کار یې سیمه بې ثباته کوي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون