افغانستان سلايډ (فيچر)

هلمند: په تېرو پنځلسو کلونو کې اتلس زره پولیس وژل شوي دي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، په تېرو پنځلسو کلونو کې په دې ولایت کې د جگړو له امله یوازې اتلس زره پولیس وژل شوي دي.

د هلمند امنیه قومندان اقا نور کېنتوز تېره ورځ په هلمند کې یوې خبري غونډې ته وویل، ترلاسه شوي سندونه ښيي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې له وسله‌والو طالبانو سره په جگړو، نښتو، ماین چاودنو او ځانمرگو بریدونو کې اتلس زره پولیس وژل شوي او زرگونه نور ټپیان شوي دي.

د کېنتوز په خبره، په وژل شویو کې د پولیسو افسران، سرتېري، امنیه قومندانان او د پولیسو اړوند نور کارکوونکي دي.

د هلمند امنیه قومندان وايي، د جگړو له امله د پولیسو زرگونه سپکې او درنې وسلې هم لادرکه شوي، چې تر اوسه یې په اړه معلومات نه شته.

د هلمند امنیه قومندان د دغو تلفاتو لامل پرلپسې جگړه یاده کړه.

د هلمند د ولایتي شورا غړی کریم اتل د اتلس زره پولیسو وژل کېدل ټکان ورکوونکی خبر بولي. ده له امنیتي چارواکو وغوښتل، چې د امنیتي سرتېرو د مرگ ژوبلې مخنیوی وکړي، گنې راتلونکو کلونو کې به دغه شمېر له دې هم لوړ شي.

د اتل په خبره، د هلمند جگړه د ټول هېواد د څلوېښت سلنې جگړې برخه تشکلیوي. اتل وايي تر اوسه د هلمند امنیتي ځواکونه لازم تجهیزات او وسایل نه لري.

په هلمند کې مدني فعالان بیا د ډېرو سرتېرو د مرگ ژوبلې لامل په دې ولایت کې د جگړو ناسم مدیریت ښيي.

په هلمند کې د مدني ټولنې غړی عبدالحق ځواک وايي، د هلمند جگړه تر اوسه د غیر مسلکي خلکو په لاس کې ده او کېدای شي د ملي اردو سرتېرو مرگ ژوبله له دې هم ډېره وي؛ ځکه د ملي اردو سرتېري ډېری وخت د وسله‌والو طالبانو سره په جگړه کې ښکېل وي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا«سیگار» د روان کال په پیل کې په خپل راپور کې ویلي و، په تېر یوه کال کې اتلس زره ۴۷۷ افغان پوځیانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون