سلايډ (فيچر) سوله

حکمتیار اوس له کومو ډلو او حکومتونو سره اړیکې لري؟

د سولې د تړون یو مهم شرط دا و، چې حزب اسلامي او مشر به یې له ټولو وسله‌والو او ناقانونه ډلو سره اړیکې پرې کوي او هم به په خپل هېواد کې سوله‌ییز ژوند کوي.

ځېنې پوځي شنونکي وايي، د مخالفو وسله‌والو د یوه جهت په توگه دا اسانه نه ده چې حکمتیار دې په لنډه موده کې خپل پخواني ملگري پریږدي.

د ولسي جرگې ځېنې غړي بیا وايي، حکمتیار په تېرو پنځلسو کلونو کې په خپله هم د طالبانو په څېر له ځېنو نورو ډلو سره په تقابل کې و، نو ځکه اوس له ډیرو وسله‌والو سره اړیکې نه لري.

افغانستان کې د جهاد د کلونو پرمهال له گلبدین حکمتیار سره یو شمېر هغو عرب ‌جنگیالیو ملگرتیا لرله چې وروسته بیا په القاعده تنظیم کې سره منسجم شول؛ خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډیری دغه کسانو له حکمتیار سره اړیکې پرې کړې او په دې وخت کې حکمتیار په ایران کې ژوند کاوه.

د کابل په گاونډ وردگو کې د حزب اسلامي یو پخوانی قوماندان حاجي صالح وايي، حزب اسلامي هغه جهادي ډله وه، چې په جگړه‌ییزو لیکو کې یې ډیر بهرنیان نه و او یوازې مالي او اداري مسائلو کې بهرنیانو ورسره مرسته کوله.

هغه نړۍنیوز ته وویل: «زه فکر کوم د حزب اسلامي یا یې د مشر گلبدین حکمتیار اړیکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ټولو بهرنیو اتباعو په ځانگړي ډول له عرب وگړو سره ختمې یا محدودې شوې.»

خو حکمتیار په ۲۰۰۶ کال کې ادعا کړې وه چې د ده جنگیالیو په ۲۰۰۱ کال کې د القاعده شبکې مشران له امریکایانو ژغورلي وو.

د افغانستان حکومت په تېرو پنځلسو کلونو کې طالبان بیا بیا تورن کړي، چې په لیکو کې یې بهرني اتباع جگړه کوي؛ خو پر حکمتیار دغه تور په کمو مواردو کې لگیدلی دی.

د ولسي جرگې یو غړی قدرت الله ذکي بیا وايي، گلبدین حکمتیار په تېرو پنځلسو کلونو کې د طالبانو په څېر له ځینو ډلو سره په تقابل کې و نو ځکه له هغوی سره اړیکې نه لري او پر جگړه یې هم له همدې امله اغېز کم دی.

اوس چې حکمتیار له سولې سره یو ځای او نوم یې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه ووت، دا پرې لازمي ده، چې له ټولو کورنیو او بهرنیو وسله‌والو ډلو سره به اړېکې پرې کوي؛ خو له حکومتونو سره اړیکې بیا د تړون کومه برخه نه ده.

یوه سیاسي فعاله سیلۍ غفار وايي، گلبدین حکمتیار ښايي لا هم له ځېنو بهرنیو یا کورنیو وسله‌والو سره اړیکې ولري او په سیمه کې ډیر هېوادونه د خپلو گټو لپاره د حکمتیار ملاتړ کوي.

هغې پر یوه ټلویزیوني بحث کې همداراز زیاته کړې: «حکمتیار اوس هم د پردیو استخباراتي شبکو او هغو تروریستي ډلو استازی دی، چې افغان جگړه رهبري کوي او د ځانگړې ماموریت لپاره د سولې له بهیر سره یو ځای شوی.»

په سیمه کې سعودي عربستان، ایران او پاکستان هغه هېوادونه یادیږي چې د گلبدین حکمتیار پخواني او اوسني ملاتړي دي او یا هم لږ تر لږه ورسره مخالف نه دي.

که څه هم امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د گلبدین حکمتیار پر سر میلونونه ډالر انعام کېښود؛ خو اوس یې له امریکا سره اړیکې ښې بلل کیږي، ځکه کابل کې د امریکا سفارت د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې اصلي لوبغاړی و او د دغه بهیر لومړنی نړیوال ملاتړی و.

د حزب اسلامي یوې سرچینې د نړۍنیوز خبریال ته ویلي: «د سولې په خبرو کې ډيرې لوړې ژورې راغلې؛ خو د امریکا سفارت په کې مهم رول درلود، ان یو ځل پر سوله اجراییه رییس خواشینی شو او له هېواده د وتلو هوډ یې وکړ؛ خو د امریکا سفارت له هوايي ډگره را وگرځاوه.»

کابل کې یو سیاسي کارپوه عبدالولي وهاب وايي، امریکا ځکه اوس د گلبدین حکمتیار ملاتړ کوي، چې له روسیې سره کړکیچ یې په ډيریدو دی او حکمتیار د روسیې سر سخت مخالف دی.

وهاب نړۍنیوز ته وویل: «دا چې حکمتیار راغی او د سولې له پروسې سره یو ځای شو، ډير ښه او لوی گام دی؛ خو هغه باید اوس یو لوی سیاسي فکر ولري او په اگاهانه یا غیر اگاهانه ډول د نورو د گټو لپاره کار ونه کړي.»

د حزب اسلامي د استازو شعار دا و، چې د گلبدین حکمتیار تر راتگ وروسته به دغه ډله له طالبانو سره د سولې په برخه کې مهم رول ولري؛ خو گلبدین حکمتیار تېره ورځ په خپلو لومړیو څرگندونو کې کټ مټ د حکومت دریځ ونیو.

د ننگرهار له والي محمد گلاب منگل سره حکمتیار په یوه ناسته کې وویل، چې طالبان دې د زور له لارې واک ته د رسیدو خوب نه گوري او سوله دې غوره کړي.

هغه همداراز وویل، د طالبانو جگړه هیڅ توجیه نه لري او ځان یې هغه کس وباله چې تر طالبانو وړاندې یې جهاد پیل کړی.

کابل کې د نړۍنیوز خبریال وايي، د عامو خلکو غبرگون دا دی، چې حکمتیار باید اوس ځان د یوه منځگړي په توگه را څرگند کړي.

هغه زیاتوي، د طالبانو پر ضد د حکمتیار څرگندونې به د ستونزې د حل پر ځای ستونزه لا لویه کړي.

خو هغه څه چې حکمتیار ویلي، د یوې شخصي غونډې خبرې وې او د هغه رسمي دریځ به نن لومړی په لغمان او بیا کابل کې روښانه شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون