رسنۍ سلايډ (فيچر)

ملي سیاست ته د حکمتیار دننه کېدل او اغېزې یې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

تېره اوونۍ د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدین حکمتیار له دوو لسیزو غياب وروسته په لغمان کې په یوه عام محضر کې راڅرګند شو. په هغه جلسه کې، د ملي شورا یو شمېر غړو او د حکومت چارواکو برخه واخیسته او دا لومړی ځل شو، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له اوږدې مودې وروسته د افغان حکومت له چارواکو سره مخامخ او رسمي ناستې کوي.

ښاغلي حکمتيار په لغمان کې د يو شمېر چارواکو او خپلو پلويانو يوې غونډې ته وينا وکړه او وروسته ننګرهار ته ولاړ او هلته يې هم يوې ستر غونډې ته وينا وکړه. نوموړی د پنجشنبې په ورځ (د ثور ۱۴مه ۱۳۹۶) د خپلو پلويانو د سلګونه موټرونو په بدرګه کابل ته راغی او په ارګ کې يې د اوسني او پخواني ولسمشر، اجرائيه رئيس، پخوانيو جهادي مشرانو او نورو جګ‌پوړو چارواکو په ګډون په يوه ستره غونډه کې ګډون او اوږده وينا وکړه او افغان حکومت د حکمتيار تود هرکلی وکړ.

دا چې د حامد کرزي د دورې پرمهال له حزب اسلامي سره ولې د سولې تړون لاسلیک نه شو، د حزب اسلامي د مبارزې تګلاره له کومو پړاوونو تېره شوه، له حزب اسلامي سره د سولې تړون ايا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لاره کې یو ماډل ثابتېدلای شي کنه؛ او کابل ته د حکمتیار راتګ به پر هېواد څه اغېزې ولري؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته پرې شننه کوو.

حامد کرزي ولې له حزب سره سوله ونه کړه؟

که څه هم دقيقه معلومه نه ده، چې حزب اسلامي (حکمتیار) د سولې په تړاو له افغان حکومت سره له څه وخت راهيسې خبرې اترې پيل کړې؛ خو د رسمي اعلامیو له مخې معلومېږي، چې دغه خبرې اترې په ۱۳۸۹ کال کې پيل شوې.

د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دويمه دوره کې څو ځله د حزب اسلامي پلاوي د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلل؛ خو دغو خبرو اترو تر پايه څه پايله ونه لرله او افغان حکومت د خپلو وسله‌والو مخالفينو له دغې ډلې سره کومې څرګندې پايلې او روغې ته ونه رسېد. د یوې څېړنې له مخې د ۱۳۸۹ کال له حمل څخه د ۱۳۹۲ کال تر ثور پورې د حزب اسلامي پلاوي ۱۷ ځله د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلل. له دې نېټې وروسته د حزب اسلامي نور پلاوي هم کابل ته راغلي؛ خو دا چې ولې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ګڼ عوامل لري؛ لکه په خبرو اترو کې د حزب اسلامي سخت دریځ او شرایط، د جګړې په ډګر کې د حزب اسلامي کم رول، په کابل کې د حزب اسلامي تر نامه لاندې د دغه ګوند د انشعابي ډلو او ځينو مهمو څېرو شتون، له حزب اسلامي سره د ځینو لوریو په تېره بيا ځينو لوړپوړو چارواکو مخالفت او د نړیوالو او په تېره بیا د امریکا د ملاتړ نه شتون وو.

له بلې خوا د حامد کرزي په دواړو دورو کې لسګونه زره امريکايي پوځيان د جګړې په ډګر کې جنګېدل او د سولې پر ځای پر جګړې تمرکز زيات و. داسې انګېرنې هم شته، چې حامد کرزی په خپلو دواړو دورو کې د حکمتيار د پخوانيو سرسختو مخالفينو له‌خوا محاصره شوی و او له دغې ډلې سره د روغې جوړې په لاره کې يې خنډونه جوړول؛ خو د حامد کرزي د دفتر رئيس عبدالکریم خُرم په اند، د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له حزب اسلامي (حکمتیار) سره د خبرو اترو په لاره کې ستر خنډ بهرنيان په ځانګړي ډول امریکا وه.

د حزب اسلامي بدلېدونکې تګلاره

که چېرې د حزب اسلامي د څلورو لسیزو مبارزې ته ځير شو، نو څرګندېږي چې دغې ډلې له څلورو پړاونو په تېرېدو سره خپله شکلي تګلاره هم تر ډېره بدله کړې ده:

لومړی پړاو؛ د دعوت مرحله: د حزب اسلامي د مور ډلې نهضت اسلامي یا جوانان مسلمان افغانستان د ډیموکراسۍ د لسیزې پرمهال خپله مبارزه له دعوته پيل کړه او د شته کمونیستي ډلو په مقابل کې له زياتو ننګونو سره هم مخ شوه؛ خو بیا هم د ډیموکراسۍ د لسیزې په پای کې یې د دعوتي بڼې له کبله د هېواد په شته ډلو کې یوه له مهمو او اغېز لرونکو ډلو وشمېرل شوه. هغه مهال نهضت اسلامي د داخلي اختلافاتو ښکار شو او په دوو ډلو کې یې انشعاب وکړ.

دویم پړاو؛ له دعوتي مرحلې تر وسله‌وال پاڅون: د ډیموکراسۍ لسیزې په پای او د سردار محمد داوود خان د جمهوریت له پيلېدو سره، د حزب اسلامي (یا هم د نهضت اسلامي) د مبارزې بڼې هم بدلون وموند او دغې ډلې د داوود خان پرضد وسله‌وال پاڅون وکړ، چې د ۱۳۵۴ عملیاتو په نامه یادېږي. د دغو عملیاتو تر شا تر ټولو ډېر رول د حزب اسلامي اوسني مشر ګلبدین حکمتیار و. دغه چلند تر ډېره د شوروي تر یرغل پورې دوام وکړ؛ خو ترڅنګ یې، د حزب اسلامي دعوتي مبارزې هم دوام درلود.

درېیم پړاو؛ د جهاد او نظامي ځواک پړاو: د حزب اسلامي د مبارزې درېیم پړاو، د شورویانو له یرغل سره پيل شو. هغه مهال حزب اسلامي د نورو پړاونو په پرتله په نظامي ځواک ډېر سمبال شو او د جهاد په ټول دوران کې یې مخکښ رول درلود. خو د نظامي ځواک لرلو ترڅنګ، حزب اسلامي خپله دعوتي مبارزه هم روانه ساتلې وه. د حزب اسلامي د مبارزې دا ډول له افغان حکومت سره د سولې کولو تر مهال پورې دوام وکړ؛ خو د طالبانو د امارت له راتګ وروسته یې د نظامي ځواک زور تر ډېره مات شوی و او نور حزب اسلامي د جهاد د دورې نظامي ځواک نه درلود.

څلورم پړاو؛ دعوت او سیاسي مبارزې ته ورتګ: د حزب اسلامي ډېری نظامي ځواک د داخلي اختلافاتو، له ځینو نورو جهادي ډلو څخه د یو شمېر هېوادونو له قوي ملاتړ او د طالبانو د رامنځته کېدو له کبله اغېزمن شو. له ۲۰۰۱ کال وروسته هم، که څه هم حزب اسلامي د امریکا‌يي او ناټو ځواکونو پر ضد جګړه کې حضور درلود؛ خو دا شتون یې د طالبانو په پرتله تر ډېره محدود و. د دې ترڅنګ د حزب اسلامي یو شمېر کړۍ او افراد هم د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت سره يوځای شول. په بل اړخ کې، د جګړې په ډګر کې هم، حزب اسلامي د طالبانو تر قوي فشار لاندې و، له دوی سره د نړیوالو مرستې هم کمې شوې وې. دغه حالت او له هېواده د بهرنیانو د ډېری پوځیانو وتلو، د حزب اسلامي (حکمتیار) پر ډله اغېزه وښندله او له کبله یې شونې شوه، چې دا ډله د خپلې مبارزې بڼه بدله کړي او د وسله‌والې مبارزې پر ځای دعوتي او سیاسي مبارزه پيل کړي. همدا لامل و، چې ګلبدین حکمتیار د لغمان په ناسته کې د طالبانو پر جنګي تاکتیک سختې نیوکې وکړې، روانه جګړه یې “بیهوده” او “ناروا” وبلله.

د حزب اسلامي د سولې ماډل او طالبان

یو شمېر شنونکي او لوړپوړي چارواکي له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې تړون په راتلونکي کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره یو ماډل ګڼي؛ خو پوښتنه زيږي، چې آیا داسې ممکنه هم ده او که نه؟

له حزب اسلامي سره د سولې د تړون مهمه ځانګړنه دا وه، چې دا روغه‌جوړه د بين‌الافغاني تفاهم له لارې وشوه؛ خو که چېرې د افغان طالبانو دریځ، شرایطو او د حزب اسلامي په پرتله د دوی وضعیت ته ځېر شو، نو څرګندېږي، چې له افغان حکومت سره به د دوی د سولې تړون یوازې د بین‌الافغاني تفاهم له لارې ونه شي، بلکې دوی به یو شمېر ځواکمنو هېوادونو ته د ژمنو د تضمین په برخه کې د ضمانت کوونکي په توګه اړتیا وویني.

دویم دا چې له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې تړون تر ډېره د حزب اسلامي ډلې د ابتکار پایله وه. حزب اسلامي (حکمتیار) له خپل اساسي شرط، د بهرنیو سرتېرو له وتلو، تېر شو. د سولې تړون په بدل کې یې هم تر ډېره امتیازات ترلاسه نه کړل. خو د افغان طالبانو په برخه کې بیا په دا ډول شرایطو سوله کول تر ډېره ناممکنه برېښي؛ ځکه افغان طالبان د حزب اسلامي په پرتله د جګړې په ډګر کې پياوړي دي. اوسمهال د سیګار د راپورونو په بنسټ د هېواد ۴۰ سلنه خاوره په ولکه کې لري او ورځ تر بلې افغان حکومت د ملي حاکمیت په برخه کې ننګوي.

پر ملي سیاست د حکمتیار د راتګ اغېزې

کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ به د هېواد پر ملي سیاست، راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو او له طالبانو سره د حزب پر اړیکو اغېزه ولري.

کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ وړاندې، د حزب اسلامي ګڼې وېشل شوې ډلې وې؛ خو د حکمتیار له راتګ سره، د حزب اسلامي په داخلي حلقو کې داسې هیلې راټوکېدلې، چې حکمتیار به یوځل بیا د حزب اسلامي وېشل شوې ډلې بیا پر ځان راټولې کړي؛ ځکه د دوی په اند دی په حزب اسلامي کې تر ټولو زیات کریزماتیک شخصیت دی او د دې کار وړتیا لري. خو دا کار ډېر هم اسانه نه دی او حکمتیار ته به يوه مهمه ننګونه همدا وي. که چېرې دا کار وشي، نو اغېزې به یې په لاندې برخو کې پراخې وي:

  • ملي سیاست؛ که څه هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ګلبدین حکمتیار څخه تود هرکلی وشو او په ارګ کې د ډېری ګوندونو د استازو خبرې هم هیله‌بښونکې او مثبتې وې. خو له دې سره سره بیا هم د حزب اسلامي (حکمتیار)، شیعه ډلو او جمعیت ګوند ترمنځ د ټکر ډېره شونتیا برېښي. د لغمان او ننګرهار په غونډو کې د حکمتیار له خبرو څخه هم همداسې څرګندېږي او په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي سوړ وضعیت او زیاتېدونکې اندېښنې هم د دې ښکارندويي کوي. خو دا به د وخت له تېرېدو وروسته، ژورېږي.
  • راتلونکې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې؛ له وروستیو څو میاشتو راهیسې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو صفبندۍ روانې دي. د حکمتیار راتګ به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر دغو صفبندیو هم اغېزناک ثابت شي. دغه راز حزب اسلامي به د خپل قوي جوړښت له کبله وغواړي، چې د یوه ګوند په توګه په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.
  • له طالبانو سره د حزب اړیکې؛ افغان طالبان او حزب اسلامي له پیله ترینګلې او له بې‌باوريو ډکې اړیکې لري. په لغمان او ننګرهار کې د حکمتیار وروستۍ ویناوې پر طالبانو هم راڅرخېدلې. په دغو ویناوو کې حکمتیار پر سوله‌ييز تاکتیک ټینګار وکړ او د طالبانو پر جنګي تاکتیک یې نیوکې وکړې. خو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې حکمتیار بیا د خپلو دوو تېرو ویناوو برعکس پر طالبانو توندې نیوکې ونه کړې.

رسنۍ؛ هغه څه چې د حکمتیار په درېیو پرله‌پسې ویناوو کې ولیدل شول، په ځینو رسنیو نیوکې وې، چې د ده په وینا د افغاني او اسلامي ارزښتونو برعکس خپرونې کوي. یو شمېر رسنیو د حکمتیار پر دغو خبرو توند غبرګون وښود. که چېرې د حزب اسلامي دا ډول تودې نیوکې روانې وي، نو له يوې خوا د رسنيو او حزب د ټکر شونتيا شته خو له بلې خوا په دې برخه کې د سياسي څېرو او هم عامو خلکو په کچه د نوموړي پر پلوۍ د غږونو پورته کېدو شونتيا هم شته ده، لکه څرنګه چې کريم خليلي په ارګ کې په خپلو محدودو خبرو کې د حکمتيار له همدې خبرې ملاتړ وکړ.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون