افغانستان سلايډ (فيچر)

جانان موسی‌زی: چين او امريکا افغانستان کې د سيالۍ پر ځای همکاري کولای شي

جانان موسی‌زی، چین کې افغان سفیر

افغانستان کې د امريکا د شپاړس کلن حضور ترڅنګ په دې وروستيو کې چين هم فعال شوی، افغان حکومت سره د مرستو سربېره له وسله‌والو طالبانو سره هم پراخې اړيکې لري. د رپوټونو له مخې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوو څو ځله چين ته سفرونه هم کړي دي.

چين کې افغان سفير جانان موسی‌زي افغانستان کې د چين او امريکا د فعاليتونو په اړه «ساوت چاينا مارننګ پوسټ» خپرونې سره مرکه کې ويلي، چې امريکا افغانستان کې د ترهګرۍضد جګړې سربېره افغان حکومت سره مرستې هم کوي او چين هم د تېرو څو کلونو په اوږدو  کې د افغانستان د باوري ګاونډي په توګه افغان حکومت سره هر ډول مالي او پوځي مرستې  کړي دي.

جانان موسی‌زی وايي، چې امريکا او چين افغانستان کې د سيالۍ پر ځای يو بل سره همکاري کولای شي. چين افغانستان کې د «يو کمربند يوه لاره» پروژې له لارې سيمه کې خپل اقتصادي اغېز زياتوي او د افغانستان له لارې مرکزي اسيا، اروپا او افريقايي هېوادونو ته لاره مومي.

افغان سفير زياتوي، افغانستان هغه هېواد دی، چې د درې اړخيزو اړيکو له لارې امريکا او چين سره په يوه وخت کې د اړيکو توازن ساتلی شي او افغانستان همدا کوي.

چين له افغان حکومت سره ښې اړيکې لري، له ۲۰۱۲ را روسته د دواړو هېوادونو اړيکې په سټراټيژيکې دوستۍ بدلې شوي. چين وايي، چې يوازې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړ کوي. له ۲۰۱۴ راهيسې چین افغان امنيتي ځواکونو سره هم پراخې مرستې کړي، خو په ورته وخت کې له وسله‌والو طالبانو، پاکستان او روسيې سره هم ښې اړيکې لري.

د رپوټونو له مخې طالبان د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله چين سره نژدې اړيکې لري، د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي چين ته سفرونه کوي. چين همدارنګه له پاکستان سره ژورې اړيکې لري، پاکستان سره يې د اقتصادي دهليز پروژې لپاره د ۴۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړی دی. سربېره پر دې چين د افغان سولې په اړه د مسکو د ناستو مهم غړی و. تېر کال د ډسمبر په ۲۷مه چې د افغان سولې په اړه د مسکو، بيجينګ او اسلام‌اباد لومړنۍ ناسته وه، د افغان حکومت اندېښنې يې راوپارولې.

جانان موسی‌زی داسې مهال په افغانستان کې د چین او امریکا ترمنځ د همکارۍ خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون له امله اندېښنې ښودلې دي. که څه هم چین له وسله‌والو طالبانو سره په مرسته نه دی تورن شوی؛ خو چین له روسيې او پاکستان سره نژدې اړیکې لري، چې دغه دواړه هېوادونه افغانستان کې په لاسوهنه او د طالبانو په مرسته تورن دي.

افغان سفیر ويلي، واشنګټن او بيجينګ کولای شي، افغانستان کې د خپلمنځي همکاريو له لارې د سولې بهير بريالی کړی.

موسی‌زی افغانستان سره د چين او امريکا همکاريو ته په اشاره وايي، چې د پوځي مرستو سربېره ګڼ افغان ډيپلوماټان په چين او امريکا کې روزل شوي او دواړه هېوادونه کولای شي، چې افغانستان سره په ګډه خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

جانان موسی‌زی وايي، چين په افغانستان د ميلياردونو ډالرو پانګونه کړې، د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې يې مرستې کړي، د امریکا او چين په ګډو همکاريو افغانستان کې تلپاتې سوله راتلی شي او افغانستان به د سيمې په کچه د ستر اقتصادي نښلوون مرکز وي.

د موسی‌زي په خبره، د کابل او واشنګټن سټراټيژيکې اړيکې ډېرې روښانه دي او تر اوږدمهاله به روانې وي. افغان سفیر وايي چين افغانستان لپاره يوه بله ستره دروازه ده او ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۴ له پيله چين د سيمې په کچه د افغانستان ستر فعال دوست هېواد بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون