افغانستان سلايډ (فيچر)

سي ان ان: د افغان جگړې غځول به «تېروتنه» وي

سي ان ان وايي، چې امريکا د طالبانو د ځپلو لپاره اضافي سرتيري افغانستان ته لېږي، خو «د سپينې ماڼۍ ‏ستونزه دا ده، چې مخکنيو حالاتو ته نه گوري. د ۲۰۰۱ له پيله له سلو زرو زيات سرتيري په جگړو بوخت ‏وو، خو بريالي نه شول.»‏

په دې وروستيو کې وسله‌والو طالبانو خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او هڅه کوي، چې  نورې سيمې هم لاندې کړي، امريکايي کارپوهان وايي، چې افغانستان کې د جگړې اوږدول به «ناسمه پرېکړه» وي؛ ځکه چې د شپاړس کلنې جگړې پايله په يوه خوله همدا بولي، چې «دا جگړه بريا نه لري.»

د سي ان ان امريکايي ټلويزيون کاروپوهان هم افغان جگړه له ويټنام هغې سره ورته بولي او وايي: «امريکا پنځوس کاله په ويټنام کې بې گټې جگړه وکړه، اوس له شپاړسو کالو راهيسې افغانستان کې پر ستونزمنه، پرلگښته او نه گټونکې جگړې له داسې يوه دښمن سره اخته ده، چې ماتې نه مني.»

امريکايي ژورنالېست او ليکوال مايکل کوگل مين سي سي ان ويبپاڼې ته پپه خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان جگړه په ويټنام قياسول له دې امله هم ناسمه بريښي، چې  د ويټنام جگړې پر مهال امريکايي ولس د پېښو په اړه تاوده بحثونه کول او اوس، چې  امريکايان د افغان جگړې په اړه څه وايي، دا «له راډاره لرې خبرې دي.»

کوگل مين وايي، اوس هغه وخت دی، چې د هېرې شوې جگړې په اړه بحثونه کېږي، په ځانگړې توگه د ډونلډ ټرمپ له راتلو سره داسې اوازې راغلي، چې د نوې تگلارې له مخې امريکا غواړي د افغانستان جگړه نوره هم وغځوي. «د جگړې د غځولو پرېکړه به يوه تېروتنه وي، دغه اوږده جگړه نوره هم پراخيږي او موږ يې نه شو گټلی.»

سي ان ان وايي، چې  امريکا د طالبانو د ځپلو لپاره اضافي سرتيري افغانستان ته لېږي، خو «د سپينې ماڼۍ ستونزه دا ده، چې مخکنيو حالاتو ته نه گوري. د ۲۰۰۱ له پيله له سلو زرو زيات سرتيري په جگړو بوخت وو، خو بريالي نه شول.»

ليکوال وايي: «يو لور ته طالبان د خپلو بريدونو له لارې د پرمختگ په لټه کې دي، بل لور ته افغان حکومت په فساد، کمزورۍ، خپلمنځي دښمنۍ او د دندو په ناانډوله وېش ککړ دی.»

دی وايي، که وضعيت همداسې روان وي، د طالبانو پر خلاف د بريا چانس «د نشت برابر» دی.

مايکل کوگل مين وايي، که افغان جگړه د گټلو نه ده، نو واشگټن يې بايلل هم نه غواړي. دغه وخت کې يوازېنۍ لاره مخالفينو سره د خبرو اترو ده او خبرې هغه مهال بريالۍ کېدای شي، چې امريکا خپل سرتيري له افغانستانه راوباسي.

ليکوال وايي، د اندېښنې ځای دا دی، چې سپينې د سولې بهير په اړه د بهرنيو چارو وزات «بې واکه» کړی او د افغان جگړې د تگلارې په تړاو يې ټول واک پنټاگون ته ورکړی دی. «داسې ښکاري، چې پنټاگون افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو پرېکړه کوي او دا به يې يوه ستره تېروتنه وي.»

ولسمشر ټرمپ وايي، چې دی افغانستان کې بريا غواړي، خو کوگل مين په دې باور دی، چې ټرمپ د يو غښتلي سوداگر په توگه بايد چانسونه له لاسه ورنه کړی او دی پوهېږي، چې څه ډول گټه وکړي، دی بايد کمزورې سودا ونه کړي، چې  د گټې پر ځای يې زيان ډېر وي. «ولسمشر ته ښايي، چې پر افغان حکومت ټينگار وکړي، چې خپلې سټراټيژي کې د سولې عنصر غښتلی کړي او بايد د امريکا په مرسته له طالبانو سره جوړجاړي ته ځان ورسوي.»

ليکوال وايي، د سولې لارې ستونزمنې وي، خو که رښتينې هڅې وشي، تلپاتې گټې لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون