امنيت سلايډ (فيچر)

روان کال ولې د افغانستان لپاره خونړی گڼل کېږي؟

د افغانستان په اړه د امریکايي او نورو بهرنیو چارواکو نظرونه نږدې هره ورځ متفاوت وي، کله حالت د ترینگلتیا په لور روان بولي او کله بیا افغانستان په داسې حالت کې بولي، چې سختې څپې یې تېرې کړې او اوس د ثبات گامونه اخلي.

تازه د پنټاگون یا د امریکا دفاع وزارت مسوولینو ویلي، د افغانستان لپاره به د روان زیږدیز کال پاتې میاشتې خونړۍ او د سختو جگړو موسم وي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر، ډانیل کوټس ویلي چې وسله‌وال طالبان ښايي راتلونکی کال لاسته‌راوړنې ولري. کوټس د امریکا د سنا یوې غونډې ته د «افغان حکومت سیاسي کمزورتیا، د امنیتي قواوو کسر لکه لوړ تلفات، کمزوری مدیریت، د طالبانو مقاومت او سیمه‌ییزې مداخلې» د وضعیت د ښه کېدو په مخ کې خنډونه وبلل.

همداراز د سنا همدې غونډه کې د متحده ایالاتو د پوځي استخباراتو مشر ډگر جنرال ونسنټ سټوارټ غوښتنه کړې چې امریکا باید د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د لاغښتلتیا لپاره له هغو سره مرستو ته پراختیا ورکړي.

جنرال سټوارټ وايي، که داسې ونه شي، وضعیت به لا ترینگلی شي او طالبان او د دولت مخالفې ډلې به له رامنځ ته شوي بن‌بست څخه گټه پورته کړي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، چې د سختو جگړو شپې پای ته رسیدلې او طالبانو نه تېر کال هغه موخې تر لاسه کړې، چې ټاکلې یې وې او نه به سږ کال بریالي شي، چې دا کار وکړي.

خو د دفاع وزارت پخوانی اټکل بیا دا و، چې د طالبانو د دویم مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته به دغه ډله سره وپاشل شي، مشران به یې خپلمنځي اختلافاتو ته ولاړشي او جگړه به هم ورسره کمزورې شي؛ خو دا معادله نږدې معکوسه ثابته شوه.

سیاسي کارپوه واقف روحاني څو دلایل یادوي، چې د سږ کال د امن انځور یې تت او د جگړې اټکل یې پياوړی کړی دی.

خو د دفاع وزارت پخوانی اټکل بیا دا و، چې د طالبانو د دویم مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته به دغه ډله سره وپاشل شي، مشران به یې خپلمنځي اختلافاتو ته ولاړشي او جگړه به هم ورسره کمزورې شي؛ خو دا معادله نږدې معکوسه ثابته شوه.

نوموړي نړۍنیوز ته وویل: «له افغان ځواکونو سره هغسې چې ژمنې شوې وې، مرستې ونه شوې، د پاکستان د سرغړونو او لاسوهنو پر وړاندې امریکا ثابت دریځ ونه نیو، له طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ودریدې او جگړه حکومت او طالبانو ته لومړیتوب شوه همداراز داسې هڅې روانې دي، چې افغان جگړې ته کورنۍ او قومي رنگ ورکړل شي.»

روحاني وایي دا او دې ته ورته گڼ نور دلایل د جگړې د زیاتوالي پیغام ورکوي او تر څنگ یې طالبان هم عقده‌يي شوي بولي.

د سولې د هڅو ناکامي

د ملي یووالي حکومت له رامنځ ته کېدو راهیسې د سولې په تړاو درې لویې او گڼې کوچنۍ هڅې وشوې، چې درې واړه یې نږدې ناکامې شوې.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې ناستې چې اسلام اباد او کابل کې ترسره شوې، په قطر او کابل کې د پگواش کاناډايي بنسټ له لوري دوې غونډې او بیا یوه طرحه چې پایله یې مثبته نه وه او بیا په دې وروستیو کې د مسکو درې اړخیزه او بیا د دوولسو هېوادونو په گډون ناسته چې له طالبانو سره د سولې په تړاو یې کومه لاسته راوړنه نه لرله.

سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک د سولې په تړاو د افغان حکومت اراده سسته او د امریکا هغه بیا صفر گڼي؛ نو ځکه یې په باور د سولې کومه هڅه بریالۍ نه شوه.

ځواک رسنیو ته ویلي، د سولې د هڅو ناکامي د جگړې پر زیاتوالي مخامخ اغېز لري، ځکه د جگړې ښکیل لوري هڅه کوي ځان د جگړې په ډگر کې پياوړي وښيي او بیا د سولې د احتمالي خبرو پر مهال زیات امتیاز تر لاسه کړي، نو ځکه سږ کال د لا زیاتې ناامنۍ وړاندوینه کیږي.

له حزب اسلامي سره سوله هم چې تمه وه په جگړه به لږ تر لږه لس سلنه اغېز ولري اوس د ډيرو لپاره پر جگړه بې اغېزې ښکاري.

کابل کې مدني فعال روح الله زهیر وايي، له حزب اسلامي سره سولې پر جگړې یو فیصد اغیز هم نه دی کړی او طالبان یې لا عقده‌یي کړل او داسې ښکاري چې حزب اسلامي هم د جگړې ډگر ته ودانگي نو ځکه به سږ کال له ناامنۍ ډک وي.

له حزب اسلامي سره سوله هم چې تمه وه په جگړه به لږ تر لږه لس سلنه اغېز ولري اوس د ډيرو لپاره پر جگړه بې اغېزې ښکاري.

د هغه په باور د حزب اسلامي له لوري د افغانستان دفاع وزارت ته د ملي اردو لیکو ته د حزب اسلامي د څلور زره غړو شاملولو خبره ښيي، چې حزب اسلامي نور په جگړه ورگډیږي.

خو په ټوله کې د حزب اسلامي سولې ته اوس د سولې د یوې بریالۍ بېلگې په توگه کتل کیږي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار نړۍنیوز ته وویل، له طالبانو سره د سولې د خبرو د ناکامۍ یو ستر دلیل دا دی چې هغوی خپلواک نه دي.

د هغه په وینا په افغانستان کې یوه لویه نړیواله لوبه روانه ده او وخت ناوخت ورته ابزار بدلیږي او جگړه هم کله سسته او کله بیا چټکه شي.

د طالبانو وضعیت

که څه هم د ملا محمد عمر د مړینې تر اعلان وروسته په لویدیځو ولایتونو کې ملا محمد رسول په پکتیکا کې ملا عبیدالله هنر او په زابل کې د ملا منصور دادالله  له لوري د طالبانو له نوي مشر سره د مخالفت غږونه اوچت شول؛ خو هنر او دادلله ډير ژر ووژل شول او طالبان د اټکل خلاف نور ونه پاشل شول.

د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله په اړه ویل کیږي، چې د یوې مدرسې استاد دی؛ خو د مشرۍ پر مهال یې د طالبانو د لا پاشل کېدو مخه ونیول شوه. ده سره ځینو هغه طالب مشرانو بیعت کړی چې اختر محمد منصور سره یې مخالفت کړی.

د ملا هبت الله په اړه دا هم ویل کېږي چې د سیاسي او پوځي مشرۍ پر ځای تر ډېره یو علمي شخصیت دی چې د دغه ځواک پر مټ یې تر ډېره بریده د طالبانو د پاشلتیا مخه نیولې ده. ملا هبت الله له هغې راهیسې چې د طالبانو مشر ټاکل شوی دی، د ډېرو مهمو پېښو په اړه یې دریځ نه دی څرگند شوی. یوازې يې د پسرلي په پیل کې د نیالونو کښينولو په اړه پیغام ورکړی و.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا د طالبانو مشر مجهول او داسې کس بولي چې پر خپلو جنگیالیو واک نه لري.

غني کابل ته د حکمتیار د راتلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل: «اصلا دا روښانه نه ده، چې د طالبانو مشران څوک او چیرته دي.»

د دې خبرې مانا دا ده چې د ولسمشر باور لا هم دا دی، چې د طالبانو مشري له هغه چا سره نه ده، چې دوی یې اعلان کوي.

خو د افغان حکومت پالیسي اوس د طالبانو د مشرانو پر وړاندې بدله شوې او د حکومت لومړیتوب دا دی چې طالب رهبران سږ کال په نښه کړي.

پوځي کارپوه جنرال زلمی وردگ وايي، حکومت په دوو میاشتو کې د طالبانو درې والیان او څو نظامي مسوولین ووژل، چې دا کار ښيي د طالب مشرانو په نښه کول اوس د حکومت لومړیتوب دی.

د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله په اړه ویل کیږي، چې د یوې مدرسې استاد دی؛ خو د مشرۍ پر مهال یې د طالبانو د لا پاشل کېدو مخه ونیول شوه. ده سره ځینو هغه طالب مشرانو بیعت کړی چې اختر محمد منصور سره یې مخالفت کړی.

هغه رسنیو ته ویلي، د کندوز د جگړې ماشین ملا سلام، د بغلان والي مولوي لعل محمد محمدي او د تخار والي هغه کسان وو، چې په دوو میاشتو کې افغان ځواکونو ووژل.

که څه هم د کندوز لپاره د طالبانو مشر، ملا عبدالسلام وژل شوی؛ خو تېره اوونۍ یو ځل بیا طالب وسله‌وال وتوانېدل چې جگړه د کندوز ښار تر دروازو ورسوي چې وروسته په شا وتمبول شول.

زلمی وردگ وایي، دا طالب مشرانو په نښه کول سملاسي د جگړې پر کمیدو اغیز نه کوي؛ خو په اوږده مهال کې د طالبانو د جگړې د دوام ستنې لړزوي.

تر مشرۍ ور هاخوا د طالبانو مالی سرچینې، جگړه‌ییز امکانات او بهرنی ملاتړ هغه مسائل دي، چې د طالبانو پر کمزوري کېدو او پياوړي کېدو مخامخ اغیز لري.

د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا وايي، طالبان په ټوله کې د تېرو کلونو په پرتله کمزوري او ځپل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، افغان ځواکونو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې د هغوی ډير مشران ووژل یا یې ونیول، چې دې کار طالبان خپلو لویو اهدافو ته پرې نه ښودل.

افغان حکومت له تېر یوه کال راهیسې دا شعار زمزمه کوي، چې طالبان یې مات او خپلو موخو ته یې پرې نه ښودل؛ خو له دې سره سره په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار اداره سیگار وايي، چې په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې زیاتې شوې او دا مهال د هېواد ۴۳ سلنه خاوره له طالبانو سره ده.

د طالبانو مالي سرچینې او پر جگړه یې اغیز

د ولسمشر غني د ټیم د ډیرو غړو نظر دا دی، چې د ملي یووالي حکومت د عمر پر مهال په عربي هېوادونو کې د طالبانو مالي سرچینې محدودې شوې دي.

د ځینو سرچینو په وینا قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات چې د طالبانو مالي منابع په کې دي اوس په دې باور شوي، چې له طالبانو سره مرسته یې په گټه نه ده.

د ولسمشر غني د ټیم یوه غړي د نوم نه ښوولو په شرط نړۍنیوز ته ویلي: «ولسمشر غني د خپل کار په لومړیو ورځو کې سعودي عربستان، بیا دوبۍ او بیا یو کال وروسته قطر ته سفرونه وکړل، چې په له ټولو یې غوښتنه دا وه، تر څو د طالبانو مالي سرچینې په خپلو هېوادونو کې محدودې او بندې کړي.»

خو طالبان له بهرنیو مالي سرچینو پرته په کورد ننه پراخې مالي سرچینې لري او د فساد ضد شبکې د مشر په وینا یوازې د افغانستان د کانونو د استخراج پنځوس سلنه پيسې طالبانو ته ځي.

د دغې شبکې مشر خان جان امرخیل اوونۍ وړاندې کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې افغانستان کې دا مهال شاوخوا لس زره لوی او کوچني کانونه استخراجیږي، چې پنځوس سلنه پيسې یې مخالفو وسله‌والو او پنځوس سلنه نورې یې حکومتي سرچینو او غیر مسوولو وسله‌والو ته ورځي.

مخدره توکي په ځانگړي ډول د هلمند مخدره توکي د ټول افغانستان د طالبانو د مالي تمویل لویه سرچینه بلل کیږي، چې د افغان جگړې اور یې گرم ساتلی دی.

ولسي جرگه کې د هلمند استازې نسیمه نیازۍ وايي، طالبان د هلمند له مخدره توکو او له قاچاقه یې په هغه کچه پیسې تر لاسه کوي، چې اټکل یې هم نه شي کیدای.

نوموړې نړۍنیوز ته وویل، له کلونو راهیسې هڅه دا ده چې د طالبانو مالي سرچینې محدودې شي؛ خو دا کار په عملي ډگر کې نه دی شوی.

باج اخیستنه او د ځینو سوداگرو مرسته هم کله ناکله د طالبانو د مالي منابعو په توگه کاریږي.

بهرنی ملاتړ

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې نوي ملاتړي پيدا کړي او په خپله افغان چارواکو ادعا کړې چې پر پاکستان سربیره روسیه او ایران هغه هېوادونه دي، چې د طالبانو ملاتړ کوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني باور هم دا دی چې طالبانو نوي ملاتړ پيدا کړي. ولسمشر غني د گلبدین حکمتیار د راتلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، «سیمه‌ییز هېوادونه» دې د ترهگرو او وسله‌والو ډلو ملاتړ پریږدي او په افغانستان کې دې د مشروع نظام ملاتړ وکړي.

پخوانی جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف هم وايي، چې د افغانستان «شمالي گاونډی» باید د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي کنه له هغه برخلیک سره به مخ شي پخوا مخ شی و، مانا دا چې د کابل لپاره اوس دا گنگوسه یقیني شوې، چې روسیه او طالبان تر بل هر وخت سره نږدې شوي.

کابل ته د امریکا دفاع وزیر جمیز میټس هم د خپل سفر پر مهال وویل، چې روسیه دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د طالبانو د چارو کارپوه، وحید مژده له خولې لیکي، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې ټینگې دي. وحید مژده ویلي، د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر، طیب اغا مسکو ته اطمینان ورکړی و چې طالبان به روسيې او منځنۍ اسیا ته ستونزې جوړې نه کړي.

خو د طالبانو ځینې سرچینې وايي چې هغه مهال د منځنۍ اسیا د نه ناامنو کولو یوازې اطمینان روسانو ته د منلو وړ نه و. روسانو له طالبانو غوښتي و چې د دوی په څنگ کې د منځنۍ اسیا اورپکي له منځه یوسي. هغه څه چې ملا محمد عمر ته د منلو نه و.

وحید مژده وايي، طالبان او روسیه له ۲۰۰۸ کال نه سره نږدې شوي؛ خو په ۲۰۱۳ کې لوگر کې د طالبانو له لوري د پترینکو په نوم د یوه روسي پيلوټ تر نیول کیدو وروسته دواړه لوري په متحده عربي اماراتو کې سره جرگه شول. له هغې وروسته په ۲۰۱۵ کې، کله چې طالب جنگیالیو په زابل کې ازبک اورپکي ووژل، دا پېښه روسانو سره د طالبانو د لا نژدې کېدو لامل شوه. ځکه روسانو د طالبانو ترڅنگ د منځنۍ اسیا د جنگیالیو له شتون وېره لرله.

د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د طالبانو د چارو کارپوه، وحید مژده له خولې لیکي، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې ټینگې دي. وحید مژده ویلي، د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر، طیب اغا مسکو ته اطمینان ورکړی و چې طالبان به روسيې او منځنۍ اسیا ته ستونزې جوړې نه کړي.

ښاغلی مژده وايي، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف د طالبانو او روسانو تر منځ د نږدې کېدو په برخه کې هم رول درلود.

ویل کېږي د طالبانو او روسانو ترمنځ اړیکې د ملا اختر محمد منصور په وخت کې ډېرې وغوړېدې. د ځینو راپورونو له مخې اختر محمد منصور د ۲۰۱۵ په مۍ کې له وژل کېدو وړاندې په ایران کې روسي استازو سره کتلي وو.

وحید مژده دا گنگوسه هم نه ردوي، چې روسیې دې طالبانو ته نوې وسلې ورکړې وي.

د هلمند د کجکي ولسوال او د روزگان امنیه قوماندان تازه ادعاوې کړې، چې په ولایتونو کې یې روسي جنرالان د طالبانو مرستې ته راغلي دي.

د فراه مخکنیو چارواکو هم څو څو ځله ادعا وکړه چې له طالبانو سره ایراني وسلې لیدل شوې او ایران طالبانو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

په ټوله کې د دې مانا دا ده چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو نوي سیمه‌ییز ملاتړي پیدا کړي دي او په همدې کلونو کې طالب پلاوو، چین ته هم سفرونه کړي دي.

جگړه‌ییز امکانات

یوې امنیتي سرچینې نړۍنیوز ته ویلي، چې د طالبانو جگړه‌ییز امکانات د دوو کلونو وړاندې په پرتله څو چنده کم شوې دي.

دغې امنیتي سرچینې د اټکل په توگه وویل، پخوا په هرو لسو طالبانو سره دوه پیکا او هره یوه ته یو کلاشینکوف رسیدل؛ خو اوس هغوی په شلو کسانو سره هم یوه پیکا یا لانچر نه لري.

ځينې نورې وسلې، چې دهشکه او هاوانونه دي، پر هغوی دریدلي او یا ورسره کم شوي دي.

دغه سرچینه د طالبانو له لوري جوړ شوي ماینونه د هغوی تر ټولو خطرناکه وسیله بولي، چې افغان ځواکونو ته پرې مرگ ژوبله اړوي.

خو طالبان بیا د دې خلاف ادعا کوی، د ۲۰۱۷ له فبرورۍ را په دیخوا طالبان په اوونۍ کې څو ځله په جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې د لایزري وسلو د کارونې خبر ورکوي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دوی په لایزري وسلو پولیس یا پوځیان په خپلو پوستو کې په نښه کوي.

د پوځي شنونکو باور دا دی که د طالبانو ادعا سمه وي، نو هغوی تر افغان ځواکونو هم پرمختللې وسلې تر لاسه کړې چې ښايي روسیې یا ایران ورکړې وي.

د افغانستان په سویل کې، په تېره هلمند کې ځينې سرچینې دا هم وايي چې په دغه ولایت کې طالبان د پراخو مالي سرچینو پر مټ داسې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي، چې افغان امنیتي ځواکونو سره نه دي لیدل شوي.

په ټوله کې باور دا دی چې طالبان په سیاسي، پوځي او اقتصادي لحاظ کمزوری شوي؛ خو افغان حکومت نه دی پياوړی شوی، نو ځکه د طالبانو جگړه چټکه او د ودې په حال کې ښکاري.

پایله

په ټوله کې درې لاملونه په گوته کېدای شي، چې په روانه جگړه کې د طالبانو د پياوړتیا لامل شوي:

  • له مخدره توکو ترلاسه کېدونکې مالي سرچینې؛
  • د بهرني ملاتړ زیاتېدا؛
  • د افغان حکومت کمزوری مدیریت؛

د باوري سرچینو له قوله، یوازې په هلمند ولایت کې د مخدره توکو له درکه ترلاسه کېدونکې پیسې په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د جگړې اور ژبغړاندی کولی شي.

سربېره پر دې، د افغان حکومت کمزوری مدیریت او په دولتي ادارو کې د فساد شتون بل لامل دی چې ترې په گټه اخیستو وسله‌وال طالبان پیاوړي برېښي.

په ټوله کې، طالبان توانېدلي چې د افغان حکومت له کمزوریو گټه پورته کړي او خپله جگړه د بل هر وخت په پرتله پراخه او تونده کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون