سلايډ (فيچر) سياست

د ملي يووالي حکومت د نړیوالې ټولنې له پامه لویدلی

واک ته له رسېدو د امریکا د نوي ولسمشر پنځه میاشتې پوره شوې؛ خو لا یې د افغانستان په اړه خپله تگلاره نه ده روښانه کړې. ناټو او له ناټو د باندې د افغانستان متحدین هم په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه بې‌تفاوته شوي او دریځونه یې گونگ برېښي.

افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد میاشت وړاندې له بي‌بي‌سي فارسي سره په مرکه کې ویلي و، امریکا به په بروکسل کې د ناټو له غونډې وړاندې د ۲۰۱۷ د مۍ تر پنځلسمې د افغانستان په اړه خپله تگلاره روښانه کړي، ورپسې امریکايي چارواکو دا نیټه د مۍ ۲۵ وښوده؛ خو تگلاره بیا هم روښانه نه شوه.

ناټو هم ویلي و، چې د بروکسل په ناسته کې به افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو یا نه استولو پریکړه نهايي کړي؛ خو ناسته تېره شوه او د ناټو دریځ لا هم گونگ دی.

د سولې خبرې افغانستان کې د تر ټولو ستر لومړیتوب په توگه د هیڅ نړیوال د تمرکز نقطه نه دي، ټول یې د افغانستان حالات خطرناک بولي او ځېنې یې جگړه د حل لارې په توگه وړاندې کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي، د امریکا او نړیوالې ټولنې دغه ډول دریځ افغانستان لا بې ثباته کوي او داسې ښکاري، چې دا بې‌تفاوتي یو قصدي پلان دی تر څو د نړیوالې پروژې پلي کېدو ته زمینه‌سازي وشي.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه حسین سجادي وايي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د حالاتو په اړه مسوولانه چلند وکړي او هغه څه چې اوس په افغانستان کې روان دي د دوی د اعمالو پایله ده او مسوولیت یې هم د دوی په غاړه دی.

سجادي نړۍنیوز ته وویل، افغان حکومت هم باید په دې برخه کې خپل دریځ واضح کړي او نړیواله ټولنه د افغانستان د حالاتو د مسوولې مرجع په توگه دې ته مجبوره کړي، چې د حالاتو په کابو کولو کې د افغانانو تر شا ودریږي.

د ده په باور د سولې خبرې چې د افغان کړکیچ تر ټولو معقوله حل لاره ده د هیڅ بهرني هېواد لپاره لومړیتوب نه دي او ان یادونه یې هم نه کوي، چې دا کار ښيي نړیوالو ته د افغانستان سوله او حالت ارزښت نه لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په افغانستان او سیمه کې پراخېدونکې ناامني د امریکايي تگلارو پایله بللې ده.

کرزي په ریاض کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر هغو څرگندونو وروسته چې اسلامي هېوادونه دې په خپله خاوره کې د ترهگرۍ جرړې وباسي په یوه ټویټ کې وویل، چې په سیمه او نړۍ کې د ترهگرۍ پراختیا د امریکايي تگلارو پایله ده.

کرزي زیاته کړې وه، ترهگرې ډلې د اسلامي هېوادونو په مقدسو ځایونو کې نه بلکې په هغو ځایونو کې دي چې د امریکا ملاتړ ورسره دی.

د سولې په تړاو یوه بل نظر دا دی چې امریکا نه یوازې دا چې د افغان سولې په پروسه کې مرسته نه کوي بلکې د سولې د ځينو هڅو مانع گرځي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په افغانستان او سیمه کې پراخېدونکې ناامني د امریکايي تگلارو پایله بللې ده.

سیاسي کارپوه محمود میاخیل وايي، د روسیې په کوربه‌توب د دوولسو هېوادونو غونډه کې د امریکا نه گډون د دې ښه ثبوت و، چې امریکا نه یوازې دا چې د افغان سولې د غونډو ملاتړ نه کوي بلکې د سولې هڅې سبوتاژ کوي.

له کابله خپرېدونکې انګلیسي ورځپاڼې هارټ اف ایشیا په یوه مطلب کې ویلي، په نړۍ کې د افغانستان ډیپلوماټیک مرکزونه یا سیاسي نمایندګۍ د ملي یووالي حکومت په ویش کې کمزورو کسانو ته ورکړل شوې او دې کار په نړیواله کچه افغانستان ته د لابي کولو پروسه کمزورې او د افغانستان انځور نړیوالو ته تت کړ.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه بې‌تفاوته شوې په داسې حال کې چې دلته یې ملیاردونه ډالر پانگونه هم کړې ده؟

سیاسي کارپوه انتظار خادم وايي، د امریکا او ملاتړو تمه یې دا وه چې په خپلې پانگونې سره به په افغانستان کې یو باثباته نظام رامنځ ته کړي؛ خو بالعکس افغانستان کې یو فاسد نظام منگولې خښې کړې چې نړۍ او افغان ملت ترې راضي نه دي.

خادم نړۍنیوز ته وویل، د امریکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نورو هېوادونو د امریکا پیسې نه لگوي او د افغانستان له حالاتو هم ځکه راضي نه دی، چې دلته د دوی له غوښتنې سره سم نظام رامنځ ته نه شو.

خو یو بل سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک وايي، امریکا او متحدین يې په افغانستان کې د ثبات رامنځ ته کولو هوډ نه لري او له همدې امله د افغانستان په اړه بې‌تفاوته شوي دي تر څو یې مسوولیت دوی ته ور ونه گرځي.

ځواک وايي د ناامنۍ وروستۍ څپې او د افغانستان په ډيرو برخو کې د داعش حضور چې د امریکايي پروژې برخه ده ښيي، چې افغانستان په ښه لوري نه دی روان نو ځکه امریکا او ملاتړي یې غواړي ظاهرا ځان له حالاتو بې‌خبره وښيي.

ځواک رسنیو ته ویلي، امریکا د افغانستان په اړه د سست دریځ په غوره کولو سره غواړي خپلو سیمه‌ییزو سیالانو ته دا پيغام هم ورسوي، چې د افغانستان حالات په خطرناک لوري روان دي او دوی ته هیڅ ارزښت نه لري؛ خو په ورته وخت کې خپلو سیالانو ته دا اجازه هم نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

په حکومت کې دننه باور هم دا دی چې افغانستان لا هم د نړۍ لپاره لومړیتوب نه دی؛ خو د دې لپاره چې افغان حکومت نړیواله ټولنه له ځان سره وساتي د هغوی پر وړاندې سخت دریځ نه شي نیولی.

د پخواني حکومت یو مسوول بیا وايي، د افغان حکومت کمزورې ډیپلوماسي د دې لامل شوه چې سیمه‌ییز او نړیوال قدرتونه د افغانستان په اړه بې‌تفاوته او پاکستان انتخاب کړي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شوي نړۍنیوز ته وویل: «له شک پرته چې امریکا او ملاتړو ته یې لا هم پاکستان تر افغانستان لومړیتوب دی، روسیه هم تر افغانستان پر پاکستان ډير حساب کوي، چین چې افغانستان ورته د اړیکو پراخولو تمه لري پر افغانستان حساب نه کوي او پر پاکستان ېې کوي د دې مانا دا ده چې زموږ د حکومت کمزوري د دې لامل شوه چې موږ نړیوال او سیمه‌ییز قدرتونه له ځان سره ونه شو ساتلی.»

خو یوه وړاندوینه چې ان په ۲۰۱۴ کال کې کېده دا وه چې امریکا په افغانستان کې د ناامنیو په پراخوالو سره غواړي دغه هېواد د عراق په برخلیک اخته کړي او په خپله ورته د خیر په غونډۍ کیني.

نړيوال کنفرانسونه

بروکسل کې د ناټو ناسته

تمه وه د ناټو په وروستي کنفرانس کې چې څو ورځې وړاندې په بروکسل کې جوړ شو، افغانستان د داسې یو هېواد په توگه د ټولو ویناوالو د خبرو په سر کې یاد شي، چې د ترهگرۍ تر ټولو زیات قرباني دی؛ خو برعکس ان له افغانستانه په دغه کنفرانس کې کوم دولتي چارواکي ته د گډون بلنه هم نه وه ورکړل شوې.

مدني فعال نظیم سمون وايي، افغانستان د ټولې نړۍ په نیابت له ترهگرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی؛ خو له بده مرغه د ناټو په غونډه کې یې هیڅ یادونه ونه شوه.

هغه له یوې راډیو سره په خبرو کې زیاته کړې: «امریکا او ملاتړي یې د افغانستان په اړه واضح تگلاره او دریځ نه لري او په دې توگه غواړي افغانستان یو ځل بیا د نړۍ په یوه خطرناک هېواد بدل کړي.»

ناټو د افغانستان په نړۍ کې د افغانستان په څېر بل ماموریت نه لري، نو ځکه تمه دا وه چې افغانستان باید ټولو نړیوالو د خبرو سر ته راشي.

تمه وه د ناټو په وروستي کنفرانس کې چې څو ورځې وړاندې په بروکسل کې جوړ شو، افغانستان د داسې یو هېواد په توگه د ټولو ویناوالو د خبرو په سر کې یاد شي، چې د ترهگرۍ تر ټولو زیات قرباني دی؛ خو برعکس ان له افغانستانه په دغه کنفرانس کې کوم دولتي چارواکي ته د گډون بلنه هم نه وه ورکړل شوې.

د ناټو عمومي منشي له طلوع‌نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې تر ناستې وروسته وویل، چې د دوی مرستې له افغانستان سره پر دې مشروطې دي، چې دغه هېواد له فساد سره رښتیني مبارزه وکړي.

له فساد سره مبارزه پخوا هغه پدیده وه چې نړیوالو به یې هم په اړه گامونه اخیستل؛ خو اوس داسې ښکاري چې دا چارې یې یوازې افغان حکومت ته ور له غاړې کړې او د خپلو مرستو د کمولو د یوې پلمې په توگه یې کاروي.

د ریاض ناسته

په سعودي عربستان کې د نږدې پنځوس هېوادونو د استازو په گډون جوړه شوې ناسته چې له ترهگرۍ سره د مبارزې لارې چارې یې موخې وې د افغانستان هیڅ یادونه ونه شوه.

سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، په دغه ناسته کې یوازې د امریکا او سعودي ولسمشرانو خبرې وکړې او هغه څه چې د کنفرانس د موخې په اړه ویل کېدل خلکو ته هیڅ واضح نه شول.

نوموړي نړۍنیوز ته وویل: «د کنفرانس موخه له ترهگرۍ سره مبارزه وه او افغانستان د همدې پدیدې قرباني هېواد دی، د ټولو په سر کې باید د افغانستان په اړه خبرې شوې وای په دغه هېواد کې د یوه باثباته نظام د رامنځ ته کولو لارې هم یادې شوې وای؛ خو دا چې یاد نه شول مانا یې دا ده چې نړۍ د افغانستان په اړه بې‌تفاوته ده.»

د شاهین په باور په دغه ناسته کې باید د افغان سولې پر لارو چارو هم خبرې شوې وای او پر طالبانو د عربي هېوادونو اغېز ته په کتو باید هغوی په راتلونکي کې د خبرو مېز ته کینول شوي وای.

د امريکا او سعودي اړيکو په اړه ولسمشر ټرمپ د سعودي د مېلمه پالنې ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز، وليعهد محمد بن نايف، مرستيال وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره يې ناستې بې ساري وې

پایله

په ټوله کې گومان دا دی، چې امریکایان له افغانستانه د وتلو اراده نه لري؛ خو له دغه هېواد سره د مرستو پياوړی هوډ هم نه لري.

پوځي شنونکي وايي، د روانو ناامنیو تر شا بهرني او په ځانگړي ډول امریکايي لاسونه دي، او غواړي د خپلو ستراتېژيکو موخو لپاره په افغانستان کې روانه جگړه گرمه وساتي.

د نړیوالو اړیکو د شنونکو نظر بیا دا دی، چې که نړیواله ټولنه رښتیا هم د افغانستان مرسته کوي د سولې پروسې د بریالۍ او افغاني کړکیچ ته دې له دې زاویې حل لاره پيدا کړي.

د پخواني حکومت چارواکي بیا وايي، چې د افغانستان کمزوري ډیپلوماسي او حکومت د دې لامل شوي، چې افغانستان خپل سیمه‌ییز او نړیوال ملگري یا مرستندویان له لاسه ورکړي.

خو له دې سره سره ولسمشر غني د مې په دریمه د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په مناسبت ارګ کې له خبریالانو سره په یوه خصوصي ناسته کې وویل، چې امریکا او د نړۍ نور هېوادونه له افغانستانه لاس په سر شوي و؛ خو دی وتوانید د هغوی پام بېرته افغانستان ته را جذب کړي.

غني همداراز ویلي و، له امریکا او نورو بهرنیو هېوادنو سره د اړیکو په برخه کې ډېرې خبرې لري، چې له رسنیو سره یې نه شي شریکولی او که یې شریکې کړي دغه اړیکې زیانمیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون